Previous chapter

تیموتاوس ته د پولوس رسول دوهم لیک

لومړی فصل

۱دا لیک د پولوس له خوا دی چې د خدای په ارادې د عیسی مسیح رسول دی او د دې دپاره لېږل شوی دی ترڅو هغه وعده شوی ژوند چې په عیسی مسیح کې تر‌لاسه کیږي، اعلان کړي. ۲زه دا لیک خپل ګران زوی تیموتاوس ته لیکم. د پلار خدای او زمونږ د څښتن عیسی مسیح فضل، رحم او سلامتي دې وي په تا باندې.

شکرګزاري او هڅونه

۳زه د هغه خدای شکر کوم چې خدمت یې کوم، لکه څنګه چې زما نیکونو په پاک وجدان سره د هغه خدمت کاوه. زه هر وخت شپه او ورځ تا په خپلو دعاګانو کې یادوم. ۴کله چې ستا اوښکې را په یاد شي، نو دا ارمان لرم چې تا ووینم، ترڅو ستا په لیدلو زما خوشحالي پوره شي. ۵زه ستا هغه سوچه ایمان رایادوم چې لومړی ستا نیا لوییس او ستا مور افنیکي درلود او زه ډاډه یم چې ته یې هم لرې. ۶له دې امله تاته در په یادوم چې د خدای هغه نعمت چې زما د لاس په ایښودلو سره تاته درکړل شو، هغه د ځان سره ژوندی وساته. ۷ځکه کوم روح چې خدای مونږ ته راکړی دی هغه د وېرې او شرم روح نه دی بلکې د قدرت، مینې او په ځان باندې د واک لرلو روح دی.

۸نو بیا زمونږ د څښتن په هکله د شاهدۍ ورکولو یا زما په اړه چې د هغه په خاطر بندي یم مه شرمېږه، بلکې د خدای په قدرت سره په هغو کړاوونو کې زما سره شریک شه چې د زېري په رسولو کې رامنځته کیږي. ۹خدای مونږ ته خلاصون راکړ او مونږ یې یو سپېڅلي ژوند ته راوبللو. دا زمونږ د عملونو له امله نه وو بلکې دا د خدای مقصد او فضل ؤ چې د ازل نه یې د عیسی مسیح په وسیله مونږ ته راکړ. ۱۰خو اوس هغه دا فضل زمونږ د خلاصوونکي عیسی مسیح په راتللو سره مونږ ته ښکاره کړی دی. هغه د مرګ قدرت له منځه یووړ او د زېري په وسیله یې نه‌فناکېدونکی ژوند ښکاره کړ.

۱۱زه د دې زېري رسولو دپاره وعظ کوونکی، رسول او استاذ وټاکل شوم. ۱۲له همدې امله زه کړاوونه زغمم، خو په هغه باندې نه شرمېږم. خو په چا باندې چې ما ایمان راوړی دی زه هغه پېژنم، ځکه زه یقین لرم چې هغه دا توان لري هغه څه چې هغه راته سپارلي دي، د خپل بېرته راتګ تر ورځې پورې یې وساتي. ۱۳هغه سم تعلیم چې زما نه مو اورېدلی دی، هغه د هغه ایمان او مینې په وسیله چې په عیسی مسیح کې یې لرې، د خپل ځان دپاره مثال وګرځوه. ۱۴هغه ښه امانت چې تاته سپارل شوی دی هغه د روح القدس په وسیله چې په مونږ کې اوسیږي، وساته.

۱۵ته خبر یې چې د اسیا د ولایت ټولو خلکو زه پرېښودم چې په هغو کې فیجلس او هیرموجینس هم شامل دي. ۱۶څښتن دې د اونیسیفوروس په کورنۍ باندې رحم وکړي، ځکه چې هغه ماته څو څو ځلې نوی قوت راکړ او په دې ونه شرمېده چې زه بندي یم، ۱۷بلکې کله چې هغه روم ته راورسېده، نو زه یې ډېر ولټولم او پیدا یې کړم. ۱۸څښتن دې د قضاوت په ورځ په هغه باندې خپل رحم وکړي. همدارنګه ته ښه خبر یې چې هغه په افسیس کې زما څومره خدمتونه کړي دي.

Previous chapter