Previous chapter

د یوحنا رسول مکاشفه

لومړی فصل

لومړنۍ لیکنې

۱دا د عیسی مسیح مکاشفه ده چې خدای هغه ته ورکړې وه، ترڅو هغه پېښې چې ډېر زر باید رامنځته شي خپلو خدمتګارانو ته وښایي. هغه دا مکاشفه خپل خدمتګار یوحنا ته د فرښتې د لېږلو په وسیله ښکاره کړه. ۲یوحنا چې هرڅه لیدلي وو هغه یې بیان کړل چې دا د خدای د کلام او د عیسی مسېح په هکله شاهدي ورکوي. ۳بختور دی هغه څوک چې د دې کتاب پېشګویانې او پیغامونه نورو ته په لوړ اواز لولي او بختور دي هغه خلک چې غوږ ورته نیسي او هغه څه چې لیکل شوي دي عمل ورباندې کوي، ځکه چې هغه وخت نژدې دی چې دا هرڅه به پېښ شي.

اوو کلیساګانو ته سلامونه

۴د یوحنا له خوا هغو اوو کلیساګانو ته چې د اسیا په ولایت کې دي. په تاسو دې د هغه چا له خوا فضل او سلامتي وي چې هغه دی، هغه ؤ او هغه راتلونکی دی او د هغو اوو روحونو له خوا چې د هغه د پاچاهۍ د تخت په مخکې خدمت کوي، ۵او د عیسی مسیح له خوا چې وفادار شاهد دی او لومړنی زېږېدلی دی چې له مړو نه اول راپاڅېده او د نړۍ د ټولو پاچاهانو سردار دی.

هغه زمونږ سره مینه کوي او په خپله وینه یې مونږ د خپلو ګناهونو نه خلاص کړي یو. ۶هغه مونږ پاچاهۍ ته ورسولو او زمونږ څخه یې کاهنان جوړ کړل، ترڅو د هغه د خدای یعنې د هغه د پلار خدمت وکړو. د هغه جلال او قدرت دې تل ترتله وي! امین.

۷ګورئ، هغه په ورېځو کې راځي! هرڅوک به یې په خپلو سترګو وویني او حتی هغه خلک به یې هم وویني چې هغه یې په نېزې وواهه او د نړۍ ټول قومونه به په هغه باندې ویر کوي. هو، همداسې به وشي! امین.

۸څښتن خدای وایي: «زه الف او یا یم. چې زه هغه څوک یم چې وم، یم او راتلونکی یم، یعنې مطلق قادر خدای.»

یوحنا ته د عیسی مسیح ښکاره کېدل

۹زه ستاسو ورور یوحنا او د عیسی پیرو یم چې په کړاوونو، د خدای په پاچاهۍ او په صبر او زغم کې ستاسو سره شریک یم. زه د خدای د کلام د موعظې او د عیسی په هکله د شاهدۍ د ورکولو په خاطر د پاتموس په نوم جزیرې ته د سزا دپاره ولېږل شوم. ۱۰دا د څښتن ورځ وه او روح القدس زه تر خپلې اغېزې لاندې راوستلم، بیا ما د شا له خوا د سرني په شان یو لوړ اواز واورېد ۱۱چې ماته یې وویل: «څه چې وینې، هغه په یو کتاب کې ولیکه او هغو اووه کلیساګانو یعنې د افسیس، اسمیرنا، پرګاموم، تیاتیرا، ساردیس، فیلادلفیا او لایودیکیې کلیساګانو ته یې ولېږه.»

۱۲ما خپل مخ راواړاوه چې ووینم دا څوک دی چې زما سره خبرې کوي. په هغه وخت کې مې د سرو زرو اووه څراغدانونه ولیدل. ۱۳د هغو څراغدانونو په منځ کې د انسان په شان یو څوک ؤ چې یوه اوږده چپنه یې اغوستې وه او د سرو زرو یوه پټۍ یې د سینې څخه تاوه کړې وه. ۱۴د سر ویښتان یې لکه د سپینې وړۍ یا واورې په شان سپین وو او سترګې یې د اور د لمبو په شان وې، ۱۵پښې یې د هغو صیقل شویو برنجو په شان چې په داش کې پاک شوي وي، ځلېدلې او اواز یې لکه د تېزو اوبو د غرهار په شان ؤ. ۱۶هغه په خپل ښي لاس کې اووه ستوري نیولي وو او د خولې نه یې دوه‌مخې تېره توره راوتلې وه او مخ یې لکه د تېز لمر په شان ځلېده. ۱۷کله چې ما هغه ولیده نو زه لکه د مړي په شان د هغه په پښو کې پرېوتلم، خو هغه خپل ښي لاس په ما کېښود او ویې ویل: «مه وېرېږه، زه اول او اخر یم. ۱۸زه ژوندی یم، زه مړ شوم او اوس تل ترتله ژوندی یم او د مرګ او قبر کیلي‌ګانې زما سره دي. ۱۹نو څه چې دې لیدلي دي هغه ولیکه، هغه څه چې اوس شته او هغه څه چې وروسته به پېښ شي. ۲۰د هغو اوو ستورو معنی او پټ راز چې تا زما په ښي لاس کې لیدلي دي او د سرو زرو د څراغدانونو معنی دا ده: هغه اووه ستوري د اوو کلیساګانو فرښتې دي او هغه اووه څراغدانونه اووه کلیساګانې دي.»

Previous chapter