Previous chapter

د دوهم سموئیل کتاب

اول فصل

داود د شائول د مړینې څخه خبریږي

۱ د شائول د مړینې څخه وروسته، داود عمالیقیانو ته د ماتې ورکولو څخه راستون شو او دوه ورځې په صقلغ کې پاتې شو. ۲ په دریمه ورځ د شائول د کمپ څخه یو ځوان سړی چې کالي یې شلېدلي او په سر باندې یې خاورې شیندلې راغی. کله چې هغه داود ته ورغی نو هغه ته د درناوي په خاطر په ځمکه باندې پړمخې پرېوت. ۳ داود د هغه څخه پوښتنه وکړه: <له کومه ځایه راغلې؟>

هغه ځواب ورکړ: <زه د اسراییلو د اردو څخه راتښتېدلی یم.>

۴ داود پوښتنه وکړه: <ماته ووایه چې په جګړه کې څه پېښ شول؟>

هغه وویل: <اسراییلیان له جګړې څخه تښتېدلي دي، د هغوی څخه یو زیات شمېر ووژل شول. شائول او د هغه زوی یوناتان هم ووژل شول.>

۵ نو داود د هغه څخه پوښتنه وکړه: <ته څنګه پوه شوې چې شائول او یوناتان مړه دي؟>

۶ هغه ځوان ځواب ورکړ: <د تصادف له مخې زه د جلبوع په غره کې وم او ما ولیدل چې شائول په خپلې نېزې باندې تکیه کړې وه او د دښمن جنګي ګاډۍ او سپاره عسکر هغه ته نژدې کېدل. ۷ په دې وخت کې هغه مخ راواړاوه، زه یې ولیدلم او ماته یې نارې کړې. ما ځواب ورکړ: امر وکړئ، ښاغلیه! ۸ هغه زما څخه پوښتنه وکړه: ته څوک یې؟ ما ځواب ورکړ: زه یو عمالیقی یم. ۹ هغه له ما څخه هیله وکړه او وویل: راشه ما ووژنه او د دې رنځ نه مې خلاص کړه، سره له دې چې ډېر سخت درد لرم لا هم ژوندی یم. ۱۰ نو زه ورغلم او هغه مې وواژه، ځکه زه پوهېدم چې هغه سخت ژوبل دی او په هر صورت هغه مړ کیږي. وروسته مې د هغه د سر څخه تاج او د مټ څخه کړۍ راواخیستل او تاسو ته مې ای باداره راوړل.>

۱۱ نو داود او د هغه ټولو نفرو له غمه خپل کالي وشلول. ۱۲ هغوی د شائول، یوناتان او د څښتن د قوم یعنې د اسراییلو دپاره یې ویر وکړ، ویې ژړل او تر ماښامه پورې یې روژه ونیوله، ځکه چې په جګړه کې ډېر زیات نفر وژل شوي وو.

۱۳ داود د هغه ځوان څخه چې ده ته یې خبر راوړی ؤ پوښتنه وکړه: <ته د کوم ځای یې؟>

هغه ځواب ورکړ: <زما پلار عمالیقی دی خو مونږ ستاسو په هېواد کې اوسېږو.>

۱۴ داود د هغه څخه پوښتنه وکړه: <تا څنګه دا جرأت کړی دی چې د څښتن غوره شوی پادشاه ووژنې؟> ۱۵ وروسته بیا داود د خپلو نفرو څخه یو تن راوغوښت او ورته ویې ویل: <هغه ووژنه!> نو هغه یې وواهه او مړ شو. ۱۶ داود هغه عمالیقي ته وویل: <ستا وینه دې ستا په خپله غاړه وي. تا په خپله ژبه اقرار وکړ چې د څښتن غوره شوی پادشاه دې وواژه.>

د شائول او یوناتان دپاره د داود د ویر سندره

۱۷ داود د شائول او د هغه د زوی یوناتان دپاره دغه د ویر سندره وویله ۱۸ او امر یې وکړ چې د یهودا خلکو ته دې دغه د ویر سندره ورزده کړای شي چې د لیندې د ویر په نوم یادیږي. (دا سندره د یاشر په کتاب کې لیکل شوې ده.) سندره داسې ده:

۱۹ <د اسراییلو په غونډیو باندې زمونږ مشران له منځه لاړل!

هغه زړور څنګه راپرېوتل!

۲۰ په جت کې دا اعلان مه کوئ

د اشقلون په کوڅو کې دا مه خپروئ

داسې نه چې د فلسطینیانو ښځې خوشاله شي

داسې نه چې د کافرانو لورګانې خوشاله شي

۲۱ ای د جلبوع غرونو

په تاسو دې پرخه یا باران ونه اوریږي

ستاسو پټي دې غلې دانې ونه کړي

ځکه چې هلته د زړور جنګیالي سپر ناولی شوی دی

د شائول سپر به نور په تېلو غوړ نه شي

۲۲ د یوناتان لینده وژونکې وه

د شائول توره وه بې رحمه

زورور یې مړه کول، دښمنان به یې وژل

۲۳ شائول او یوناتان وو څومره ښکلي څومره ګران!

ژوند او مرګ کې هم یوځای وو

چابک له عقابانو

قوي وو له زمریانو

۲۴ ای د اسراییل ښځو شائول دپاره وژاړئ!

هغه تاسو ته کالي ښکلي سره دراغوستل

او هغه یې د سرو زرو په ګاڼو سینګارول

۲۵ څنګه مړه دا جنګیالي شول

هغوی د جنګ په ترڅ کې ووژل شول

یوناتان مړ پروت په غونډیو کې دی

۲۶ یوناتانه زما وروره، ستا دپاره زه غمجن یم

ته په ما باندې ډېر ګران وې

عجیبه ستا محبت ؤ زما دپاره

ؤ محبت دې ډېر ژور تر محبت د ښځو

۲۷ څنګه جنګیالي راپرېوتلي دي

د هغوی وسلې له منځه تللي دي>

Previous chapter