Afghan Bibles
دری · پښتو · English

د روت کتاب

اول فصل

الیملک او د هغه کورنۍ موآب ته کډه کوي

۱‏-۲د هغه زمانې څخه مخکې چې پادشاهانو په اسراییلو باندې حکومت کاوه، یو سړی چې الیملک نومېده او د افراتې د خېلخانې څخه ؤ، د یهودا د سیمې د بیت لحم په ښار کې اوسېده. د هغه ښځه نعومي نومېده او دوه زامن یې محلون او کیلون وو. خو کله چې په ځمکه کې قحطي وه، دوی د موآب هېواد په لور کډه وکړه چې هلته واوسي. هغه مهال چې دوی هلته وو، ۳الیملک مړ شو او نعومي د دوو زامنو سره یوازې پاتې شوه. ۴وروسته د نعومي زامنو موآبي ښځې وکړې. د یوې نوم عرفه او د بلې نوم روت ؤ. وروسته له هغه چې هغوی هلته نژدې لس کاله واوسېدل، ۵محلون او کیلون هم مړه شول. نو اوس نعومي مېړه او زامن دواړه نه درلودل.

نعومي او روت بیت لحم ته راځي

۶‏-۷کله چې نعومي واورېدل چې څښتن خپلو خلکو ته په ښو فصلونو سره برکت ورکړ، هغې د خپلو نږیاندو سره تیاري وکړه چې موآب پرېږدي او د یهودا خاورې ته لاړه شي. هغه وخت چې دوی په خپله لار روانې وې ۸نعومي خپلو دواړو نږیاندو ته وویل: ”ځئ هره یوه د خپلو میندو کورونو ته لاړې شئ، زما څښتن دې ستاسو سره خپله مهرباني وکړي لکه څنګه چې تاسو ما او زما مړو سره مهرباني وکړه. ۹خدای دې تاسو هرې یوې ته بل مېړه او کور درکړي.“

نعومي دوی ښکل کړې. هغوی په لوړ اواز سره وژړل ۱۰او ویې ویل: ”نه، مونږ غواړو چې تا سره لاړې شو او د ستا د خلکو په منځ کې واوسو.“

۱۱مګر نعومي په ځواب کې وویل: ”زما لوڼو، تاسو ولې خپلو کورونو ته نه ستنېږئ؟ زما سره ستاسو تګ تاسو ته څه ګټه رسوي؟ تاسو فکر کوئ چې زه به نور زامن راوړم ترڅو د هغوی سره تاسو ودونه وکړئ؟ ۱۲بېرته کور ته لاړې شئ زما لورګانو، ځکه چې زه ډېره زړه یم او بیا د واده کولو وړ نه یم. حتیٰ که چېرې زه نن شپه هم واده شم او زامن وزېږوم، ۱۳نو آیا تاسو به هغوی ته صبر وکړئ چې هغوی زلمي شي او تاسو سره واده وکړي؟ نه، زما لورګانو! ژوند ماته ستاسو په پرتله ډېر سخت دی، ځکه چې څښتن اوس په ما دا سخته راوستې ده.“

۱۴دوی بیا وژړل او عرفې خپله خواښې د مخه ښې په وخت کې ښکل کړه، خو روت د هغې لمن پرېنښوده. ۱۵نعومي بیا روت ته وویل: ”ګوره ستا یوور بېرته خپلو خلکو او خپل خدای ته ځي! ته ولې هغې سره نه ځې؟“

۱۶روت په ځواب کې وویل: ”ماته مه وایه چې تا پرېږدم او کور ته ستنه شم! زه به هلته ځم چېرته چې ته ځې او زه به هلته اوسېږم چېرته چې ته اوسېږې. ستا خلک به زما خلک وي او ستا خدای به زما خدای وي. ۱۷زه به هلته مړه کېږم چېرته چې ته مړه کېږې او همالته به ښخېږم. څښتن دې ماته د ټولو نه درنده سزا راکړي که چېرې د مرګ نه پرته سره جلا شو.“

۱۸کله چې نعومي ولیدل چې روت کلکه اراده کړې چې هغې سره لاړه شي، نو نعومي هغه نوره مجبوره نه کړه چې بېرته لاړه شي.

۱۹هغوی دواړه بیت لحم ته ورسېدلې او د ټول ښار خلک خوشاله شول او ښځو د یو بلې څخه وپوښتل: ”آیا دا په رښتیا نعومي ده؟“

۲۰بیا هغې دوی ته وویل: ”له دې وروسته ما نعومي مه بولئ! ما مارا بولئ، ځکه چې مطلق قادر خدای زما ژوند تریخ کړی دی. ۲۱ما هرڅه درلودل کله چې زه لاړم، خو څښتن زه بېرته تش لاس راوستلې یم. څنګه تاسو کولی شئ بیاهم ما نعومي وبولئ؟ اوس مطلق قادر څښتن زما په ضد شوی دی او زما ژوند یې ډېر سخت کړی دی.“

۲۲نو په دې ډول نعومي د خپلې موآبي نږور سره د موآب څخه بېرته راغله. دوی په داسې حال کې بیت لحم ته راورسېدلې چې د اوربشو لوونه په پیلېدو وو.