Afghan Bibles
دری · پښتو · English

د حضرت سليمان خواږهٔ سرودونه

اول باب

اول سرود

۱د حضرت سليمان خواږهٔ سرودونه

محبوبه

۲بيا بيا مې په خپلو شونډو سره ښُکل کړه،

ځکه چې ستا مينه د شرابو نه زياته مزه کړينه.

۳ستا د عطرو خوشبوئې څومره ښُکلې ده،

ستا نوم لکه د هغې د خوشبو په شان ده.

نو ځکه ټولې پيغلې په تا مئينې دينه

۴زر شه، ما د خپل ځان سره بوځه،

تهٔ زما بادشاه شه، ما خپلې کوټې ته بوځه.

ښځې

اے بادشاه مونږ څومره ستا دپاره خوشحاله يونه،

د شرابو نه زيات مونږ ستا د مينې صِفت کوونه.

محبوبه

دا رښتيا دى چې پيغلې په تا مئينې دينه.

۵زهٔ خو توره يمه خو ښُکلې يمه،

اے د يروشليم جينکو،

د قيدار د خيمو په شان توره يمه

او د سليمان د خيمې د پردو په شان توره يمه.

۶ما ته مۀ ګورئ ځکه چې زۀ غنم رنګه يمه،

زما څرمنه نمر توره کړې ده.

زما وروڼه ما سره وران وونه

او په زبردستئ سره هغوئ

په ما د خپلو انګورو خيال ساتلو.

نو بيا ما خپل خيال ونهٔ ساتلو،

او نۀ مې د خپل انګور خيال وکړلو.

۷ما ته ووايه، زما جانانه،

تۀ به نن خپله رمه څرولو له چرته بوځې؟

او تهٔ خپلې ګډې په غرمه کښې

د دمې دپاره چرته راغونډوې؟

نو بيا زهٔ ولې بُرقع په سر سرګردانه شمه

او ستا د ملګرو په رمو کښې در پسى وګرځمه

محبوب

۸اے په ټولو پيغلو کښې ښائسته محبوبې، کۀ چرې تا ته دا پته نهٔ وينه،

نو د رمو د پښو ښاپونو پسې شه روانه،

او خپل چيلى دې د شپانو د خيمو په خوا کښې وڅرونه.

۹زما محبوبې، تۀ په ما دومره ګرانه ينه،

لکه د فرعون د شاهى آسپې په شان ښائسته ينه.

۱۰ستا اننګى څومره ښائسته دينه،

او هغه ستا د غوږونو والو سره ځليږينه!

او ستا غړۍ څومره ښائسته ده،

او د سرو سره څومره ښُکلې ښکارينه.

۱۱خو مونږ به د سرو زرو والئ درته

او د سپينو زرو مرۍ جوړى کړونه.

محبوبه

۱۲کله چې زما شهزاده خپل کټ کښې آرام کولونه،

نو زما د عطرو په خوشبوئې کښې نشه نشه شونه.

۱۳زما جانان د مُر زونډے دېنه،

زما په سينه پروت دېنه

۱۴زما جانان د عين جدى د انګورو په

باغونو کښې د نکريزو د ګل په شان دېنه

محبوب

۱۵زما محبوبې، تۀ څومره ښائسته ينه!

تهٔ څومره حسينه ينه،

سترګې دې د ګوګوشتکو په شان ښُکلې دينه.

محبوبه

۱۶تهٔ ډير ښُکلے يې زما جانانه،

تهٔ څومره زړهٔ وړونکے ينه،

شنه ګياه به زمونږ بستره وينه.

۱۷د دِيار لرګى به زمونږ د کور وې تيرونه،

او د خوشبوداره دياره لرګى زمونږ د کور دى تيرونه،

او د سروې ونه به زمونږ د کوټې چت وينه.