Previous chapter

د یونس نبي کتاب

لومړی فصل

یونس د څښتن څخه تښتي

۱یوه ورځ څښتن د امتای زوی یونس ته وویل: ۲«د نینوا لوی ښار ته لاړ شه او په ضد یې وعظ وکړه. ځکه ما ولیدل چې د هغه ځای خلک څومره بدکاره دي.» ۳خو یونس په بلې خوا روان شو، په دې خاطر چې له څښتن څخه وتښتي. هغه یافا ته لاړ او هلته یې یوه کشتۍ ولیدله چې هسپانیی ته روانه وه. هغه خپله کرایه ورکړه او د کشتیوانانو سره سپور شو چې هسپانیې ته سفر وکړي او د څښتن څخه لېرې شي.

۴خو څښتن په بحیرې باندې یو قوي باد نازل کړ او دا توفان دومره تېز ؤ چې هغه کشتۍ د ماتېدلو په خطر کې وه. ۵ټول کشتیوانان ووېرېدل او هر یو خپل خدای ته فریاد وکړ. هغوی بارونه بحیرې ته ورګوزار کړ، ترڅو کشتۍ سپکه شي. خو یونس د کشتۍ دننه لاندې ننوتی ؤ او هلته په درانه خوب ویده ؤ. ۶د کشتۍ مشر هغه ته ورغی او ورته ویې ویل: «څنګه ویده پروت یې؟ پاڅه او خپل خدای ته فریاد وکړه! کېدای شي چې هغه په مونږ باندې رحم وکړي او زمونږ ژوند وژغوري.»

۷بیا هغو کشتیوانانو یو بل ته وویل: «راځئ چې پچه واچوو چې دا معلومه کړو چې دا بلا د چا له امله په مونږ باندې راغلې ده.» هغوی پچه واچوله او پچه د یونس په نوم وختله. ۸بیا هغوی د هغه څخه پوښتنې وکړې: «مونږ ته ووایه چې په دې کې څوک ملامته دی چې دا بلا یې په مونږ باندې راوستې ده؟ ته څه کار کوې؟ د کوم وطن څخه راغلی یې؟ د کوم قوم څخه یې؟» ۹هغه په ځواب کې وویل: «زه یو عبرانی یم او د څښتن، د اسمان د خدای چې بحیره او ځمکه یې جوړ کړي دي، عبادت کوم.» ۱۰یونس هغوی ته وویل چې زه د څښتن څخه تښتم. نو کشتیوانان ډېر ووېرېدل او ورته ویې ویل: «دا تا څه وکړل!»

۱۱توفان نور هم زیاتېده، نو هغوی د هغه څخه پوښتنه وکړه: «مونږ تا سره څه وکړو چې توفان ودریږي؟» ۱۲هغه په ځواب کې وویل: «ما پورته کړئ او بحیرې ته مې ورګوزار کړئ، نو توفان به غلی شي. ځکه زه پوهېږم چې دا لوی توفان زما له امله په تاسو باندې راغلی دی.» ۱۳د دې په ځای کشتیوانانو هڅه وکړه چې کشتۍ وچې ته وباسي. هغوی د خپل ټول قوت څخه کار واخیست، خو توفان نور هم زیاتېده او هغوی څه ونه شو کولی. ۱۴بیا هغوی څښتن ته فریاد وکړ: «ای څښتنه، د دغه سړي د وژلو په خاطر مونږ مه مړه کوه او د هغه د مرګ مسوولیت زمونږ په غاړه مه اچوه، ځکه چې تا ای څښتنه، په خپله خوښه دا کار کړی دی.» ۱۵بیا هغوی یونس پورته کړ او بحیرې ته یې ورګوزار کړ او توفان سمدستي غلی شو. ۱۶په دې کار هغه سړي د څښتن څخه ډېر ووېرېدل او هغوی څښتن ته قرباني وړاندې کړه او نذرونه یې ورکړل.

۱۷څښتن یو لوی ماهي ولېږه چې یونس ژوندی تیر کړي او یونس درې ورځې او درې شپې د ماهي په ګېډه کې ؤ.

Previous chapter