د اشعیا نبي کتاب

درېم فصل

په اورشلیم او یهودا کې ګډوډي

۱ اوس څښتن، مطلق قادر څښتن به د اورشلیم او یهودا نه ټول شیان چې د خلکو ژوند ورسره تړلي دي، واخلي. هغه به د خوړو او اوبو قحطي راولي. ۲ څښتن به د هغوی جنګیالیان او د هغوی عسکر، د هغوی قاضیان او پیغمبران، د هغوی فال کتونکي او سپین ږیري، ۳ د هغوی نظامي او ملکي مشران، د هغوی مشاوران، ماهر کسبګران او جادوګران، هم واخلي. ۴ څښتن به هلکان د هغوی مشران کړي او ماشومان به په هغوی باندې حکومت وکړي. ۵ خلک به په یو بل باندې ظلم او زیاتی کوي. ځوانان به د خپلو مشرانو سپکاوی کوي او سپک خلک به د شریفو خلکو عزت نه کوي.

۶ داسې وخت به راشي چې د یوې طایفې خلک به د خپل منځ نه یو کس خوښ کړي او هغه ته به ووایي: «ته خو یوه چپنه لرې، راشه د دې کنډوالې مشر شه.»

۷ خو هغه به په ټینګه ځواب ورکړي: «نه! زه ستاسو سره مرسته نه شم کولای. زما سره نه خواړه شته او نه چپنه. ما د خپل مشر په توګه مه ټاکئ!»

۸ هو، اورشلیم تباه کیږي! او یهودا سقوط کوي! هغوی چې هرڅه وایي او هرڅه کوي هغه د څښتن په خلاف دي. هغوی د هغه د جلال په وړاندې سرکښي کوي. ۹ د هغوی د مخونو څخه د هغوی ملامتیا ښکاره ده. هغوی د سدوم د خلکو په شان په ښکاره ګناه کوي. افسوس د هغوی په حال! ځکه هغوی په خپله دا تباهي په خپل ځان باندې راوستې ده.

۱۰ نېکو خلکو ته ووایئ: «ستاسو هر کار به سم روان وي. تاسو به د خپل کار او زحمت ثمره ووینئ.» ۱۱ بدو خلکو ته ووایئ: «افسوس ستاسو په حال! ځکه ستاسو سره به د بدو کارونو په بدل کې عمل وشي.»

۱۲ ماشومان زما په قوم باندې ظلم کوي او ښځې په هغوی باندې حکومت کوي. ای زما قومه، ستاسو مشران تاسو بې لارې کوي، نه غواړي چې تاسو په سمه لاره لاړ شئ.

څښتن د خپل قوم په هکله قضاوت کوي

۱۳ څښتن دې ته تیار دی چې خپله محاکمه دایره کړي او د خلکو قضاوت وکړي. ۱۴ څښتن د خپل قوم سپین ږیري او مشران د محاکمې دپاره راولي. هغوی ته وایي: «تاسو زما د انګورو باغ لوټ کړی دی او د غریبانو څخه مو چې هرڅه وړي دي، د هغو څخه مو خپل کورونه ډک کړي دي. ۱۵ تاسو حق نه لرئ چې زما قوم تر پښو لاندې کړئ او د غریبانو سرونه په ځمکه ووهئ. زه مطلق قادر څښتن خدای داسې وایم.»

د اورشلیم ښځو ته خبرداری

۱۶ څښتن وویل: «وګورئ، د اورشلیم ښځې څومره مغرورې دي! هغوی هسکې غاړې نیولې او روانې دي. هغوی د شهوت په سترګو هرې خواته ګوري. په ناز او نخرو باندې قدمونه اخلي او خپل پایزیبونه شرنګوي. ۱۷ خو زه به هغوی ته سزا ورکړم - د هغوی سرونه به وخرایم او هغوی به بې پردې او رسوا کړم.»

۱۸ داسې ورځ راورانه ده چې څښتن به د اورشلیم د ښځو څخه هغه ټول شیان چې هغوی ورباندې مغروره دي، اخلي، یعنې: د هغوی پایزیبونه، د سر ټیک، د نوې میاشتې د سپوږمۍ په شان غاړکۍ، ۱۹ غوږوالۍ، بنګړي او نقابونه، ۲۰ ټیکري، بازوبندونه، کمربندونه، د عطرو بوتلونه او تعویذونه، ۲۱ ګوتې او پېزوانونه، ۲۲ ښکلې چپنې، بې لستوڼو چپنې، شالونه، لاسي بکسونه، ۲۳ آئینې، د کتان کالي، تاجونه او څادرونه.

۲۴ د عطرو په ځای به د هغوی نه بد بوی خېژي، د ښایسته کمربندونو په ځای به هغوی زیږه پړي له ځانه راتاو کړي وي، د ښایسته ویښتانو په ځای به هغوی ګنجیانې وي، د ښکلو جامو په ځای به هغوی بدرنګې جامې اغوستې وي، د هغوی ښایست به د شرم په داغ بدل شي.

۲۵ د ښار سړي به په توره او ستاسو تکړه سړي به د جګړې په ډګر کې ووژل شي. ۲۶ د ښار د دروازو څخه به د ژړا او ویر اوازونه اورېدل کیږي او خپله ښار به په ماتم کې ویجاړیږي.