Afghan Bibles
دری · پښتو · English

د مُعلِم کِتاب

اول باب

د ژوند مقصد

۱دا د معلِم خبرې دى، چې د داؤد زوئ وو او د يروشلم بادشاه وو. ۲هغه معلِم وائى، ژوند يو غټ راز دے، او زمونږ پوهه د دې په حقله ډيره محدوده ده. ۳په مخ د زمکې خلق دومره خوارى کوى نو د دې نه دوئ تۀ فائده څۀ ده؟ ۴پيړئ په پيړئ تېرې شى، خو زمکه هميشه قائمه وى. ۵نمر راوخېژى او پرېوزى او هغه ځائ ته زر زر بيا ځى چې د کوم ځائ نه راخېژى. ۶هوا د جنوب طرف ته چلېږى، بيا تاو شى او د شمال طرف ته چلېږى، دا ګير چاپيره تاوېږى راتاوېږى او ځى راځى. ۷ټول سيندونه سمندر ته بهېږى، خو سمندر ډک نۀ شو. ځکه چې د سيندونو اوبۀ د کوم ځائ نه بهيږې نو هم هلته مسلسل واپس راځى او بيا د هغه ځائ نه بهيږى. ۸ټول څيزونه دومره د خوارئ ډک دى چې انسان يې بيانولے نۀ شى. نۀ سترګې په کتلو مړېږى، او نۀ غوږونه په اوريدو ډکيږى. ۹څۀ چې مخکښې وُو دا به بيا هم وى، څۀ چې شوى دى هغه به بيا هم کيږى. په مخ د زمکې هيڅ هم نوى نشته. ۱۰کله کله خلق وائى، ”ګوره! دا يو نوے څيز دے!“ خو اصل کښې دا زوړ وى، يو څيز هم په رښتيا نوے نۀ دے. ۱۱هيچا ته ياد نۀ دى چې په تېرو وختُونو کښې څۀ شوى وُو او څۀ چې اوس کيږى هغه به د راتلونکې وخت خلقو ته ياد نۀ وى.

معلِم جواب لټوى

۱۲زۀ معلِم په يروشلم کښې د بنى اِسرائيلو بادشاه وم. ۱۳ما پوره عقل سره تلاش شروع کړو چې زۀ به حکمت سره هغه هر څۀ وګورم او معلوم به يې کړم کوم چې په دنيا کښې شوى دى. نو زۀ دې نتيجې ته ورسيدم چې خُدائ پاک انسان له مشکل مشقت ذمه وارى ورکړې ده چې مصروف يې وساتى. ۱۴ما هغه هر څۀ وليدل چې په مخ د زمکې شوى دى او زۀ تا ته وايم، چې دا هر څۀ بې معنې دى او هوا پسې منډې وهل دى. ۱۵څۀ چې غلط دى هغه ټيک کيدے نۀ شى، او د څۀ چې کمے دے نو هغه پيدا کيدے نۀ شى. ۱۶ما د خپل ځان سره ووئيل، ”زۀ د هغه ټولو نه ډېر زيات هوښيار يم چا چې زما نه مخکښې په يروشلم بادشاهى کړې ده. ما ډير حِکمت او علم حاصِل کړے دے.“ ۱۷ما خپل پوره ذهنى طاقت په دې ولګولو چې حِکمت وپېژنم، او هم په ليونتوب او بې وقُوفتوب پوهه شم، خو ما ته پته ولګېده چې دا ټول هم هوا پسې منډې وهل دى. ۱۸ځکه چرته چې حِکمت زيات وى هلته پرېشانى هم زياته وى، او څوک چې علم زياتوى هغه غمونه زياتوى.