Afghan Bibles
دری · پښتو · English

د لاويانو کتاب

اول فصل

سوزېدونکې نذرانه

۱څښتن حضرت موسیٰ له مقدسې خېمې څخه راوغوښت او ورته ويې فرمايل: ۲”اسرائيليانو ته ووايه: کله چې ستاسو څخه يو څوک څښتن ته يوه نذرانه راوړي، هغه دې د خپلې پادې يا رمې څخه يو حيوان د خپلې نذرانې په توګه راوړي. ۳که چېرې هغه د خپلې پادې څخه يو حيوان د سوزېدونکې نذرانې په توګه وړاندې کوي، هغه بايد يو داسې غويی راولي چې څه عيب په کې نه وي. هغه بايد د مقدسې خېمې د دروازې په خولې کې وړاندې کړي، ترڅو څښتن هغه قبول کړي. ۴هغه به د حيوان په سر باندې خپل لاس کېږدي او دا به د هغه د ګناهونو د لېرې کولو دپاره د کفارې په توګه قبول شي. ۵هغه بايد د څښتن په حضور کې غويی حلال کړي او د هارون زامن به چې د کاهنانو په توګه خدمت کوي، د هغه وينه راوړي او د قربانۍ د ځای په څلورو خواو باندې چې د مقدسې خېمې د دروازې په مخکې ده وشيندي. ۶بيا به د هغه حيوان پوستکی وباسي او ټوټې ټوټې به يې کړي، ۷او کاهنان دې د قربانۍ په ځای باندې لرګي په ترتيب سره کېږدي او اور دې ولګوي. ۸هغوی دې د حيوان ټوټې د سر او وازګې سره په اور باندې کېږدي. ۹هغه نفر بايد کولمې او پښې ومينځي او کاهن دې هغه ټول په قربانګاه باندې وسوزوي. دا سوزېدونکې نذرانه ده، يو داسې بوی دی چې په څښتن باندې ښه لګيږي.

۱۰که چېرې هغه نفر له خپلې رمې څخه يو حيوان وړاندې کوي، هغه بايد نر وي او څه عيب په کې نه وي. ۱۱هغه بايد د څښتن په حضور کې د قربانۍ د ځای شمال خواته حلال کړي او کاهنان به د هغه وينه د قربانۍ د ځای په څلورو خواو باندې وشيندي. ۱۲وروسته له دې چې حيوان ټوټې ټوټې شي، کاهن به دا ټولې برخې د سر او وازګې سره په اور باندې کېږدي. ۱۳هغه بايد کولمې او پښې ومينځي او کاهن دې دا قرباني وړاندې کړي او هغه ټول دې په قربانګاه باندې وسوزوي. دا سوزېدونکې نذرانه ده، يو داسې بوی چې په څښتن باندې ښه لګيږي.

۱۴که چېرې هغه يو مارغه د سوزېدونکې نذرانې په توګه وړاندې کوي، هغه بايد يوه کوتره يا قمري وي. ۱۵کاهن به هغه په قربانګاه باندې وړاندې کړي، د هغې اورمېږ به تاو کړي او سر به يې د قربانۍ په ځای باندې وسوزوي. د هغې وينه به د قربانۍ د ځای په اړخ کې وڅڅيږي. ۱۶د هغې ججوره به د هرڅه سره لېرې کړي او د قربانۍ د ځای لمرخاته خواته به يې وغورزوي چېرته چې ايرې اچول کيږي. ۱۷د هغې وزرونه به ونيسي او بدن به يې په منځ کې داسې څيري کړي چې وزرونه يې ورڅخه بېل نشي او بيا به هغه ټول په قربانګاه باندې وسوزوي. دا سوزېدونکې نذرانه ده، يو داسې بوی چې په څښتن باندې ښه لګيږي.