مخکینۍ څپرکۍ

د پیدایښت کتاب

اول فصل

دنیا څنګه پیدا شوه

۱په ابتدا کې خدای پاک اسمان او ځمکه پیدا کړل. ۲ځمکه خالي او بې شکله وه او د ژورو دریابونو په سطح باندې تیاره وه او د خدای پاک روح د اوبو په مخ باندې ګرځېده. ۳خدای پاک وفرمایل: <رڼایي دې شي> او رڼایي شوه. ۴خدای پاک رڼایي ولیدله چې ښه ده او هغه رڼایي د تیارې څخه جدا کړه. ۵خدای پاک رڼایي د ورځې په نوم یاده کړه او تیاره یې د شپې په نوم یاده کړه، ماښام ؤ او سهار شو. دا اوله ورځ وه.

۶خدای پاک وفرمایل: <د اوبو ترمنځ دې فضا وي چې پاسنۍ اوبه د لاندې اوبو څخه جدا کړي.> ۷خدای پاک فضا جوړه کړه او د فضا لاندې اوبه یې د پاسنیو اوبو څخه جدا کړې او هماغه شان وشول. ۸خدای پاک فضا د اسمان په نوم یاده کړه، ماښام ؤ او سهار شو. دا دوهمه ورځ وه.

۹خدای پاک وفرمایل: <د اسمان لاندې اوبه دې په یو ځای کې راټولې شي او وچه دې ښکاره شي> او هماغه شان وشول. ۱۰خدای پاک وچه د ځمکې په نوم یاده کړه او اوبه یې د دریاب په نوم یادې کړې او خدای پاک ولیدل چې دا ښه دي. ۱۱خدای پاک وفرمایل: <ځمکه دې نباتات راشنه کړي. هغه تخم لرونکي نباتات، مېوه لرونکې ونې چې خپل جنس او شکل ته ورته مېوه او تخم د ځمکې پرمخ ونیسي.> او هماغه شان وشول. ۱۲ځمکې هغه بوټي راشنه کړل چې د خپل جنس په شان تخم نیسي او هغه مېوه دارې ونې چې د هغو تخم د هغوی د جنس په شان وي او خدای پاک ولیدل چې دا ښه دي. ۱۳ماښام ؤ او سهار شو. دا دریمه ورځ وه.

۱۴خدای پاک وفرمایل چې <د اسمان په فضا کې دې رڼاګانې وي چې ورځ د شپې څخه جدا کړي او هغه دې د نښو په څېر د ورځو، فصلونو او کلونو دپاره وي، ۱۵او د اسمان په فضا کې دې رڼاګانې وي چې ځمکه روښانه کړي> او هماغه شان وشول. ۱۶خدای پاک دوه لویې رڼاګانې جوړې کړې، لمر یې د ورځې د رڼا ورکولو دپاره او سپوږمۍ یې د شپې د رڼا ورکولو دپاره او ستوري یې هم جوړ کړل. ۱۷خدای پاک هغوی د اسمان په فضا کې ځای په ځای کړل ترڅو ځمکې ته رڼایي ورکړي، ۱۸چې ورځ او شپه ورباندې رڼا شي او رڼا د تیارې څخه جدا کړي او خدای پاک ولیدل چې دا ښه دي. ۱۹ماښام ؤ او سهار شو، دا څلورمه ورځ وه.

۲۰خدای پاک وفرمایل: <اوبه دې د ژوندیو موجوداتو څخه ډکې شي او مرغان دې د ځمکې د پاسه د اسمان په فضا کې والوزي.> ۲۱نو خدای پاک لوی دریابي حیوانات او د مخلوقاتو ټول ډولونه چې په اوبو کې اوسیږي جوړ کړل. هغه همدارنګه ډول ډول مرغان د هغوی د جنس په شان جوړ کړل او خدای پاک ولیدل چې دا ښه دي. ۲۲خدای پاک هغوی ته برکت ورکړ، ویې فرمایل: <بارداره او زیات شئ او دریابونه ډک کړئ او مرغان دې د ځمکې په مخ زیات شي.> ۲۳ماښام ؤ او سهار شو. دا پنځمه ورځ وه.

۲۴خدای پاک وفرمایل: <په ځمکه کې دې ژوندي حیوانات د دوی د جنس په څېر راپیدا شي، کورني حیوانات او وحشي حیوانات او خزندې دې د هغوی د جنس په شان راپیدا کړي> او هماغه شان وشول. ۲۵نو خدای پاک وحشي حیوانات د هغو د جنس په شان او کورني حیوانات او خزندې د هغوی د جنس په شان جوړ کړل او خدای پاک ولیدل چې دا ښه دي.

۲۶خدای پاک وفرمایل: <مونږ به انسان په خپل شکل او زمونږ په شان جوړ کړو ترڅو دوی په ماهیانو، په مرغانو، په کورني حیواناتو، په ټوله ځمکه او خزندو باندې حکم چلوي.> ۲۷نو خدای پاک انسان په خپل شکل پیدا کړ، هغه یې د خدای پاک په شکل پیدا کړ. هغوی یې نر او ښځه پیدا کړل. ۲۸خدای پاک هغوی ته برکت ورکړ او ویې فرمایل: <بارداره او زیات شئ او ځمکه د خلکو څخه ډکه کړئ او د خپل واک لاندې یې راولئ او په ماهیانو، په مرغانو او په ټولو حیواناتو باندې حکم چلوئ.>

۲۹خدای پاک وفرمایل: <ما تاسو ته د ځمکې په مخ باندې ستاسو د خوراک دپاره هغه بوټي او هغه مېوه دارې ونې درکړي دي چې تخم نیسي. ۳۰ما ټولو وحشي حیواناتو، مرغانو، خزندو او هغو ټولو ته چې د ژوندون ساه په کې ده ټول شنه بوټي د هغوی د خوراک دپاره ورکړل.> او همداسې وشول.

۳۱هر هغه څه چې خدای پاک جوړ کړي وو هغه یې ولیدل چې ټول ډېر ښه وو! ماښام ؤ او سهار شو. دا شپږمه ورځ وه.

مخکینۍ څپرکۍ