فصل قبلی

د قاضیانو کتاب

اول فصل

د یهودا او شمعون قبیلې له خوا د ادوني بازق نیول

۱د یوشع له مړینې څخه وروسته د اسراییلو قوم د څښتن څخه پوښتنه وکړه: <زمونږ کومه قبیله به اول لاړه شي او په کنعانیانو باندې به حمله وکړي؟>

۲څښتن په ځواب کې وویل: <اول به د یهودا قبیله لاړه شي. زه به هغوی ته د کنعانیانو خاوره په لاس ورکړم.>

۳د یهودا خلکو د شمعون خلکو ته وویل: <زمونږ سره هغې سیمې ته لاړ شئ کومه چې مونږ ته راکړل شوې ده چې په ګډه د کنعانیانو سره جګړه وکړو. بیا به مونږ ستاسو سره مرسته وکړو چې خپله سیمه ونیسئ.> نو د شمعون ۴او یهودا قبیلې سره یوځای جګړې ته لاړلې. څښتن هغوی په کنعانیانو او فرزیانو باندې بریالي کړل او هغوی په بازق کې د دښمنانو لس زره تنه ووژل. ۵هلته دوی ادوني بازق پیدا کړ او د هغه سره یې جګړه وکړه. ۶ادوني بازق وتښتېد. خو هغوی ورپسې شول، هغه یې ونیوه او د هغه د پښو او لاسونو غټې ګوتې یې غوڅې کړې. ۷ادوني بازق وویل: <اویا پادشاهانو چې د هغوی د پښو او لاسونو غټې ګوتې غوڅې شوې وې، زما د دسترخوان پاتې شونې یې خوړلې. اوس خدای زما څخه د هغوی بدله واخیستله.> بیا هغوی هغه اورشلیم ته راوست او هلته مړ شو.

د یهودا قبیلې له خوا د اورشلیم او حبرون فتح

۸د یهودا خلکو په اورشلیم باندې حمله وکړه او هغه یې ونیوه. د هغه ښار خلک یې ووژل او ښار ته یې اور واچاوه. ۹له هغې وروسته هغوی لاړل چې د کنعانیانو سره چې په غرنۍ سیمه، د غرونو په لوېدیځو لمنو او جنوبي دښته کې اوسېدل جګړه وکړي. ۱۰هغوی د کنعانیانو په مقابل کې چې په حبرون کې اوسېدل، ووتل. (حبرون پخوا د قریت اربع په نوم یادېده.) هلته هغوی د شیشای، اخیمان او تلمای طایفو ته ماتې ورکړه.

د عتنیئیل له خوا د دبیر د ښار فتح

(یوشع ۱۵: ۱۳ - ۱۹)

۱۱له هغه ځای څخه د یهودا نفر لاړل چې په دبیر باندې حمله وکړي. (دبیر په هغه وخت کې د قریت سفر په نوم یادېده.) ۱۲د هغوی یو نفر چې کالیب نومېده وویل: <هرچا چې قریت سفر فتح کړ، زه به خپله لور عکسه هغه ته په نکاح ورکړم.> ۱۳د کالیب د کشر ورور قناز زوی عتنیئیل هغه ښار ونیوه، نو کالیب خپله لور هغه ته په نکاح ورکړه. ۱۴د واده په ورځ عتنیئیل عکسه وهڅوله چې د خپل پلار څخه یو پټی وغواړي. کله چې عکسه له خپل خره څخه راکوزه شوه، کالیب ورڅخه پوښتنه وکړه: <څه غواړې؟> ۱۵هغې په ځواب کې وویل: <زه د اوبو یو څو چینې غواړم. هغه ځمکه چې تا راته راکړې ده هغه په جنوبي دښته کې ده.> نو کالیب هغې ته پورتنۍ او ښکتنۍ چینې ورکړې.

د یهودا د قبیلې نور بریالیتوبونه

۱۶د موسیٰ د خسر اولاده چې قینیان وو د اریحا یعنې د خرما د ونو د ښار څخه د یهودا د خلکو سره د یهودا جنوبي دښتې ته چې عراد ته نژدې پرته وه لاړل. هلته هغوی د عمالیقیانو سره اوسېدل. ۱۷د یهودا خلک د شمعون د خلکو سره لاړل او په ګډه یې په کنعانیانو باندې چې په صفت کې اوسېدل حمله وکړه. ښار یې په بشپړه توګه وران کړ، نو له دې کبله یې د هغه نوم حرما کېښود. ۱۸‏-۱۹څښتن د یهودا د خلکو سره مرسته وکړه او هغوی غزه، اشقلون او عقرون د هغو د شاوخوا سیمو سره ونیول. همدارنګه هغوی د څښتن په مرسته غرنۍ سیمه ونیوله. خو هغو خلکو چې په دره کې اوسېدل د اوسپنې جنګي ګاډۍ درلودلې، نو د یهودا خلکو ونه شو کولی چې هغوی وشړي. ۲۰لکه څنګه چې موسیٰ وعده کړې وه، د حبرون ښار کالیب ته ورکړل شو او کالیب هغه درې طایفې چې د عناق د اولادې څخه وې وشړلې. ۲۱خو د بنیامین د قبیلې خلکو یبوسیان چې په اورشلیم کې اوسېدل ونه شړل او له هغه وخت څخه تر اوسه پورې یبوسیان د بنیامین د خلکو سره هلته اوسیږي.

د افرایم او منسي قبیلو له خوا د بیت ئیل فتح

۲۲‏-۲۳د افرایم او منسي قبیلې لاړلې چې د بیت ئیل په ښار باندې حمله وکړي. (په پخوا زمانه کې دا ښار د لوز په نوم یادېده.) څښتن د هغوی سره مل ؤ. هغوی ښار ته جاسوسان ولېږل ۲۴او هغوی یو سړی ولیده چې د ښار څخه راروان ؤ او دوی ورته وویل: <که چېرې مونږ ته د ښار د ننوتلو لار وښایې نو مونږ به تاته زیان ونه رسوو.> ۲۵نو هغه سړي ورته لار وروښوده او د افرایم او منسي خلک لاړل او د ښار ټول خلک یې ووژل، خو هغه سړی او د هغه ټوله کورنۍ یې پرېښودله چې لاړ شي. ۲۶بیا هغه سړی د حیتیانو خاورې ته لاړ، هلته یې یو ښار ودان کړ او په هغه باندې یې د لوز نوم کېښود چې تر اوسه پورې په همدې نوم یادیږي.

هغه خلک چې اسراییلیانو نه وو شړلي

۲۷د منسي قبیلې د بیت شان، تعنک، دور، یبلعام، مجدو او د هغو د شاوخوا کلیو خلک ونه شړل. نو کنعانیانو هلته اوسېدلو ته دوام ورکړ. ۲۸کله چې اسراییلیان قوي شول، نو کنعانیان یې په سختو کارونو باندې مجبورول، خو بیاهم هغوی یې بېخي ونه شړل.

۲۹د افرایم قبیلې هم هغه کنعانیان ونه شړل کوم چې د جازر اوسېدونکي وو، نو هغوی د افرایم د قبیلې په منځ کې هلته په جازر کې پاتې شول.

۳۰د زبولون قبیلې هم د قطرون او نهلول اوسېدونکي ونه شړل، نو کنعانیان د هغوی په منځ کې هلته اوسېدل او مجبور وو چې د هغوی دپاره سخت کار وکړي.

۳۱همدارنګه د اشیر قبیلې د عکو، صیدون، احلب، اکزیب، حلبه، عفیق او رحوب اوسېدونکي ونه شړل. ۳۲اشیریان د ځایي کنعانیانو په منځ کې اوسېدل، ځکه چې هغوی یې ونه شړل.

۳۳د نفتالي قبیلې هم د بیت شمس او بیت عنات اوسېدونکي ونه شړل. نفتالیان د ځایي کنعانیانو په منځ کې اوسېدل. خو هغوی د دې دوو ځایونو اوسېدونکي په سخت کار کولو مجبورول.

۳۴اموریانو د دان د قبیلې خلک مجبور کړل چې غرنۍ سیمې ته لاړ شي او هغوی یې نه پرېښودل چې درې ته راښکته شي. ۳۵اموریانو په ایالون، شعلبیم او د حارس په غره کې اوسېدلو ته دوام ورکړ، خو د افرایم او منسي قبیلو هغوی تر خپلې واکمنۍ لاندې ساتل او په سخت کار کولو یې مجبورول.

۳۶د اموریانو سرحد د عقربیم د غاښي څخه نیولې تر سالع او غرنۍ سیمې پورې رسېدلی دی.

فصل قبلی