د پیدایښت کتاب

دوهم فصل

۱نو اسمان او ځمکه او نور ټول شیان جوړ شول. ۲په اوومه ورځ خدای پاک هغه ټول کارونه چې کول یې سرته ورسول او کار یې بس کړ. ۳خدای پاک اوومه ورځ مبارکه وبلله او هغه یې خاصه وګرځوله ځکه چې په هغه ورځ هغه پیدایښت پوره کړ او کار یې بس کړ. ۴دا د اسمان او ځمکې پیدا کېدل وو.

د عدن باغ

څه وخت چې څښتن خدای اسمانونه او ځمکه جوړ کړل، ۵تر هغه وخته پورې لا هیڅ واښه یا نور بوټي راشنه شوي نه وو، ځکه چې څښتن خدای باران نه ؤ اورولی او څوک نه ؤ چې په ځمکه باندې کار وکړي. ۶نو د ځمکې څخه د اوبو ویالې راووتلې او د ځمکې مخ ته یې اوبه ورکړې.

۷څښتن خدای خاوره راواخیستله او د هغې څخه یې آدم جوړ کړ او د هغه په پوزه کې یې د ژوندون روح پو کړ او هغه ژوندی بدن شو.

۸څښتن خدای په عدن کې لمرخاته خواته یو باغ جوړ کړ او هغه انسان چې هغه جوړ کړی ؤ هغه یې په دې باغ کې واچاوه. ۹خدای پاک په دې باغ کې هر قسم ښایسته او مېوه دارې ونې راشنې کړلې او د باغ په منځ کې دوه نورې ونې وې. یوه د ژوندانه ونه او بله د ښو او بدو د پېژندلو ونه.

۱۰د عدن څخه یو سیند جاري شو چې باغ ته اوبه ورکړي او دا سیند بیا په څلورو سیندونو باندې ووېشل شو. ۱۱د اولني سیند نوم فیشون دی چې د حویلې په ټوله ځمکه باندې راتاو شوی دی او هلته سره زر دي، ۱۲چې د هغه ځای سره زر ډېر ښه دي. د خوشبویۍ مواد او قیمتي تیږې هم په کې پیدا کیږي. ۱۳دوهم یې د جیحون سیند دی چې د کوش د ټولې ځمکې څخه راتاو شوی دی. ۱۴دریم سیند د دجلې په نوم یادیږي چې د آشور لمرخاته خواته بهیږي او څلورم د فرات سیند دی.

۱۵نو څښتن خدای حضرت آدم د عدن په باغ کې واچاوه چې د هغه خدمت او ساتنه وکړي. ۱۶څښتن خدای حضرت آدم ته وفرمایل: <د باغ د ټولو ونو څخه مېوه خوړلی شې. ۱۷مګر د ښو او بدو د پېژندلو د ونې څخه نه، ځکه کله چې د هغې ونې مېوه وخورې بې شکه چې مړ به شې.>

۱۸څښتن خدای وفرمایل: <دا ښه نه ده چې آدم دې یوازې اوسي، زه به د هغه دپاره یو مناسب ملګری جوړوم چې د هغه سره مرسته وکړي.> ۱۹نو بیا څښتن خدای د خاورې څخه ټول حیوانات او مرغان جوړ کړل او هغه یې حضرت آدم ته راوستل ترڅو وګوري چې په هغوی باندې کوم نوم ږدي. په دې ترتیب سره په هغوی ټولو باندې نومونه کېښودل شول. ۲۰بیا حضرت آدم په ټولو کورني او وحشي حیواناتو او مرغانو باندې نومونه کېښودل.

د هغوی څخه یو هم د حضرت آدم دپاره مناسب ملګری نه ؤ. ۲۱نو څښتن خدای حضرت آدم په درانه خوب باندې ویده کړ او د هغه د پوښتیو څخه یې یوه راواخیستله او د هغې ځای یې په غوښه باندې ډک کړ. ۲۲څښتن خدای د هغې پوښتۍ څخه ښځه جوړه کړه او هغه یې حضرت آدم ته راوستله. ۲۳حضرت آدم وفرمایل:

<دلته اوس زما په شان یو څوک شته!

هډوکی یې زما د هډوکي څخه اخیستل شوی او غوښه یې زما له غوښې څخه

د هغې نوم ښځه ده ځکه چې هغه د سړي څخه اخیستل شوې ده>

۲۴له همدې کبله سړی خپل مور او پلار پرېږدي او د خپلې ښځې سره یوځای شي او سره یو وجود شي.

۲۵سره د دې چې حضرت آدم او د هغه ښځه دواړه لوڅ وو، خو دوی نه شرمېدل.