۰:۰۰ / ۰:۰۰

د څېړونکي کتاب

دوهم فصل

د عیش او عشرت او د شتمنۍ ګټه

۱ له ځان سره مې وویل: «راځه چې عیش او عشرت وازمایم ترڅو له ژوند نه خوند واخلم.» خو چې ومې لیدل دا حالت هم لوګی او پوکی ؤ. ۲ نو ما فکر وکړ چې

خندا او خوشحالي جهالت دی

او د عیش او عشرت ګټه څه ده؟

۳ په داسې حال کې چې حکمت لا هم زما د زړه لارښوونه کوله، نو ومې غوښتل دا وڅېړم چې څنګه ځان په شرابو خوشحاله او په حماقت کې ډوب کړم. غوښتل مې وګورم چې د انسانانو دپاره څه شی ښه دی چې د خپل ژوند په لنډه موده کې یې تر‌سره کړي.

۴ ما د خپل ځان دپاره لوی لوی کارونه وکړل. ما کورونه ودان کړل او د انګورو تاکونه مې کښېنول. ۵ د ځان دپاره مې باغونه او پارکونه جوړ کړل او په هغو کې مې ډول ډول د مېوو ونې کښېنولې. ۶ ما د راشنو شویو ونو د خړوبولو دپاره د اوبو ډنډونه جوړ کړل. ۷ ما غلامان او وینځې واخیستلې او په کور کې مې نور غلامان او وینځې هم زېږېدلې وې. زه د ډېرو رمو او پادو خاوند شوم. زما څاروي دومره ډېر وو چې زما څخه مخکې په اورشلیم کې هېچا نه درلودل. ۸ ما د خپل لاس لاندې سیمو څخه د ځان دپاره سره او سپین زر او د پاچاهانو شتمني راټوله کړه. ما ښځینه او نارینه سندرغاړي راټول کړل او خپل حرمسرای مې له ښایسته ښځو نه ډک کړ چې سړیو یې د عیش او عشرت ارمان کاوه.

۹ نو زه دومره لوی او ځواکمن شوم چې زما څخه مخکې په اورشلیم کې داسې ځواکمن سړی نه ؤ تېر شوی او ما خپل حکمت هم له لاسه ورنه کړ. ۱۰ ما د خپل زړه هر ارمان پوره کاوه. ما د هېڅ ډول عیش او عشرت نه ځان بې‌برخې نه کړ. زه د دې ټولو له زیار او زحمت نه ډکو کارونو څخه چې ما تر‌سره کړي وو، خوشحاله وم او دا خوشحالي زما د دې زحمتونو انعام ؤ. ۱۱ نو بیا مې په خپلو ټولو هغو کارونو چې ما کړي وو او ټولو هغو زحمتونو چې د هغو د تر‌لاسه کولو دپاره مې ویستلي وو، فکر وکړ. نو ومې لیدل چې دا هرڅه لوګی او پوکی، په باد پسې منډې وهل او د اسمان لاندې د هېڅ ګټې تر‌لاسه کول وو.

د حکمت او حماقت څېړنه

۱۲ بیا ما پرېکړه وکړه چې په حکمت، جهالت او حماقت باندې غور او فکر وکړم. ځکه کوم کس چې له پاچا څخه وروسته راځي هغه نور څه کولای شي، پرته له هغه څه چې پخوا هم شوي وو؟ ۱۳ نو ماته معلومه شوه چې

لکه څنګه چې په رڼا کې له تیارې نه ګټه ډېره ده

همداسې په حکمت کې د حماقت نه ګټه ډېره ده

۱۴ هوښیار انسان په رڼا کې روان وي

خو کم‌عقل انسان په تیاره کې روان وي

نو زه دې نتیجې ته ورسېدم چې د دواړو انجام یو دی. ۱۵ بیا مې له ځان سره وویل: «هغه څه چې په کم‌عقل انسان باندې پېښیږي په ما به هم پېښ شي. بیا نو زه د حکمت په حاصلولو سره څه ګټه تر‌لاسه کوم؟» او بیا مې له ځان سره وویل: «دا حالت هم لوګی او پوکی دی.» ۱۶ ځکه داسې وخت به راشي چې هوښیار انسان به هم د کم‌عقل انسان په شان تل په یاد پاتې نه شي او دواړه به هېر شي. افسوس چې هوښیار انسان به هم لکه د کم‌عقل انسان په شان مړ کیږي. ۱۷ نو بیا مې زړه له ژوند نه تور شو، ځکه هغه څه چې د اسمان لاندې تر‌سره کیږي زه یې ډېر په تکلیف کړی وم. نو دا هرڅه لوګي او پوکي او په باد پسې منډې وهل دي.

د زیار او زحمت نه ډک کارونه

۱۸ د هغو ټولو شیانو دپاره چې د هغو په خاطر مې د یو مزدور په څېر د اسمان لاندې زحمتونه ویستلي وو، زما سره کرکه پیدا شوه، ځکه چې دا هرڅه باید هغه چاته پرېږدم چې زما څخه وروسته راځي. ۱۹ څوک پوهیږي چې دغه کس به هوښیار وي یا کم عقل؟ خو بیا به هم هغه د ټولو هغو شیانو خاوند شي د کوم دپاره چې ما د اسمان لاندې زیار او زحمت ویستلی دی او له خپل حکمت نه مې کار اخیستلی دی، ترڅو هغه تر‌لاسه کړم. نو دا حالت هم لوګی او پوکی دی. ۲۰ نو بیا ما په دې اړه فکر وکړ او زه د هغو ټولو له زیار او زحمت نه ډکو کارونو څخه ناهیلی شوم چې د اسمان لاندې مې ویستلي وو. ۲۱ دا ځکه چې یو انسان به په حکمت، پوهې او لیاقت سره زیار او زحمت وباسي او یو څه به حاصل کړي، خو وروسته به خپله برخه هغه چاته پرېږدي چې د هغو دپاره یې هېڅ زیار او زحمت نه دی ویستلی. نو دا حالت هم لوګی او پوکی او لویه بدبختي ده. ۲۲ نو انسان د دې ټولو زحمتونو او هلو ځلو څخه چې د یو مزدور په څېر یې د اسمان لاندې وباسي، څه تر‌لاسه کوي؟ ۲۳ هغه د دردونو نه ډکې ورځې تېروي او ټول کارونه یې سخت او له کړاوونو نه ډک دي. حتی د شپې له خوا به هم د هغه زړه ارامه نه وي. نو دا حالت هم لوګی او پوکی دی.

د ژوند نه خوند اخیستل

۲۴ نو دا ټول نعمتونه چې انسان یې خوري او څښي او له خپل زیار او زحمت نه خوند اخلي، د هغه له خوا نه دي، بلکې لکه څنګه چې ماته معلومه شوه، د خدای له خوا دي. ۲۵ په حقیقت کې، هېڅوک زما په شان نه شي کولای چې څه وخوري او له خپل ژوند نه خوند واخلي. ۲۶ ځکه هرڅوک چې خدای راضي او خوشحاله کړي، نو خدای هم هغه ته پوهه، حکمت او خوشحالي ورکوي. خو ګناهکارانو ته د مال او دولت د راټولولو او ذخیره کولو سخت کار ور په برخه کوي او بیا یې ترې نه بېرته اخلي او هغه چاته یې ورکوي چې خدای ترې راضي او خوشحاله وي. نو دا حالت هم لوګی او پوکی او په باد پسې منډې وهل دي.