مخکینۍ څپرکۍ

تیتوس ته د پولوس رسول لیک

لومړی فصل

۱دا لیک د پولوس له خوا چې د خدای خدمتګار او د عیسی مسیح رسول دی، لیکل شوی دی. زه د دې دپاره ټاکل شوی یم چې د خدای د غوره شویو خلکو ایمان قوي کړم او هغوی ته تعلیم ورکړم، ترڅو په هغه حقیقت پوه شي چې هغوی ته دا ورزده کوي چې څنګه د دیندارۍ ژوند وکړي. ۲دا هغه حقیقت دی چې هغوی ته د تلپاتې ژوندون هیله ورکوي. خدای چې هېڅکله دروغ نه وایي، د ازل نه دا وعده کړې ده ۳او هغه دا په ټاکلی وخت کې په خپل کلام کې ښکاره کړ. دا کار ماته وسپارل شو چې زه د هغه په اړه د خپل خلاصوونکي خدای د حکم اعلان وکړم. ۴زه دا لیک تیتوس ته لیکم چې زما رښتینی زوی دی او په ایمان کې سره شریک یو. د پلار خدای او زمونږ د خلاصوونکي عیسی مسیح فضل او سلامتي دې وي په تا باندې.

په کلیسا کې د مشرانو ټاکل

۵ته مې د دې دپاره په کریت کې پرېښودلې، ترڅو پاتې کارونه تنظیم کړې او لکه څنګه چې مې درته لارښوونه کړې ده چې په هر ښار کې د کلیساګانو دپاره مشران وټاکې. ۶مشران باید بې‌عیبه وي، یوازې یوه ښځه ولري، اولادونه یې ایمانداران وي او په هغوی باندې دې د بد‌اخلاقۍ او سرکښۍ تورونه نه وي. ۷څرنګه چې د کلیسا مشر د خدای د کور مسوول دی، نو هغه باید بې‌عیبه وي. هغه باید مغرور نه وي، تندخویه، شرابي، جګړه‌مار او د پیسو حرص ورسره نه وي. ۸هغه باید مېلمه‌پال او خیرخواه وي، په خپل نفس باندې واک ولري، عادل، سپېڅلی، سم او منظم وي. ۹هغه باید په هغه باوري پیغام باندې چې ورته تعلیم ورکړل شوی دی ټینګ ودریږي، ترڅو په خپل رښتیني تعلیم سره وکولای شي نور خلک وهڅوي او څوک چې ورسره مخالفت کوي هغوی دې په کلکه وغندي.

بې‌لارې کوونکي ښوونکي

۱۰ځکه چې ډېر داسې خلک شته چې سرکښي کوي، هغوی بېځایه خبرې کوي او خلک غولوي، په ځانګړې توګه هغه خلک چې په سنتولو باندې ټینګار کوي. ۱۱د داسې خلکو خولې باید وتړل شي، ځکه چې دوی د شرموونکې ګټې د لاسته راوړلو دپاره د هغو شیانو د تعلیم په وسیله چې باید ورنه کړل شي، د کورنیو ټول غړي تباه کوي. ۱۲د کریتیانو د عالمانو څخه یو عالم وایي: «کریتیان تل دروغجن، وحشیان، خېټور او تنبلان دي.» ۱۳دا شاهدي رښتیا ده، نو هغوی سخت ورټه ترڅو په ایمان کې روغ پاتې شي ۱۴او هغوی باید د یهودیانو زړو کیسو او د هغو خلکو حکمونو ته غوږ ونه نیسي چې حقیقت یې رد کړی دی. ۱۵د پاکو خلکو دپاره ټول شیان پاک دي، خو د ناپاکو او بې‌ایمانه خلکو دپاره هېڅ شی پاک نه دی، ځکه چې د هغوی فکرونه او وجدانونه دواړه ناپاکه دي. ۱۶هغوی دعوه کوي چې مونږ خدای پېژنو، خو په عمل کې هغوی د هغه نه انکار کوي. هغوی د کرکې وړ او نافرمانه دي او د هېڅ نېک کار کولو وړتیا نه لري.

مخکینۍ څپرکۍ