مخکینۍ څپرکۍ

د شمېر کتاب

اول فصل

د اسراییلو اوله سرشمېرنه

۱د مصر څخه د اسراییلو د قوم د راوتلو څخه وروسته د دوهم کال د دوهمې میاشتې په اوله ورځ کله چې څښتن د حضرت موسیٰ سره د سینا په دښته کې په مقدسه خېمه کې خبرې وکړې هغه وفرمایل: ۲<ته او هارون طایفه په طایفه او کورنۍ په کورنۍ د اسراییلو د ټول قوم سرشمېرنه وکړئ او د هغو ټولو خلکو د نومونو لست ولیکئ ۳چې عمر یې شل کاله یا زیات وي او جنګ کولی شي. ۴د هرې قبیلې د طایفې د یو مشر څخه مرسته وغواړئ. ۵دا د هغو مشرانو نومونه دي چې تاسو سره باید مرسته وکړي:

  • د روبین له قبیلې څخه الیصور د شدیئور زوی
  • ۶د شمعون له قبیلې څخه شلومیئیل د صوریشدای زوی
  • ۷د یهودا له قبیلې څخه نحشون د عمیناداب زوی
  • ۸د یساکار له قبیلې څخه نتنائیل د صوغر زوی
  • ۹د زبولون له قبیلې څخه الیاب د حیلون زوی
  • ۱۰د حضرت یوسف له زامنو څخه:
    • د افرایم له قبیلې څخه الیشمع د عمیهود زوی
    • د منسي له قبیلې څخه جملیئیل د فدهصور زوی
  • ۱۱د بنیامین له قبیلې څخه ابیدان د جدعوني زوی
  • ۱۲د دان له قبیلې څخه اخیعزر د عمیشدای زوی
  • ۱۳د اشیر له قبیلې څخه فجعیئیل د عکران زوی
  • ۱۴د جاد له قبیلې څخه الیاساف د دعوئیل زوی
  • ۱۵د نفتالي له قبیلې څخه اخیرع د عینان زوی.>

۱۶دا خلک قبیلوي مشران وو چې د اسراییلو د قوم څخه د دې کار دپاره وټاکل شول.

۱۷د دې دولسو نفرو په مرسته حضرت موسیٰ او حضرت هارون ۱۸د دوهمې میاشتې په اوله ورځ ټول قوم راوغوښت. خلکو خپل نومونه طایفه په طایفه او کورنۍ په کورنۍ ولیکل او هغه نفر چې عمر یې شل کاله یا زیات ؤ د هر یو نوم په لست کې ولیکل شو. ۱۹څنګه چې څښتن په حضرت موسیٰ باندې امر کړی ؤ، هغوی یې د سینا په دښته کې وشمېرل: ۲۰‏-۴۶ټول نفر چې عمر یې شل کاله یا زیات ؤ او جنګ یې کولی شو نومونه یې په لست کې ولیکل شول. د هر یو نوم د خپلو طایفو او کورنیو د سوانحو په مطابق ولیکل شو او د حضرت یعقوب د مشر زوی روبین د قبیلې څخه شروع وشوه.

  • د روبین د اولادې شمېر: ۴۶۵۰۰ تنه
  • د شمعون د اولادې څخه: ۵۹۳۰۰ تنه
  • د جاد د اولادې څخه: ۴۵۶۵۰ تنه
  • د یهودا د اولادې څخه: ۷۴۶۰۰ تنه
  • د یساکار د اولادې څخه: ۵۴۴۰۰ تنه
  • د زبولون د اولادې څخه: ۵۷۴۰۰ تنه
  • د حضرت یوسف د زامنو څخه:
    • د افرایم د اولادې څخه: ۴۰۵۰۰ تنه
    • د منسي د اولادې څخه: ۳۲۲۰۰ تنه
  • د بنیامین د اولادې څخه: ۳۵۴۰۰ تنه
  • د دان د اولادې څخه: ۶۲۷۰۰ تنه
  • د اشیر د اولادې څخه: ۴۱۵۰۰ تنه
  • د نفتالي د اولادې څخه: ۵۳۴۰۰ تنه

د هغو نفرو شمېر چې د حضرت موسیٰ، حضرت هارون او د دولسو قبیلو د مشرانو له خوا لیکل شوی ؤ، ټول ۶۰۳۵۵۰ تنه وو.

۴۷مګر هغه خلک چې د لاوي د قبیلې څخه وو په دې کې شامل نه وو، ۴۸ځکه چې څښتن حضرت موسیٰ ته فرمایلي وو: ۴۹<کله چې ته د هغو نفرو سرشمېرنه کوې چې جنګ کولی شي، نو د لاوي قبیله په کې مه شاملوه. ۵۰د هغې په ځای لاویان د مقدسې خېمې او د هغې د ټول سامان مسوولان وټاکه. هغوی به دا خېمه او د هغې سامان انتقالوي، ساتنه به یې کوي او د هغې په شاوخوا کې به خپلې خېمې ودروي. ۵۱هرکله چې تاسو خپلې خېمې بل ځای ته وړئ، نو لاویان دې مقدسه خېمه راټوله کړي او په نوي ځای کې دې بیا ودروي. که بل هرڅوک ورته نژدې ورشي وبه وژل شي. ۵۲پاتې اسراییلیان به د خپلو ډلو په اساس خېمې ودروي، هر سړی به د خپل بیرغ لاندې د خپلې ډلې سره وي. ۵۳خو لاویان به خپلې خېمې د مقدسې خېمې په شاوخوا کې ودروي ترڅو د اسراییلو په قوم باندې زما قهر نازل نه شي. لاویان دې د مقدسې خېمې د ساتلو مسئولیت په غاړه واخلي.>

۵۴څنګه چې څښتن په حضرت موسیٰ باندې امر کړی ؤ، اسراییلیانو کټ مټ هماغسې وکړل.

مخکینۍ څپرکۍ