د یوشع کتاب

دوهم فصل

اریحا ته د یوشع له خوا د جاسوسانو لېږل

۱بیا د نون زوی یوشع د شطیم له کمپ څخه په پټه دوه جاسوسان د دې حکم سره ولېږل چې لاړ شي او د کنعان د خاورې او په خاصه توګه د اریحا د ښار وضع وڅېړي. کله چې هغوی ښار ته ورسېدل، نو هغوی لاړل چې د راحاب په نوم د یوې فاحشې په کور کې شپه تېره کړي. ۲د اریحا پادشاه خبر شو چې نن شپه ځینې اسراییلیان راغلي دي چې په دې خاوره کې جاسوسي وکړي، ۳نو هغه راحاب ته دا پیغام ورولېږه: <هغه خلک چې ستا کور ته راغلي دي غواړي چې د ټولې خاورې جاسوسي وکړي! هغوی بیرون راوباسه!>

۴‏-۶هغې په ځواب کې وویل: <ځینې خلک زما کور ته راغلي وو، مګر زه نه پوهېږم چې هغوی د کوم ځای وو. هغوی د لمرپرېواته په وخت کې مخکې له دې چې د ښار دروازه وتړل شي لاړل. زه پوه نشوم چې هغوی چېرته تلل، خو که چېرې تاسو ژر ورپسې ورشئ نو کولی شئ چې هغوی ونیسئ.> (راحاب هغه دوه جاسوسان د بام سرته بیولي وو او هغوی یې د کتان د بوټو د ډنډرو لاندې چې هلته یې ایښي وو پټ کړي وو.) ۷د پادشاه نفر د ښار څخه لاړل او بیا دروازه بنده شوه. هغوی د اسراییلي جاسوسانو د لټولو په خاطر تر هغه ځای پورې لاړل په کوم ځای کې چې خلک به د اردن له سیند څخه تېرېدل.

۸د شپې له خوا مخکې له دې چې جاسوسان ویده شي، راحاب بام ته وروختله ۹او هغوی ته یې وویل: <زه پوهېږم چې څښتن دا ځمکه تاسو ته درکړې ده او هرڅوک په دې هېواد کې ستاسو څخه سخت وېریږي. ۱۰مونږ اورېدلي دي کله چې تاسو له مصر څخه راوتلئ نو څښتن څنګه ستاسو په مخکې د سرې بحیرې اوبه وچې کړې. او مونږ خبر یو چې تاسو څنګه د اموریانو دوه پادشاهان یعنې سیحون او عوج د اردن د سیند په ختیځ کې ووژل. ۱۱څنګه چې مونږ له دې څخه خبر شو، نو ووېرېدو او خپل جرأت مو له لاسه ورکړ. ځکه چې ستاسو څښتن خدای د ځمکې او اسمان خدای دی. ۱۲نو اوس ماته د هغه په نوم قسم وخورئ چې تاسو به زما د کورنۍ سره داسې له مهربانۍ څخه ډکه رویه کوئ، لکه څنګه چې ما ستاسو سره کړې ده او ماته یوه داسې نښه راکړئ چې په تاسو باندې اعتبار وکړم. ۱۳زما سره وعده وکړئ چې زما مور او پلار، زما ورونه او خوېندې او د هغوی ټولې کورنۍ به ژغورئ! مونږ مه پرېږدئ چې مړه شو.> ۱۴هغو سړیو هغې ته وویل: <که چېرې مونږ په خپلې خبرې باندې عمل ونه کړ نو خدای دې زمونږ ژوند واخلي! که چېرې ته چاته ونه وایې چې مونږ څه کوو، مونږ ستا سره وعده کوو کله چې څښتن مونږ ته دا ځمکه راکړي مونږ به ستا سره ښه رویه وکړو.> ۱۵نو راحاب هغوی په یوې رسۍ باندې د کړکۍ په لار ښکته کړل، ځکه چې په کوم کور کې چې هغه اوسېدله هغه د ښار په دېوال باندې ؤ. ۱۶راحاب هغوی ته وویل: <غونډیو ته لاړ شئ، که نه، نو د پادشاه نفر به تاسو راپیدا کړي. درې ورځې هلته ځانونه پټ کړئ ترڅو هغوی بېرته راشي، وروسته بیا کولی شئ چې په خپله لاره باندې لاړ شئ.>

۱۷سړیو هغې ته وویل: <په کومه وعده باندې چې تا مونږ مجبور کړو په هغې باندې به عمل کوو. ۱۸هغه څه چې ته یې باید وکړې دا دي: کله چې مونږ ستاسو په خاوره باندې حمله وکړه، دا سور مزی په هغې کړکۍ باندې وتړه چې تا ورباندې راښکته کړو. خپل پلار، مور، ورونه او د خپل پلار ټوله کورنۍ په خپل کور کې سره راغونډ کړه. ۱۹که چېرې څوک ستا د کور څخه ووزي، د هغه خون به د هغه په خپله غاړه وي او مسئولیت به یې زمونږ په غاړه نه وي. مګر که چېرې ستا په کور کې چاته زیان ورسیږي، بیا به مسئولیت زمونږ په غاړه وي. ۲۰مګر که چېرې چاته ووایې چې مونږ څه کوو، نو بیا به مونږ مجبور نه یو په هغې وعدې باندې ټینګ پاتې شو کومه چې تا په مونږ باندې کړې وه.> ۲۱راحاب دا خبره ومنله او هغوی یې رخصت کړل. کله چې هغوی لاړل، هغې په کړکۍ باندې سور مزی وتړه.

۲۲هغه جاسوسان غونډیو ته لاړل او پټ شول. د پادشاه نفرو درې ورځې د هغې سیمې ټولې لارې ولټولې، خو هغوی یې پیدا نکړل، نو هغوی بېرته اریحا ته راستانه شول. ۲۳بیا هغه دوه جاسوسان د غونډیو څخه راکوز شول، د اردن له سیند څخه تېر شول او بېرته یوشع ته ورغلل. هرڅه چې په هغوی باندې تېر شوي وو هغه ته یې بیان کړل. ۲۴هغوی یوشع ته وویل: <مونږ باور لرو چې څښتن مونږ ته هغه ټول هېواد راکړی دی. د هغه ځای ټول خلک زمونږ څخه سخت وېریږي.>