Previous chapter

د یعقوب لیک

لومړی فصل

سلامونه

۱د خدای او د څښتن عیسی مسیح د خدمتګار یعقوب له خوا دې د اسراییلو دولس قبیلو ته چې په ټوله نړۍ کې خواره واره شوي دي، سلام وي.

ایمان او حکمت

۲ای زما خویندو او ورونو! هرکله چې تاسو د ډول ډول ازمېښتونو سره مخامخ کېږئ نو هغه یوه خوشحالي وګڼئ، ۳ځکه تاسو پوهېږئ چې دا ستاسو د ایمان په ازمېښت کې ستاسو صبر او زغم زیاتوي. ۴کله چې ستاسو صبر او زغم نور هم زیات شي، نو تاسو به کامل او بې‌عیبه انسانان شئ او د هېڅ شي کمی به په تاسو کې نه وي. ۵خو که په تاسو کې په چا کې د حکمت کمی وي، نو هغه دې د خدای څخه وغواړي چې هغه یې د سخاوت له مخې او بې له دې چې څوک ملامته کړي هرچا ته ورکوي، نو هغه ته به هم ورکړل شي. ۶خو کله چې څوک کوم شی غواړي، نو هغه دې د ایمان سره وغواړي او هېڅ شک دې نه کوي، ځکه چې شک کوونکی د بحر د هغو څپو په شان دی چې د باد په وسیله اخوا دې خوا غورځول کیږي. ۷داسې سړی دې په دې تمه نه اوسي چې ماته به د څښتن څخه کوم څه لاسته راشي، ۸ځکه چې شکمن سړی په خپلو کارونو کې ټینګ ولاړ نه وي.

غریب خلک او شتمن خلک

۹غریب ورور دې د خدای په وړاندې په خپلې سرلوړۍ باندې ویاړ وکړي ۱۰او همدارنګه شتمن ورور دې په خپلې عاجزۍ باندې چې د خدای له خوا ده ویاړ وکړي، ځکه چې هغه به د واښو د ګل په شان له منځه لاړ شي. ۱۱ځکه کله چې لمر د خپلې سوځوونکې ګرمۍ سره راوخېژي نو واښه وچ کړي، ګلان یې ورژیږي او ښایست یې له منځه لاړ شي. نو همداسې به شتمن سړی هم د خپل کاروبار سره له منځه لاړ شي.

ازمېښتونه او وسوسې

۱۲بختور دی هغه څوک چې د ازمېښت په وخت کې ټینګ پاتې شي، ځکه کله چې هغه د داسې ازمېښت څخه بریالی تېر شي، نو د ژوندون تاج به چې خدای د هغو خلکو سره چې ورباندې ګران دی وعده کړې ده، تر‌لاسه کړي. ۱۳څوک چې وسوسه کیږي، نو هغه باید دا ونه وایي: «خدای زه وسوسه کړی یم،» ځکه چې خدای د هېڅ ډول بدۍ په وسیله نه وسوسه کیږي او نه هم څوک وسوسه کوي. ۱۴خو یو کس هغه وخت وسوسه کیږي چې کله هغه د خپلو نفساني غوښتنو په وسیله وهڅول شي او په دام کې راونیول شي. ۱۵بیا د هغه نفساني غوښتنې د ګناه د راپیدا کېدلو سبب کیږي او کله چې ګناه خپل وروستي حد ته ورسیږي، نو د مرګ سبب ګرځي.

۱۶ای زما ګرانو خویندو او ورونو! ونه غولېږئ. ۱۷ټول ښه او کامل نعمتونه مونږ ته د خدای له خوا چې د لمر، سپوږمۍ او ستورو پیدا کوونکی دی، راځي. هغه نه بدلېدونکی دی او نه د سیوري په شان ګرځي او راګرځي. ۱۸هغه مونږ د خپلې ارادې او رښتیني کلام په وسیله پیدا کړو، ترڅو د هغه په ټولو مخلوقاتو کې لکه د لومړني حاصل مېوه واوسو.

د کلام اورېدل او په هغه باندې عمل کول

۱۹نو ای ګرانو خویندو او ورونو! دا یاد ساتئ چې هرڅوک باید په اورېدلو کې تېز، په خبرو کې ورو او په قهر کې سوړ اوسي. ۲۰ځکه کله چې څوک په قهر شي هغه نه شي کولای چې د خدای عادلانه مقصدونه پوره کړي. ۲۱له دې امله تاسو د ټولو غیر اخلاقي کارونو او ټولو بدیو څخه لاس واخلئ او په عاجزۍ سره هغه کلام قبول کړئ چې ستاسو په زړونو کې کرل شوی او کولای شي تاسو ته خلاصون درکړي. ۲۲نو تاسو باید د هغه په کلام عمل وکړئ او یوازې په اورېدلو سره یې خپل ځانونه مه غولوئ. ۲۳ځکه څوک چې کلام ته غوږ نیسي او عمل پرې نه کوي، نو هغه د هغه سړي په شان دی چې خپل مخ په ایینه کې ویني. ۲۴کله چې هغه خپل ځان وویني او لاړ شي، نو سمدلاسه دا هېر کړي چې څېره یې څنګه وه. ۲۵خو که چېرې څوک کامل او ازادي بخښونکي شریعت ته په غور سره وګوري او په هغه باندې عمل وکړي او څه چې واوري او هغه هېر نه کړي، نو خدای به د هغه په ټولو کارونو کې برکت واچوي.

۲۶که څوک خپل ځان دینداره ګڼي او خپله ژبه په واک کې نه ساتي، نو هغه خپل ځان غولوي او دینداري یې هېڅ ګټه نه لري. ۲۷د پلار خدای په نظر کې سوچه او بې‌عیبه دینداري دا ده چې په یتیمانو او کونډو باندې د مصیبت په وخت کې پام وکړو او پرې نه ږدو چې دا نړۍ مو فاسد کړي.

Previous chapter