Afghan Bibles
دری · پښتو · English

د تثنيې کتاب

اول فصل

سريزه

۱په دې کتاب کې هغه خبرې دي چې حضرت موسیٰ د اسرائيلو خلکو ته په هغه وخت کې کړې وې کله چې هغوی د اردن د سيند ختيځې خواته په دښته کې ؤو. هغوی سوف ته نژدې د اردن په دره کې ؤو يعنې د فاران د ښار چې په يو اړخ باندې ؤ او د توفل، لابان، حضيروت او د ديذهب ښارونو ترمنځ چې په بل اړخ باندې ؤو. ۲(د ادوم د غرنۍ سيمې په لار د سينا د غره څخه تر قادش برنيع پورې د يوولسو ورځو فاصله ده.) ۳د څلوېښتم کال د يوولسمې مياشتې په اوله ورځ وروسته له دې چې د اسرائيلو قوم د مصر څخه لاړ، حضرت موسیٰ هغه ټول شيان چې څښتن د هغو په باره کې ورته حکم کړی ؤ چې قوم ته يې ووايي، هغوی ته وويل. ۴دا کار وروسته له هغې وشو کله چې څښتن د اموريانو پادشاه سيحون ته چې د حشبون ښار يې پايتخت ؤ او د باشان پادشاه عوج ته چې د عشتاروت او ادرعي په ښارونو باندې يې حکومت کاوه ماتې ورکړه. ۵حضرت موسیٰ په داسې وخت کې د خدای پاک قوانين بيان کړل چې قوم د اردن په ختيځ کې د موآب په سيمه کې ؤ.

هغه وفرمايل: ۶”کله چې مونږ د سينا د غره سره ؤو، زمونږ څښتن خدای مونږ ته داسې وفرمايل: زياته موده وشوه چې تاسو د دې غره په څنګ کې پاتې شوي يئ. ۷خېمې راټولې کړئ او کډه وکړئ. د اموريانو غرنۍ سيمې او ټولو شاوخوا سيمو، د اردن درې، غرنۍ سيمې، د غرونو لويديځو لمنو، جنوبي سيمې او د مديترانې د بحيرې غاړې ته لاړ شئ. د کنعان ځمکې ته او د لبنان د غرونو په لار د فرات تر لوی سيند پورې لاړ شئ. ۸دا ټوله هغه ځمکه ده چې د هغې د ورکولو وعده مې ستاسو د نيکونو يعنې د ابراهيم، اسحاق او يعقوب او د هغوی د اولادې سره کړې وه. لاړ شئ او هغه ځمکه ونيسئ.“

حضرت موسیٰ قاضيان مقرروي

(هجرت ۱۸: ۱۳ ـ ۲۷)

۹حضرت موسیٰ قوم ته وفرمايل: ”په داسې وخت کې چې مونږ لا د سينا د غره سره ؤو، ما تاسو ته وويل: په تاسو باندې د مشرۍ کولو مسئوليت زما په وس کې نه دی. زه دا کار يوازې نشم کولی. ۱۰زمونږ څښتن خدای ستاسو شمېر دومره زيات کړی دی لکه د آسمان د ستورو په شان. ۱۱زمونږ د نيکونو څښتن خدای دې تاسو زر چنده زيات کړي او تاسو ته دې د خپلې وعدې سره سم برکت درکړي! ۱۲خو زه په يوازې ځان نشم کولی دا دروند مسئوليت په غاړه واخلم چې ستاسو شخړې حل کړم. ۱۳د هرې قبيلې څخه پوه او تجربه لرونکي نفر انتخاب کړئ. زه به هغوی ستاسو مشران کړم. ۱۴او تاسو وويل چې دا ښه کار دی. ۱۵نو ما ستاسو د قبيلو څخه هغه پوه او تجربه لرونکي خلک واخيستل او په تاسو باندې مې د مشرانو په توګه وټاکل. ځينو د زرو نفرو مسئوليت په غاړه درلود، ځينو د سلو، ځينو د پنځوسو او ځينو د لسو نفرو مسئوليت په غاړه درلود. همدارنګه ما د ټولو قبيلو څخه نور مشران هم مقرر کړل.

۱۶په هغه وخت کې ما قاضيانو ته دا لارښودنې ورکړې: هغو شخړو ته غوږ نيسئ چې ستاسو په خلکو کې رامنځته کيږي. په عادلانه ډول د هرې شخړې قضاوت کوئ، که دا يوازې ستاسو په خلکو پورې اړه لري يا په هغو بېګانه خلکو پورې چې ستاسو په منځ کې اوسيږي. ۱۷په خپلو پرېکړو کې د هيچا پلوي مه کوئ، په هرچا باندې يوشان قضاوت کوئ، دا مهمه نه ده چې هغه بې وزلی وي يا قدرتمند. د هيچا څخه مه وېرېږئ ځکه کومې پرېکړې چې تاسو يې کوئ هغه د خدای پاک له خوا دي. که چېرې کومه دعوه ستاسو دپاره ګرانه وي، ماته يې راوړئ او زه به يې پرېکړه وکړم. ۱۸په هماغه وخت کې ما تاسو ته د نورو ټولو کارونو په باره کې چې تاسو يې بايد سرته ورسوئ لارښودنې وکړې.

د قادش برنيع څخه نفر کنعان ته لېږل کيږي

(شمېر ۱۳: ۱ ـ ۳۳)

۱۹څه چې زمونږ څښتن خدای مونږ ته امر کړی ؤ هغه مو سرته ورسول. مونږ د سينا د غره څخه د پراخې او د وېرې څخه ډکې دښتې په لار د اموريانو غرنۍ سيمې ته لاړو. کله چې مونږ قادش برنيع ته ورسېدو، ۲۰‏-۲۱ما درته وويل: اوس تاسو د اموريانو غرنۍ سيمې ته راغلي يئ کومه چې زمونږ څښتن خدای، يعنې زمونږ د نيکونو خدای يې مونږ ته راکوي. وګورئ، دا هماغه سيمه ده. لکه څنګه چې هغه امر کړی دی، زړه نا زړه کېږئ مه او مه وېرېږئ، لاړ شئ او هغه ونيسئ.

۲۲مګر تاسو ټول ماته راغلئ او ومو ويل: مخکې له دې چې هغې خاورې ته ورشو، راځئ چې څو نفره ولېږو چې هغه وګوري، ترڅو مونږ ته سمه لاره وښايي چې ورباندې لاړ شو او راته ووايي چې هلته څه ډول ښارونه دي.

۲۳دا کار ماته ښه ښکاره شو، نو ما دولس نفره يعنې د هرې قبيلې څخه مې يو يو نفر انتخاب کړ. ۲۴هغوی غرنۍ سيمې ته د اشکول تر درې پورې لاړل او هغه ځای يې وکاته. ۲۵هغوی مونږ ته له هغې خوا څخه لږه مېوه راوړله چې هلته يې پيدا کړې وه او خبر يې راوړ چې کومه ځمکه چې زمونږ څښتن خدای يې مونږ ته راکوي هغه ډېره حاصلخېزه ده.

۲۶مګر تاسو ونه غوښتل چې هغې خاورې ته ورننوزئ او د خپل څښتن خدای د امر د منلو څخه مو سرغړونه وکړه. ۲۷تاسو په خپلو خېمو کې پاتې شوئ او وغورېدئ او ومو ويل: څښتن زمونږ څخه کرکه کوي. هغه مونږ د دې دپاره د مصر څخه راوويستلو چې اموريانو ته مو په لاس ورکړي، ترڅو مونږ ووژني. ۲۸ هلته ولې لاړ شو؟ مونږ وېرېږو. هغه نفر چې مونږ لېږلي ؤو مونږ ته وايي چې د هغه ځای خلک زمونږ څخه قوي او لوړ دي او هغوی په داسې ښارونو کې ژوند کوي چې دېوالونه يې آسمان ته رسيږي. حتیٰ هغوی په هغه ځای کې عناقيان هم وليدل چې ډېر لوړ قدونه يې درلودل!

۲۹مګر ما وويل: د هغو خلکو څخه مه وېرېږئ. ۳۰‏-۳۱زمونږ څښتن خدای به ستاسو مشري وکړي او ستاسو دپاره به وجنګيږي لکه څنګه چې تاسو هغه په مصر او په دښته کې وليدل چې همداسې يې وکړل. تاسو وليدل چې هغه څنګه په خيريت سره دې ځای ته راوستلئ لکه څنګه چې يو پلار خپل زوی د يو ځای څخه بل ځای ته وړي. ۳۲مګر زما د خبرو سره سره بياهم تاسو په څښتن باندې اعتبار ونه کړ، ۳۳که څه هم هغه همېشه ستاسو په مخ کې روان ؤ چې ستاسو دپاره يو ځای پيدا کړي چې خېمې په کې ودروئ. هغه به د شپې له خوا په اور کې ستاسو په مخ کې روان ؤ او د ورځې له خوا به په ورېځې کې روان ؤ د دې دپاره چې تاسو ته لاره وښايي.

څښتن اسرائيلو ته سزا ورکوي

(شمېر ۱۴: ۲۰ ـ ۴۵)

۳۴څښتن ستاسو شکايتونه واورېدل او په قهر شو، نو هغه قسم وخوړ او ويې فرمايل: ۳۵ستاسو د دې خراب نسل څخه به هيڅوک هغې حاصلخېزې ځمکې ته داخل نشي چې د هغې د ورکولو قسم مې ستاسو د نيکونو سره کړی ؤ. ۳۶يوازې د يفنه زوی کاليب به ورداخل شي. هغه ماته وفادار پاتې شوی دی او زه به هغه او د هغه اولادې ته هغه ځمکه ورکړم چې هغه په کې ګرځېدلی ؤ.

۳۷څښتن ستاسو په خاطر په ما باندې هم په قهر شو او راته ويې فرمايل: موسیٰ، حتیٰ ته به هم هغې ځمکې ته ورداخل نشې. ۳۸مګر خپل مرستيال د نون زوی يوشع تشويق کړه. هغه به د هغې خاورې په نيولو کې د اسرائيلو مشري وکړي.

۳۹بيا څښتن مونږ ټولو ته وفرمايل: ستاسو ماشومان به چې لا تر اوسه دومره کوچني دي چې د ښو او بدو ترمنځ فرق هم نشي کولی هغې خاورې ته ورداخل شي، يعنې هغه ماشومان چې تاسو ويل چې ستاسو د دښمنانو له خوا به ونيول شي. زه به هغه ځمکه هغوی ته ورکړم او هغوی به يې ونيسي. ۴۰مګر اوس تاسو بېرته وګرځئ او په هغې لار باندې چې سرې بحيرې ته ځي بېرته دښتې ته لاړ شئ.

۴۱بيا تاسو ماته وويل: مونږ د خپل څښتن خدای د امر څخه سرغړونه وکړه، خو اوس غواړو چې د هغه د امر څخه اطاعت وکړو. لکه څنګه چې هغه مونږ ته فرمايلي دي مونږ به غرنۍ سيمې ته ورننوزو او وبه جنګېږو. نو تاسو خپلې وسلې راواخيستلې او داسې فکر مو کاوه چې په غرنۍ سيمه باندې حمله کول به آسانه وي.

۴۲مګر څښتن ماته وفرمايل: هغوی ته خبرداری ورکړه چې حمله ونه کړي ځکه چې زه به د هغوی سره مل نه يم او هغوی ته به خپل دښمنان ماتې ورکړي. ۴۳ما تاسو ته د څښتن خبرې وکړې، مګر تاسو ورته هيڅ توجه ونه کړه. د هغه په مقابل کې مو سرکشي وکړه او په غرور سره غرنۍ سيمې ته روان شوئ. ۴۴ بيا اموريان چې په هغې غرنۍ سيمه کې اوسېدل د مچيو په شان ستاسو په مقابل کې راووتل. هغوی د ادوم تر خاورې پورې په تاسو پسې شول او د حرمه په ښار کې يې درته ماتې درکړه. ۴۵نو تاسو بېرته راستانه شوئ او څښتن ته مو د مرستې دپاره زارۍ وکړې، مګر هغه تاسو ته هيڅ توجه ونه کړه او غوږونه يې درباندې کاڼه کړل. ۴۶نو بيا مونږ زيات وخت په قادش کې پاتې شو.