Previous chapter

د نحمیا کتاب

لومړی فصل

د اورشلیم دپاره د نحمیا اندېښنه

۱دا د هغو کارونو ځانګړی رپوټ دی چې نحمیا د حکلیا زوی سرته رسولي دي:

د کیسلو په میاشت کې چې د ارتخششتا د پاچاهۍ شلم کال ؤ، زه نحمیا د شوش په بالاحصار کې وم. ۲زما د ورونو څخه یو تن چې حناني نومېده، د څو کسانو سره د یهودا څخه راغلی ؤ. ما د هغوی څخه د اورشلیم او نورو یهودیانو په اړه چې په بابل کې د جلاوطنۍ څخه تښتېدلي وو، پوښتنه وکړه. ۳هغوی ماته ځواب راکړ: «هغه خلک چې ژوندي پاتې دي او بېرته د یهودا ولایت ته راغلي دي د ډېرو کړاوونو او رسوایۍ سره مخامخ دي. د اورشلیم دېوالونه راغورځول شوي دي او د هغه دروازې سوځېدلې دي.» ۴کله چې ما دا ټولې خبرې واورېدلې، نو کښېناستم او په ژړا شوم.

څو ورځې مې ویر وکړ او روژه مې ونیوله. د اسمانونو خدای ته مې دعا وکړه: ۵«ای د اسمانونو څښتنه خدایه! ته ډېر لوی او هیبتناکه یې. هرڅوک چې ستا سره مینه کوي او ستا په حکمونو باندې عمل کوي، ته په وفادارۍ د هغه سره په خپل لوظ باندې ولاړ یې. ۶ای څښتنه، ماته وګوره، او د خپل خدمتګار هغه دعا واوره چې شپه او ورځ یې ستا د خدمتګارانو یعنې د اسراییلو د قوم دپاره کوم. زه په هغو ګناهونو باندې اقرار کوم چې مونږ اسراییلیانو ستا په وړاندې کړي دي. حتی ما او زما خپلې کورنۍ هم ګناه کړې ده. ۷مونږ ستا په وړاندې بد عمل کړی دی او ستا حکمونه مو سرته نه دي رسولي. مونږ د هغو قوانینو څخه پیروي نه ده کړې چې د خپل خدمتګار موسی په وسیله دې مونږ ته راکړي وو. ۸هغه خبره چې تا موسی ته کړې وه، اوس هغه در په یاد کړه. تا ویلي وو: ‹که چېرې تاسو د اسراییلو قوم زما سره بې وفایي وکړه، نو زه به تاسو د نورو قومونو په منځ کې خواره واره کړم. ۹خو که چېرې تاسو بېرته زما خواته راوګرځئ او زما په حکمونو باندې عمل وکړئ، حتی که د نړۍ په کنجونو کې هم خواره واره شوي یئ، زه به تاسو بېرته هغه ځای ته راولم چې ما د خپل عبادت دپاره غوره کړی دی.›

۱۰ای څښتنه، دا ستا خدمتګاران دي او ستا خپل قوم دی. تا هغوی په خپل لوی قوت او طاقت سره ازاد کړي دي. ۱۱اوس زما دعا او د خپلو نورو ټولو خدمتګارانو دعا چې غواړي ستا درناوی وکړي، قبوله کړه. زه زارۍ او غوښتنه کوم کله چې نن د پاچا حضور ته ورځم، نو زما سره مرسته وکړه او د هغه زړه نرم کړه ترڅو زما غوښتنه ومني.»

په هغو ورځو کې زه د پاچا ساقي وم.

Previous chapter