رومیانو ته د پولوس رسول لیک

دوهم فصل

خدای د ټولو خلکو په هکله قضاوت کوي

۱نو له دې امله ای انسانه، ته څوک یې چې د نورو په هکله قضاوت کوې؟ ته چې هرڅوک یې، تا سره هېڅ عذر نشته، ځکه کله چې ته د نورو په هکله قضاوت کوې او بیا په خپله هماغه کار کوې چې هغوی یې کوي، نو په خپله خپل ځان ملامتوې. ۲مونږ پوهېږو کله چې خدای د هغو خلکو په هکله چې داسې کارونه کوي، قضاوت کوي، نو هغه په حقه دی. ۳خو ای انسانه، ته چې د نورو په هکله قضاوت کوې او په خپله هماغه کارونه کوې، ایا ګومان کوې چې د خدای د قضاوت نه به وتښتې؟ ۴یا دا چې د خدای ډېرې زیاتې مهربانۍ، زغم او صبر ته په سپکه سترګه ګورې؟ ایا په دې نه پوهېږې چې د خدای د مهربانۍ مقصد دا دی چې هغه تاته وښایي چې ته توبه وباسې؟ ۵خو دا چې ته سرزوری یې او د خپلو ګناهونو نه لاس نه اخلې، نو ته خپله سزا په هغه ورځ چې کله د خدای غضب او عادلانه قضاوت ښکاره شي، نوره هم زیاتوې.

۶خدای به هرچا ته د هغه د عملونو له مخې چې کړي یې دي، بدل ورکړي. ۷کوم خلک چې په صبر او زغم سره ښه کارونه کوي او د جلال، عزت او نه‌فناکېدونکي ژوند په لټه کې دي، نو هغوی ته به خدای تلپاتې ژوندون ورکړي. ۸خو کوم خلک چې ځان خوښوونکي دي، حقیقت نه مني او بدو کارونو پسې ګرځي، نو په هغوی باندې به خدای خپل قهر او غضب نازل کړي. ۹د هغو خلکو دپاره به چې بد کارونه کوي، مصیبت او کړاوونه وي، لومړی د یهودیانو دپاره او بیا د غیریهودیانو دپاره. ۱۰خو خدای به هغو ټولو خلکو ته چې ښه کارونه کوي، جلال، عزت او سوله ورکړي، لومړی یهودیانو ته او بیا غیریهودیانو ته. ۱۱ځکه چې خدای د هېچا طرفداري نه کوي.

۱۲هغه ټول خلک چې د موسی شریعت نه لري او ګناه کوي، نو هغوی به بې له شریعته له منځه ځي او د یهودیانو سره چې شریعت شته او ګناه کوي، نو د هغوی سره به د شریعت له مخې قضاوت کیږي. ۱۳ځکه چې یوازې د شریعت په اورېدلو سره هېڅوک د خدای په نظر کې عادل نه ګڼل کیږي، بلکې د شریعت په حکمونو باندې په عمل کولو سره عادل ګڼل کیږي. ۱۴کله چې غیریهودیان چې شریعت نه لري په طبیعي توګه د شریعت په حکمونو باندې عمل کوي، نو د هغوی شریعت په خپله هغوی دي، که څه هم هغوی د موسی شریعت نه لري. ۱۵د هغوی عملونه دا ښکاره کوي چې د شریعت حکمونه د هغوی په زړونو کې لیکل شوي دي. د هغوی وجدان د دې شاهدي ورکوي، ځکه چې د هغوی خیالونه یا هغوی ملامتوي او یا د هغوی څخه دفاع کوي. ۱۶نو د هغه زېري له مخې چې زه یې ورکوم، دا کار به په هغه ورځ وشي کله چې خدای د عیسی مسیح په وسیله د ټولو انسانانو د پټو خیالونو په هکله قضاوت کوي.

یهودیان او شریعت

۱۷خو ته خپل ځان ته یهودي وایې او په شریعت باندې ولاړ یې او د خدای سره په اړیکو لرلو باندې ویاړ کوې. ۱۸ته د خدای په ارادې باندې پوهېږې او د شریعت څخه دې دا زده کړي دي چې هرڅه چې ښه دي غوره کړې، ۱۹او په دې یقین لرې چې د ړندو دپاره لارښوونکی یې او د هغو خلکو دپاره رڼا یې کوم چې په تیاره کې دي، ۲۰د ناپوهه خلکو استاذ او د ماشومانو ښوونکی یې. ته د شریعت خاوند یې چې په هغه کې په پوره توګه پوهه او حقیقت شته. ۲۱نو بیا ته چې نورو ته تعلیم ورکوې، ولې خپل ځان ته تعلیم نه ورکوې؟ ته نورو ته وعظ کوې چې غلا مه کوئ، ایا ته په خپله غلا نه کوې؟ ۲۲ته وایې چې زنا مه کوئ، ایا ته په خپله زنا نه کوې؟ ته چې د بتانو څخه بد وړې، ایا ته بتخانې نه لوټ کوې؟ ۲۳ته چې په شریعت ویاړ کوې، ایا ته د شریعت په ماتولو سره د خدای بې‌عزتي نه کوې؟ ۲۴لکه څنګه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي: «ستاسو یهودیانو له امله غیریهودیان د خدای په هکله سپکې خبرې کوي.»

۲۵که چېرې ته په شریعت باندې عمل وکړې، نو سنت کېدل ارزښت لري، خو که ته د شریعت نه سرغړونه کوې، نو هغه به داسې وي لکه چې ته بالکل سنت شوی نه یې. ۲۶نو که چېرې یو غیریهودي چې سنت شوی نه دی او د شریعت په حکمونو باندې عمل کوي، ایا خدای به هغه سنت شوی ونه ګڼي؟ ۲۷او یو څوک چې په جسماني توګه سنت شوی نه دی خو د خدای په حکمونو باندې عمل کوي، نو هغه به تا خپله په هغه شریعت باندې چې درسره موجود دی او سنت شوی هم یې، خو په شریعت باندې عمل نه کوې، ملامته کړي. ۲۸ځکه چې رښتینی یهودي هغه نه دی چې یوازې په ظاهره یهودي وي او که چېرې څوک سنت شوی وي، نو معنی یې دا نه ده چې هغه رښتینی یهودي دی. ۲۹بلکې رښتینی یهودي هغه دی چې په باطن کې یهودي وي، او رښتینی سنت کېدل د زړه سنت کېدل دي. دا د خدای د روح کار دی، نه د لیکل شوي شریعت کار. د داسې کس صفت د خدای له خوا کیږي، نه د انسان له خوا.