فصل قبلی

د لومړي تواریخ کتاب

لومړی فصل

د آدم نه تر ابراهیم پورې

(پیدایښت ۵: ۱ - ۳۲، ۱۰: ۱ - ۳۲، ۱۱: ۱۰ - ۲۶)

۱‏-۴آدم د شیت پلار ؤ او دا د شیت اولاده وه: انوش د هغه زوی ؤ، قینان د هغه لمسی او مهللییل د هغه کړوسی ؤ. د شیت نوره اولاده دا وه: یارد د مهللییل زوی ؤ، خنوخ د یارد زوی ؤ، متوشالح د خنوخ زوی ؤ، لمک د متوشالح زوی او نوح د لمک زوی ؤ. نوح درې زامن درلودل چې نومونه یې دا وو: سام، حام او یافت.

۵د یافت زامن: جومر، ماجوج، مادای، یاوان، توبال، ماشک او تیراس. ۶د جومر زامن: اشکناز، ریفات او توجرمه. ۷د یاوان زامن: الیشه، ترشیش، کتیان او رودانیان.

۸د حام زامن: کوش، مصر، فوط او کنعان. ۹د کوش اولاده سیبا، حویله، سبته، رعمه او سبتکا وه. د رعمه اولاده شیبا او ددان وه. ۱۰د کوش یو زوی نمرود نومېده، هغه د نړۍ لومړنی قوي جنګیالی ؤ. ۱۱د مصر له اولادې څخه د لودیانو، عنامیانو، لهابیانو، نفتوحیانو، ۱۲فتروسیانو، کسلوحیانو او د کریت قومونه جوړ شول. (کسلوحیان د فلسطینیانو نیکونه وو.) ۱۳کنعان د صیدون او حیت پلار ؤ چې صیدون د هغه مشر زوی ؤ. همدارنګه کنعان ۱۴‏-۱۶د یبوسیانو، اموریانو، جرجاشیانو، حویانو، عرقیانو، سینیانو، اروادیانو، صماریانو او حماتیانو د قومونو نیکه هم ؤ.

۱۷د سام زامن عیلام، آشور، ارفکشاد، لود او آرام وو. د آرام زامن عوص، حول، جاتر او ماشک وو. ۱۸ارفکشاد د شالح پلار ؤ او شالح د عیبر پلار ؤ. ۱۹عیبر دوه زامن درلودل، د یو نوم فالج ؤ ځکه چې د هغه په وخت کې د نړۍ خلک ووېشل شول. د هغه د ورور نوم یقطان ؤ. ۲۰د یقطان څخه الموداد، شالف، حزرموت، یارح، ۲۱هدورام، اوزال، دقله، ۲۲عوبال، ابیمائیل، شیبا، ۲۳اوفیر، حویله او یوباب پیدا شول. دا ټول د یقطان زامن وو.

۲۴‏-۲۷د سام په اولاده کې دا خلک شامل وو: ارفکشاد، شالح، عیبر، فالج، رعو، سروج، ناحور، تارح او ابرام چې وروسته یې نوم په ابراهیم بدل شو.

د ابراهیم اولاده

(پیدایښت ۲۵: ۱۲ - ۱۶)

۲۸ابراهیم دوه زامن درلودل: اسحاق او اسماعیل.

۲۹‏-۳۱اسماعیل دولس زامن درلودل چې په لاندې ترتیب سره زېږېدلي وو: نبایوت، قیدار، ادبییل، مبسام، مشماع، دومه، مسا، حدد، تیما، یطور، نافیش او قدمه.

۳۲ابراهیم او د هغه وینځې قطوره شپږ زامن درلودل چې دا یې نومونه وو: زمران، یقشان، مدان، مدیان، یشباق او شوحا. یقشان د شیبا او ددان پلار ؤ. ۳۳د مدیان زامن دا وو: عیفه، عیفر، خنوک، ابیداع او الدعه.

د عیسو اولاده

(پیدایښت ۳۶: ۱ - ۱۹)

۳۴د ابراهیم زوی اسحاق دوه زامن درلودل: عیسو او اسراییل یعنې یعقوب. ۳۵د عیسو زامن: الیفاز، رعوییل، یعوش، یعلام او قورح. ۳۶د الیفاز زامن: تیمان، اومار، صفي، جعتام، قناز او عمالیق. تمناع د عمالیق مور وه. ۳۷د رعوییل زامن: نحت، زارح، شمه او مزه.

لومړني ادومیان

(پیدایښت ۳۶: ۲۰ - ۳۰)

۳۸د سعیر زامن دا وو: لوتان، شوبال، صبعون، عنه، دیشون، ایصر او دیشان. ۳۹د لوتان زامن حوري او هومام وو. تمناع د لوتان خور وه. ۴۰د شوبال زامن علوان، مناحت، عیبال، شفي او اونام نومېدل. ایه او عنه د صبعون زامن وو.

۴۱عنه د دیشون پلار ؤ او د حمران، اشبان، یتران او د کران نیکه ؤ. ۴۲د ایصر زامن: بلهان، زعوان او یعقان. د دیشان زامن: عوص او اران.

د ادوم پاچاهان

(پیدایښت ۳۶: ۳۱ - ۴۳)

۴۳‏-۵۰له دې څخه مخکې چا په اسراییلو باندې پاچاهي نه وه کړې. لاندې ذکر شوو پاچاهانو په ترتیب سره وروسته د هر یو له مړینې د ادوم په هېواد باندې پاچاهي وکړه:

  • بالع د بعور زوی چې د دینهابه د ښار څخه یې په ادوم باندې حکومت کاوه.
  • یوباب د زارح زوی چې له بصرې څخه ؤ.
  • حوشام چې د تیمان له هېواد څخه ؤ.
  • حداد د بداد زوی چې له عویت څخه ؤ (هغه مدیانیانو ته د موآب په خاوره کې په جګړه کې ماتې ورکړه.)
  • سمله چې له مسریقه څخه ؤ.
  • شاوول چې د رحوبوت د ښار څخه ؤ او دا ښار د سیند په غاړه پروت دی.
  • بعل حانان چې د عکبور زوی ؤ.
  • حداد چې له فاعو څخه ؤ. (د هغه د ښځې نوم مهیتبییل ؤ چې د مطرد لور وه او د میذهب لمسۍ وه.) ۵۱وروسته حداد هم مړ شو.

دا د ادومیانو قبیلوي مشران وو: تمناع، علوه، یتیت، ۵۲اهولیبامه، ایله، فینون، ۵۳قناز، تیمان، مبصار، ۵۴مجدیییل او عیرام.

فصل قبلی