فصل قبلی

د عیسی مسیح په هکله د متي انجیل

لومړی فصل

د عیسی شجره

۱د عیسی مسیح شجره چې هغه د داود پاچا د کورنۍ او د ابراهیم د اولادې څخه ؤ.

۲ابراهیم د اسحاق پلار ؤ او اسحاق د یعقوب پلار ؤ او یعقوب د یهودا او د هغه د ورونو پلار ؤ ۳او یهودا د فارز او زارح پلار ؤ چې مور یې تامار وه او فارز د حزرون پلار ؤ او حزرون د آرام پلار ؤ ۴او آرام د عمیناداب پلار ؤ او عمیناداب د نحشون پلار ؤ او نحشون د شلمون پلار ؤ ۵او شلمون د بوعز پلار ؤ چې مور یې راحاب وه او بوعز د عوبید پلار ؤ چې مور یې روت وه او عوبید د یسي پلار ؤ ۶او یسي د داود پاچا پلار ؤ.

داود د سلیمان پلار ؤ او د سلیمان مور د اوریا پخوانۍ ښځه وه. ۷او سلیمان د رحبعام پلار ؤ او رحبعام د ابیا پلار ؤ او ابیا د آسا پلار ؤ. ۸آسا د یهوشافاط پلار ؤ او یهوشافاط د یورام پلار ؤ او یورام د عزیا پلار ؤ. ۹عزیا د یوتام پلار ؤ او یوتام د آحاز پلار ؤ او آحاز د حزقیا پلار ؤ ۱۰او حزقیا د منسي پلار ؤ او منسي د آمون پلار ؤ او آمون د یوشیا پلار ؤ. ۱۱یوشیا د یکنیا او د هغه د ورونو پلار ؤ. په دې وخت کې یهودیان بابل ته جلاوطن شوي وو.

۱۲بابل ته د یهودیانو د جلاوطنۍ نه وروسته یکنیا د شالتي‌ییل پلار ؤ او شالتي‌ییل د زروبابل پلار ؤ ۱۳او زروبابل د آبیهود پلار ؤ او آبیهود د ایلیاقیم او الیاقیم د عازور پلار ؤ ۱۴او عازور د صادوق پلار او صادوق د یاکین او یاکین د ایلیهود پلار ؤ ۱۵او ایلیهود د العازار پلار او العازار د متان پلار ؤ او متان د یعقوب پلار ۱۶او یعقوب د یوسف پلار ؤ چې یوسف د مریمې مېړه ؤ او مریم عیسی وزېږاوه چې مسیح به یې ورته ویل.

۱۷نو په دې ډول د ابراهیم څخه تر داود پورې څوارلس نسلونه او د داود څخه بابل ته د یهودیانو د جلاوطنۍ تر وخته پورې څوارلس نسلونه او د جلاوطنۍ د وخت څخه تر مسیح پورې څوارلس نسلونه کیږي.

د عیسی زېږېدنه

(لوقا ۲:‌۱‌-‌۷)

۱۸د عیسی مسیح زېږېدنه داسې وه: کله چې د هغه د مور مریم کوژدنه د یوسف سره وشوه نو مخکې له دې چې د هغوی واده وشي، معلومه شوه چې هغه د روح القدس په وسیله امیدواره وه. ۱۹یوسف چې یو نېک سړی ؤ او نه یې غوښتل چې مریم د خلکو په مخکې رسوا شي، نو پرېکړه یې وکړه چې په پټه هغې ته طلاق ورکړي. ۲۰یوسف لا په دې هکله فکر کاوه چې د څښتن یوه فرښته ورته په خوب کې ښکاره شوه او ویې ویل: «ای د داود زویه یوسفه! د مریم سره د واده کولو نه مه وېرېږه، ځکه چې هغه د روح القدس په وسیله امیدواره شوې ده. ۲۱د هغې به زوی وشي او ته ورباندې عیسی نوم کېږده، ځکه چې هغه به خپل قوم د ګناهونو څخه وژغوري.» ۲۲دا هرڅه ځکه وشول، ترڅو څه چې څښتن د خپل پیغمبر په وسیله ویلي وو هغه رښتیا شي:

۲۳ګورئ، یوه پېغله به امیدواره شي او هغه به یو زوی وزېږوي او هغوی به په هغه باندې عمانوییل نوم کېږدي.

(د عمانوییل معنی ده خدای زمونږ سره مل دی.)

۲۴کله چې یوسف له خوبه راویښ شو، نو څنګه چې د څښتن فرښتې ورته حکم کړی ؤ هماغسې یې وکړل او د مریم سره یې واده وکړ. ۲۵خو تر هغې پورې چې د هغې زوی پیدا شوی نه ؤ یوسف ورسره یوځای نه شو او په هغه باندې یې عیسی نوم کېښود.

فصل قبلی