د عیسی مسیح په هکله د یوحنا انجیل

دوهم فصل

د جلیل په قانا کې واده

۱دوه ورځې وروسته د جلیل د قانا په ښار کې واده ؤ او د عیسی مور هم هلته وه. ۲عیسی او د هغه شاګردانو ته هم واده ته بلنه ورکړل شوې وه. ۳کله چې د واده د مېلمنو سره شراب خلاص شول نو د عیسی مور عیسی ته وویل: «د هغوی سره نور شراب نشته.» ۴عیسی ځواب ورکړ: «مورې! په دې کې زما او ستا څه کار دی؟ زما وخت لا نه دی رارسېدلی.» ۵د عیسی مور د هغه ځای نوکرانو ته وویل: «هرڅه چې عیسی درته ووایي هغه وکړئ.»

۶په هغه ځای کې شپږ لوی د تیږې منګي ایښي وو چې یهودیانو به ورڅخه په مذهبي توګه د پاکېدلو د مراسمو د سرته رسولو دپاره کار اخیسته او هر یو یې د اتیاوو څخه تر سلو لیترو پورې ځای درلود. ۷عیسی نوکرانو ته وویل: «دا منګي د اوبو نه ډک کړئ.» او هغوی هغه منګي تر خولې پورې ډک کړل. ۸بیا یې هغوی ته وویل: «اوس د هغو څخه لږ راوباسئ او د مېلمستیا د مراسمو مشر ته یې یوسئ.» نو هغوی همداسې وکړل ۹او د مېلمستیا د مراسمو مشر هغه اوبه چې په شرابو باندې بدلې شوې وې، وڅښلې. هغه نه پوهېده چې دا شراب له کومه شول، خو کومو نوکرانو چې دغه اوبه یې راویستلې وې ورڅخه خبر وو، نو د مراسمو مشر زوم راوغوښت ۱۰او ورته ویې ویل: «هرڅوک ښه شراب په پیل کې ورکوي او کله چې مېلمانه نشه شول نو بیا ورته عادي شراب راوړي. خو تا ښه شراب لا تر‌اوسه پورې ساتلي دي.»

۱۱دا د جلیل په قانا کې د عیسی لومړنۍ معجزه وه چې د هغې په وسیله یې خپله لویي ښکاره کړه او شاګردانو یې ورباندې ایمان راوړ. ۱۲له هغې وروسته عیسی د خپلې مور، ورونو او خپلو شاګردانو سره کپرناحوم ته لاړ او د یو څو ورځو دپاره هلته پاتې شو.

عیسی د خدای کور د پلورونکو نه پاکوي

(متي ۲۱:‌۱۲‌-‌۱۳ او مرقوس ۱۱:‌۱۵‌-‌۱۷ او لوقا ۱۹:‌۴۵‌-‌۴۶)

۱۳د یهودیانو د فسحې اختر رانژدې ؤ، نو عیسی اورشلیم ته لاړ. ۱۴هغه ولیدل چې خلکو د خدای د کور په حوېلۍ کې غویان، پسونه او کوترې خرڅولې او همدارنګه هغه ولیدل چې صرافان د خپلو مېزونو سره ناست وو. ۱۵هغه یوه رسۍ راواخیستله او دوره یې ترې جوړه کړه او هغوی ټول یې د غویانو او پسونو سره د خدای د کور نه وشړل. د صرافانو مېزونه یې په بل مخ راچپه کړل او د هغوی پیسې یې هرې خواته وشیندلې، ۱۶او د کوترو خرڅوونکو ته یې وویل: «دا شیان د دې ځای نه وباسئ! زما د پلار د کور نه بازار مه جوړوئ!» ۱۷د هغه شاګردانو ته ور په یاد شول چې د خدای په کلام کې لیکلي شوي دي: «په ما کې چې ستا د کور په خاطر کوم غیرت دی هغه به ما وسوځوي.»

۱۸نو د یهودیانو مشرانو پوښتنه وکړه: «مونږ ته داسې کومه معجزه ښودلی شې چې دا ثابته کړي چې ته حق لرې دا کارونه وکړې؟» ۱۹عیسی ځواب ورکړ: «که چېرې دا د خدای کور وران کړئ نو زه به هغه په درې ورځو کې بېرته ودان کړم.» ۲۰نو هغوی وویل: «دا د خدای کور په شپږڅلوېښت کالو کې جوړ شوی دی او ته یې په درې ورځو کې جوړوې؟» ۲۱خو د خدای د کوم کور په هکله چې عیسی خبرې کولې هغه د ده خپل بدن ؤ. ۲۲نو کله چې هغه بیا راژوندی شو، د هغه شاګردانو ته ور په یاد شول چې دا یې ویلي وو نو هغوی د خدای په کلام او د عیسی په خبرو باندې ایمان راوړ.

عیسی د ټولو خلکو د زړونو نه خبر دی

۲۳کله چې عیسی د فسحې د اختر په وخت کې په اورشلیم کې ؤ نو ډېرو خلکو چې د هغه معجزې ولیدلې په هغه باندې یې ایمان راوړ. ۲۴خو عیسی په هغوی باندې اعتبار ونه کړ، ځکه چې هغوی ټول یې ښه پېژندل. ۲۵هغه دې ته اړتیا نه لرله چې څوک ورته د انسان په هکله کومه شاهدي ورکړي، ځکه چې هغه په دې ښه پوهېده چې د انسان په زړه کې څه دي.