Previous chapter

د عزرا کتاب

لومړی فصل

کوروش پاچا او د یهودیانو راستنېدل

۱د فارس د پاچا کوروش د امپراتورۍ په لومړي کال هغه وعده چې څښتن د ارمیا نبي په وسیله کړې وه، پوره کړه. هغه کوروش دې ته وهڅاوه چې دا لاندې حکم جاري کړي او هغه په لیکلي ډول خپلې ټولې امپراتورۍ ته واستوي او په هرځای کې دې په لوړ اواز سره ولوستل شي:

  • ۲«د پارس پاچا کوروش داسې وایي: ‹د اسمانونو څښتن خدای ماته د نړۍ ټولې پاچاهۍ راکړې دي او زه یې ټاکلی یم چې د یهودا په اورشلیم کې د هغه دپاره د عبادت ځای جوړ کړم. ۳خدای تاسو ټولو ته چې د هغه قوم یئ، اجازه درکوي چې اورشلیم ته لاړ شئ او د اسراییلو د څښتن خدای کور بیا جوړ کړئ یعنې د هغه خدای کور چې په اورشلیم کې یې عبادت کیږي. ۴که چېرې په جلاوطنۍ کې د هغه د قوم څخه څوک د بېرته ستنېدلو دپاره مرستې ته اړتیا ولري، د هغه ګاونډیان باید د هغه سره دا مرسته وکړي. هغوی باید هغه ته سپین او سره زر، سامان، څاروي او د خپلې خوښې نذرانې تیارې کړي چې په اورشلیم کې د خدای په کور کې وړاندې شي.›»

۵نو د یهودا او بنیامین د قبیلو د طایفو مشران، کاهنان او لاویان او هر هغه څوک چې خدای یې زړه نرم کړی ؤ، دې ته تیار شول چې لاړ شي او په اورشلیم کې د څښتن کور بېرته جوړ کړي. ۶د هغوی ټولو ګاونډیانو د هغوی سره مرسته وکړه او هغوی ته یې دا شیان ورکړل: د سپینو زرو لوښي، سره زر، سامان، څاروي، نور قیمتي شیان او د خدای د کور دپاره د خپلې خوښې نذرانې.

۷هغه لوښي چې نبوکدنصر په اورشلیم کې د خدای د کور څخه وړي وو او د خپلو خدایانو په کور کې یې ایښي وو، کوروش پاچا هغه بېرته هغوی ته ورکړل. ۸کوروش پاچا هغه شیان د شاهي خزانې مشر میتردات ته وسپارل. میتردات هغه وشمېرل او دا لست یې د یهودا قومي مشر شیشبصر ته ورکړ. ۹‏-۱۰لست په لاندې ډول ؤ:

  • د نذرانو دپاره د سرو زرو لویې کاسې: ۳۰ دانې
  • د نذرانو دپاره د سپینو زرو لویې کاسې: ۱۰۰۰ دانې
  • نورې کاسې: ۲۹ دانې
  • د سرو زرو کوچنۍ کاسې: ۳۰ دانې
  • د سپینو زرو کوچنۍ کاسې: ۴۱۰ دانې
  • نور لوښي: ۱۰۰۰ دانې

۱۱د سرو او سپینو زرو کاسو او نورو لوښو ټول شمېر ۵۴۰۰ ؤ او کله چې شیشبصر د نورو جلاوطنو خلکو سره د بابل څخه اورشلیم ته راستون شو هغه یې د ځان سره راوړل.

Previous chapter