مخکینۍ څپرکۍ

عبرانیانو ته لیک

لومړی فصل

د خدای خبرې د خپل زوی په وسیله

۱خدای په تېره زمانه کې څو څو ځلې په مختلفو طریقو سره د خپلو پیغمبرانو په وسیله زمونږ د نیکونو سره خبرې کړې دي. ۲خو په دې اخرنیو ورځو کې یې د خپل زوی په وسیله زمونږ سره خبرې کړې دي. هغه زوی چې خدای د ټولو شیانو وارث ټاکلی دی او د هغه په وسیله یې نړۍ پیدا کړه. ۳هغه د خدای د جلال ښکاره کوونکی او د هغه د کامل ذات تصویر دی او هغه ټول کاینات د خپل کلام د قدرت په وسیله ساتي. کله چې هغه خلکو ته د خپلو ګناهونو څخه د بخښنې لاره جوړه کړه، نو هغه په اسمان کې د مطلق قادر خدای ښي لاس ته کښېناست.

مسیح د فرښتو نه لوی دی

۴څرنګه چې مسیح د فرښتو نه ډېر لوی دی، نو خدای چې هغه ته کوم نوم ورکړی دی، هغه هم د هغوی د نومونو نه ډېر لوی دی. ۵ځکه چې خدای هېڅکله کومې فرښتې ته نه دي ویلي:

ته مې زوی، زه دې نن پلار شوم.

او یا دا:

زه به یم د هغه پلار

او هغه وي به زما زوی

۶خو کله چې خدای لومړنی زېږېدلی نړۍ ته راولي، نو ورته وایي:

د خدای ټولې فرښتې دې د هغه عبادت وکړي.

۷خو د فرښتو په هکله وایي:

خدای رالېږي خپلې فرښتې لکه بادونو په شان

او خپل خدمتګاران لکه د اور د لمبو په شان

۸خو د خپل زوی په هکله وایي:

ای خدایه! تل ترتله به وي ستا د پاچاهۍ تخت

او کړې به حکومت په خپلو خلکو باندې

د انصاف له مخې

۹ته خوښوې عدالت او کرکه کوې له بدۍ

په دې خاطر خدای، یعنې ستا خدای

ته یې ستا د نورو ملګرو نه زیات

مسح کړی یې د خوشحالۍ په تېلو

۱۰همدارنګه هغه وایي:

ای څښتنه، له شروع څخه دې ایښی ؤ بنیاد د ځمکې

او اسمانونه دې کړل جوړ خپلو لاسونو باندې

۱۱هغوی فنا به شي، خو ته به پاتې شې

هغوی به ټول زاړه شي لکه لباس په شان

۱۲تاو راتاو به کړې هغوی لکه چپنې په شان

او بدل به یې کړې لکه لباس په شان

خو پاتې کېږې په خپل حال ته مدام

او پای به ونه لري هېڅ دا ستا دوران

۱۳خو خدای هېڅکله هم کومې فرښتې ته نه دي ویلي:

کښېنه زما ښي لاس ته

ترڅو کړم ستا دښمنان ستا د پښو لاندې

۱۴ایا ټولې فرښتې خدمتګار روحونه نه دي چې د هغو خلکو د خدمت دپاره رالېږل شوي چې خلاصون به مومي؟

مخکینۍ څپرکۍ