فصل قبلی

د اشعیا نبي کتاب

لومړی فصل

۱په دې کتاب کې هغه رویا ده چې خدای د یهودا او اورشلیم په اړه د عزیا، یوتام، احاز او حزقیا د پاچاهۍ په دوران کې د آموص زوی اشعیا ته ښکاره کړه.

څښتن خپل غوره شوی قوم رټي

۲څښتن وویل: «ای اسمانه او ځمکې، زه چې څه وایم ورته غوږ ونیسئ! کوم اولادونه چې ما وروزل او لوی مې کړل، هغوی زما په وړاندې سرغړونه وکړه. ۳غویان خپل خاوند او خره خپل اخور پېژني چې څوک ورته خوراک رسوي. خو زما قوم اسراییل ما نه پېژني، ځکه چې شعور نه لري.»

۴ای د ګناهونو نه ډک، فاسد او بدعمله قومه! تاسو په خپلو ګناهونو کې ډوب شوي یئ! تاسو څښتن د اسراییلو سپېڅلی خدای پریښی، د هغه نه مو مخ اړولی او سپکاوی مو ورته کړی دی. ۵تاسو ولې خپل یاغیتوب ته دوام ورکوئ؟ ایا غواړئ چې د دې نه نوره هم زیاته سزا ووینئ؟ ستاسو سر ټپي او زړه مو ناروغ دی. ۶له سره نیولې تر پښو ستاسو په بدن کې روغ ځای نشته. ستاسو ټول بدن ټپي، موړې موړې او د ناسور په زخم بدل شوی دی. ستاسو زخمونه لا پاک شوي نه دي، نه ورباندې پټۍ ایښودل کیږي او نه هم ملهم.

۷ستاسو وطن وران شوی او ښارونه مو سوځول شوي دي. ستاسو د سترګو په وړاندې پردي خلک ستاسو ځمکې نیسي او هرڅه ورانوي. ۸اورشلیم لکه د انګورو په باغ کې د جونګړې او د بادرنګو په پټي کې د څپرې په شان یوازې پاتې دی او کلابند شوی ښار دی. ۹که چېرې مطلق قادر څښتن ځینې خلک ژوندي نه وای پریښي، نو اورشلیم به د سدوم او عمورې په شان بیخي تباه شوی وای.

۱۰ای اورشلیمه! ستا حکمرانان او خلک لکه د سدوم او عمورې په شان دي. څه چې څښتن تاسو ته وایي، هغه ته غوږ ونیسئ او زمونږ د خدای تعلیم ته پاملرنه وکړئ. ۱۱څښتن وایي: «ولې زما دپاره دومره قربانۍ؟ کوم پسونه چې تاسو یې ماته د سوځېدونکې قربانۍ په توګه وړاندې کوئ او د ډېرو چاغو حیواناتو وازګه چې ماته نذرانه کوئ بېزاره شوی یم. د غویانو، وریو او وزانو د وینو څخه هم خوشحاله نه یم. ۱۲تاسو نه چا دا غوښتي دي چې کله تاسو ماته د عبادت دپاره راځئ نو دا شیان درسره راوړئ؟ ستاسو نه چا دا غوښتنه کړې ده چې راشئ او زما د عبادت ځای تر پښو لاندې کړئ؟ ۱۳نورې دا بې ګټې نذرانې ماته مه راوړئ. ستاسو د خوشبویۍ د سوځولو د بوی نه کرکه لرم. زه ستاسو د نوې میاشتې اخترونه، ستاسو د سبت ورځې او ستاسو دیني غونډې نه شم زغملی، دا ټول د ګناهونو له امله فاسدې شوې دي. ۱۴زه ستاسو د نوې میاشتې د اخترونو او سپېڅلو ورځو څخه کرکه کوم، د دې بار له زغملو څخه ستړی شوی یم.

۱۵کله چې تاسو د دعا دپاره لاسونه پورته کړئ، زه به تاسو ته ونه ګورم. تاسو چې هرڅومره دعاګانې وکړئ زه یې نه قبلوم، ځکه چې ستاسو لاسونه په وینو ککړ دي. ۱۶خپل ځانونه ووینځئ او پاک شئ. خپل ټول بد کارونه چې زما په وړاندې یې کوئ، هغه پرېږدئ. نور یې مه کوئ. ۱۷نېک کارونه زده کړئ. د انصاف په لټه کې اوسئ، د مظلومانو سره مرسته وکړئ، یتیمانو ته خپل حق ورکړئ او د کونډو د حقونو څخه دفاع وکړئ.»

۱۸څښتن وایي: «اوس راځئ چې دا موضوع حل کړو. ستاسو ګناهونه د وینې د رنګ په شان دي، خو زه به تاسو داسې ووینځم چې د واورې په شان سپین او د وړیو په شان پاک شئ. ۱۹که چېرې تاسو غواړئ چې زما اطاعت وکړئ، نو تاسې به د ځمکې ثمره وخورئ. ۲۰خو که تاسو انکار او سرغړونه وکړئ، نو په توره به ووژل شئ.» څښتن په خپله داسې ویلي دي.

د ګناهکارانو ښار

۲۱هغه ښار چې یو وخت وفادار ؤ، ولې اوس د بدلمنې ښځې په شان شوی دی؟ دا ښار چې یو وخت د عدالت او نېکۍ څخه ډک ؤ، خو اوس یوازې قاتلان په کې اوسیږي. ۲۲ای اورشلیمه، ته یو وخت د سپینو زرو په شان وې خو اوس د یو بې ارزښته فلز په شان یې. ته د ډېرو ښو انګورو شرابو په شان وې، خو اوس په شرابو کې اوبه ګډې شوې دي. ۲۳ستاسو مشران یاغیان او د غلو ملګري دي، هغوی تل سوغاتونه او رشوتونه اخلي. هغوی هېڅکله په محکمو کې د یتیمانو څخه دفاع نه کوي او کله چې کونډې خپلې دعوې وړاندې کوي هغوی ورته غوږ نه نیسي.

۲۴نو اوس مطلق قادر څښتن، د اسراییلو قوي خدای داسې وایي: «زه به خپل دښمنان په خپل غضب اخته کړم او د هغوی نه به خپل بدل واخلم. ۲۵زه به ستاسو په وړاندې اقدام وکړم او تاسو به په داش کې داسې پاک کړم لکه څنګه چې فلز چاڼیږي. ستاسو نه به ټوله ناپاکي لېرې کړم. ۲۶زه به تاسو ته داسې قاضیان او مشاوران درکړم لکه څنګه چې په پیل کې مو لرل. بیا به اورشلیم د نېکۍ او وفادارۍ د ښار په نوم یاد شي.»

۲۷څرنګه چې د اورشلیم خلک یوځل بیا انصاف وکړي او توبه وباسي، نو وبه ژغورل شي. ۲۸خو څوک چې د څښتن په وړاندې سرغړونه او ګناه کوي هغه به تباه شي. هرڅوک چې څښتن پرېږدي، نو هغه به ووژل شي.

۲۹تاسو به پښېمانه شئ چې د څېړۍ د ونو لاندې مو د عبادت څخه خوند واخیست او وبه شرمېږئ چې په غوره شویو باغونو کې مو عبادت وکړ. ۳۰تاسې به لکه د بې پاڼو او د وچو څېړیو ونو او بې اوبو باغونو په شان له منځه ځئ. ۳۱زورور خلک به د خپلو بدو کړنو په خاطر لکه پنبه چې د اور په لمبه کې سوځي، له منځه لاړ شي. هېڅوک به دا توان ونه لري چې هغوی د دې اور څخه وژغوري.

فصل قبلی