Afghan Bibles
دری · پښتو · English

د پيدايښت کتاب

اول فصل

دنيا څنګه پيدا شوه

۱په ابتدا کې خدای پاک آسمان او ځمکه پيدا کړل. ۲ځمکه خالي او بې شکله وه او د ژورو دريابونو په سطح باندې تياره وه او د خدای پاک روح د اوبو په مخ باندې ګرځېده. ۳خدای پاک وفرمايل: ”رڼايي دې شي“ او رڼايي شوه. ۴خدای پاک رڼايي وليدله چې ښه ده او هغه رڼايي د تيارې څخه جدا کړه. ۵خدای پاک رڼايي د ورځې په نوم ياده کړه او تياره يې د شپې په نوم ياده کړه، ماښام ؤ او سهار شو. دا اوله ورځ وه.

۶خدای پاک وفرمايل: ”د اوبو ترمنځ دې فضا وي چې پاسنۍ اوبه د لاندې اوبو څخه جدا کړي.“ ۷خدای پاک فضا جوړه کړه او د فضا ﻻندې اوبه يې د پاسنيو اوبو څخه جدا کړې او هماغه شان وشول. ۸خدای پاک فضا د آسمان په نوم ياده کړه، ماښام ؤ او سهار شو. دا دوهمه ورځ وه.

۹خدای پاک وفرمايل: ”د آسمان ﻻندې اوبه دې په يو ځای کې راټولې شي او وچه دې ښکاره شي“ او هماغه شان وشول. ۱۰خدای پاک وچه د ځمکې په نوم ياده کړه او اوبه يې د درياب په نوم يادې کړې او خدای پاک وليدل چې دا ښه دي. ۱۱خدای پاک وفرمايل: ”ځمکه دې نباتات راشنه کړي. هغه تخم لرونکي نباتات، مېوه لرونکې ونې چې خپل جنس او شکل ته ورته مېوه او تخم د ځمکې پرمخ ونيسي.“ او هماغه شان وشول. ۱۲ځمکې هغه بوټي راشنه کړل چې د خپل جنس په شان تخم نيسي او هغه مېوه دارې ونې چې د هغو تخم د هغوى د جنس په شان وي او خدای پاک وليدل چې دا ښه دي. ۱۳ماښام ؤ او سهار شو. دا دريمه ورځ وه.

۱۴خدای پاک وفرمايل چې ”د آسمان په فضا کې دې رڼاګانې وي چې ورځ د شپې څخه جدا کړي او هغه دې د نښو په څېر د ورځو، فصلونو او کلونو دپاره وي، ۱۵او د آسمان په فضا کې دې رڼاګانې وي چې ځمکه روښانه کړي“ او هماغه شان وشول. ۱۶خدای پاک دوه لويې رڼاګانې جوړې کړې، لمر يې د ورځې د رڼا ورکولو دپاره او سپوږمۍ يې د شپې د رڼا ورکولو دپاره او ستوري يې هم جوړ کړل. ۱۷خدای پاک هغوى د آسمان په فضا کې ځای په ځای کړل ترڅو ځمکې ته رڼايي ورکړي، ۱۸چې ورځ او شپه ورباندې رڼا شي او رڼا د تيارې څخه جدا کړي او خدای پاک وليدل چې دا ښه دي. ۱۹ماښام ؤ او سهار شو، دا څلورمه ورځ وه.

۲۰خدای پاک وفرمايل: ”اوبه دې د ژونديو موجوداتو څخه ډکې شي او مرغان دې د ځمکې د پاسه د آسمان په فضا کې والوزي.“ ۲۱نو خدای پاک لوی دريابي حيوانات او د مخلوقاتو ټول ډولونه چې په اوبو کې اوسيږي جوړ کړل. هغه همدارنګه ډول ډول مرغان د هغوى د جنس په شان جوړ کړل او خدای پاک وليدل چې دا ښه دي. ۲۲خدای پاک هغوى ته برکت ورکړ، ويې فرمايل: ”بارداره او زيات شئ او دريابونه ډک کړئ او مرغان دې د ځمکې په مخ زيات شي.“ ۲۳ ماښام ؤ او سهار شو. دا پنځمه ورځ وه.

۲۴خدای پاک وفرمايل: ”په ځمکه کې دې ژوندي حيوانات د دوى د جنس په څېر راپيدا شي، کورني حيوانات او وحشي حيوانات او خزندې دې د هغوى د جنس په شان راپيدا کړي“ او هماغه شان وشول. ۲۵نو خدای پاک وحشي حيوانات د هغو د جنس په شان او کورني حيوانات او خزندې د هغوى د جنس په شان جوړ کړل او خدای پاک وليدل چې دا ښه دي.

۲۶خدای پاک وفرمايل: ”مونږ به انسان * په خپل شکل او زمونږ په شان جوړ کړو ترڅو دوى په ماهيانو، په مرغانو، په کورني حيواناتو، په ټوله ځمکه او خزندو باندې حکم چلوي.“ ۲۷نو خدای پاک انسان په خپل شکل پيدا کړ، هغه يې د خدای پاک په شکل پيدا کړ. هغوى يې نر او ښځه پيدا کړل. ۲۸خدای پاک هغوى ته برکت ورکړ او ويې فرمايل: ”بارداره او زيات شئ او ځمکه د خلکو څخه ډکه کړئ او د خپل واک ﻻندې يې راولئ او په ماهيانو، په مرغانو او په ټولو حيواناتو باندې حکم چلوئ.“

۲۹خدای پاک وفرمايل: ”ما تاسو ته د ځمکې په مخ باندې ستاسو د خوراک دپاره هغه بوټي او هغه مېوه دارې ونې درکړي دي چې تخم نيسي. ۳۰ما ټولو وحشي حيواناتو، مرغانو، خزندو او هغو ټولو ته چې د ژوندون ساه په کې ده ټول شنه بوټي د هغوى د خوراک دپاره ورکړل.“ او همداسې وشول.

۳۱هر هغه څه چې خدای پاک جوړ کړي ؤو هغه يې وليدل چې ټول ډېر ښه ؤو! ماښام ؤ او سهار شو. دا شپږمه ورځ وه.