کولسیانو ته د پولوس رسول لیک

دوهم فصل

۱نو زه غواړم چې تاسو پوه شئ چې زه ستاسو دپاره او د خدای د هغو خلکو دپاره چې په لایودیکیه کې دي او د هغو ټولو دپاره چې تر‌اوسه پورې یې زما مخ نه دی لیدلی، څومره ډېر زحمت وباسم، ۲ترڅو هغوی زړور شي او د مینې په تار یو د بل سره وګنډل شي او د ارزښت نه ډکې پوهې باندې پوره باور ولري او د خدای په پټ راز چې خپله مسیح دی، پوه شي. ۳په هغه کې د حکمت او پوهې ټولې خزانې پټې دي.

۴زه دا تاسو ته د دې دپاره وایم چې څوک مو په داسې دلیلونو باندې چې په ظاهره معقول ښکاري ونه غولوي. ۵ځکه که څه هم زه په جسماني توګه ستاسو نه لېرې یم، خو په روحاني توګه ستاسو سره یم. زه خوشحاله یم چې تاسو وینم چې په خپل منځ کې په څومره ښه نظم او ترتیب ژوند تېروئ او په مسیح باندې ستاسو ایمان څومره قوي دی.

په مسیح کې کامل ژوند

۶نو لکه څنګه چې تاسو عیسی مسیح د خپل څښتن په توګه قبول کړ، نو د هغه سره په یووالي کې خپل ژوند کوئ. ۷په هغه کې خپلې ریښې وځغلوئ او په هغه باندې خپل ژوند جوړ کړئ. لکه څنګه چې درته تعلیم درکړل شوی دی، په خپل ایمان کې ټینګ اوسئ او ډېره شکرګزاري کوئ.

۸پام کوئ چې څوک مو په پوچو فلسفو سره چې خلک غولوي راګېر نه کړي، ځکه چې دا د انساني رواجونو او د دې دنیا د بدو روحاني قوتونو سره تړلي دي، نه د مسیح سره. ۹ځکه چې مسیح په انساني جسم کې د خدای کامل خوی او فطرت لري ۱۰او تاسو هم په هغه کې چې د ټولو حکومتونو او د واک خاوندانو سر دی، کامل شوي یئ.

۱۱تاسو د مسیح سره په یووالي کې سنت شوئ، خو دا سنتېدل د انسان په لاس نه دي شوي، بلکې مسیح تاسو په روحاني توګه سنت کړئ، ترڅو ستاسو نفساني فطرت لېرې شي. ۱۲کله چې تاسو د تعمید غسل واخیست، نو د مسیح سره ښخ شوئ او ستاسو د ایمان په وسیله د خدای په قدرت سره چې مسیح یې بېرته راژوندی کړ، تاسو هم د هغه سره په روحاني توګه د مړو نه راپورته شوئ. ۱۳تاسو یو وخت د خپلو سرغړونو او له دې امله چې په جسماني توګه ناسنته وئ، مړه وئ نو بیا خدای تاسو د مسیح سره یوځای د مړو نه راپورته کړئ او ستاسو ټول ګناهونه یې وبخښل. ۱۴خدای هغه ټول ثبت شوي تورونه چې د قانون څخه د نافرمانۍ له امله په مونږ لګېدلي وو، پاک کړل. هغه یې په صلیب باندې مېخ کړل او لېرې یې کړل. ۱۵مسیح حاکمان او د واک خاوندان بې‌وسلې کړل او هغوی یې د ټولو په مخکې رسوا کړل او د صلیب په وسیله په ټولو باندې بریالی شو.

۱۶نو له دې امله هېچا ته اجازه مه ورکوئ چې د خوراک څښاک یا د اختر یا د نوې میاشتې او یا د سبت د ورځې د مراعت کولو په هکله په تاسو حکم او قضاوت وکړي. ۱۷دا شیان یوازې د هغه حقیقت سیوری دی چې راتلونکی دی او دا حقیقت په خپله مسیح دی. ۱۸مه پرېږدئ چې څوک په ظاهري عاجزۍ او د فرښتو په عبادت کولو سره تاسو د اجر او انعام د اخیستلو څخه بې‌برخې کړي. داسې خلک د رویاګانو د لیدلو په تفصیلي بیان او خپلو انساني فکرونو سره بېځایه غرور کوي. ۱۹هغوی د مسیح سره چې د ټول بدن سر دی، خپلې اړیکې پریښي دي. د هغه په وسیله ټول بدن قوت اخلي او ټول بندونه او پلې سره یوځای کیږي او لکه څنګه چې خدای یې غواړي، هغه وده کوي.

د مسیح سره مړ کېدل او بېرته را ژوندی کېدل

۲۰کله چې تاسو د مسیح سره مړه شوئ، نو د دې دنیا د بدو روحاني قدرتونو څخه هم ازاد شوئ، نو بیا ولې داسې ژوند تېروئ چې ګواکې اوس هم د دنیا سره تړاو لرئ؟ ولې داسې مقرراتو ته غاړه ږدئ لکه څنګه چې هغوی وایي: ۲۱«دا په لاس کې مه اخلئ، دا مه څکئ، دې ته لاس مه وروړئ؟» ۲۲کله چې دا ټول شیان وکارول شي نو له منځه ځي، ځکه چې دا یوازې انساني حکمونه او تعلیمونه دي. ۲۳که څه هم دا شیان په هغو عبادتونو کې چې هغوی په خپلو ځانونو باندې منلي دي او ظاهري عاجزي او په ځان سختي راوستل په ظاهره معقول ښکاري، خو په حقیقت کې دا شیان نه شي کولای چې د نفساني غوښتنو مخه ونیسي.