۰:۰۰ / ۰:۰۰

عبرانیانو ته لیک

دوهم فصل

لوی خلاصون

۱ له دې امله مونږ چې څه اورېدلي دي هغو ته باید نور هم پام وکړو، هسې نه چې بې‌لارې شو. ۲ ځکه کوم پیغام چې د فرښتو په وسیله ورکړل شوی ؤ، هغه د باور وړ ؤ او هره ګناه او نافرمانۍ به خپله سزا لیدله. ۳ نو له دې امله که چېرې مونږ داسې لوی خلاصون له پامه وغورځوو، بیا څنګه کولای شو چې د هغې د سزا نه وتښتو؟ دا خلاصون اول خپله د څښتن عیسی له خوا اعلان شو او بیا د هغو خلکو له خوا تایید شو چې د هغه خبرې یې اورېدلې وې. ۴ همدارنګه خدای هم دا پیغام د خپلو نښو، حیرانوونکو کارونو او ډول ډول معجزو په ښودلو او د خپلې ارادې له مخې د روح القدس د نعمتونو په ورکولو سره تصدیق کړ.

زمونږ د خلاصون لارښود

۵ نو خدای فرښتو ته دا اختیار ورنه کړ چې په راتلونکې دنیا باندې چې مونږ یې په هکله خبرې کوو، حکومت وکړي. ۶ بلکې د خدای د کلام په یو ځای کې لیکل شوي دي:

انسان څه دی چې ته یې خیال ساتې؟

فاني انسان چې ته پرې پام ساتې؟

۷ تا پیدا کړي هغوی ټیټ له فرښتو نه

د لږ وخت دپاره

او شان شوکت دې ورته ایښی په سر

۸ تا ورکړی واک او اختیار هغوی ته

ټولو شیانو باندې دی

اوس چې خدای هرڅه د هغوی تابع کړي دي، نو دا ښکاره ده چې نور هېڅ داسې شی پاتې نه دی چې د هغوی په اختیار کې نه وي، خو تر‌اوسه مونږ نه وینو چې هرڅه د انسان په اختیار کې وي. ۹ خو مونږ عیسی وینو چې د هغه مقام د لږ وخت دپاره د فرښتو څخه ټیټ کړای شوی دی، خو اوس د جلال او عزت تاج د هغه په سر ایښودل شوی دی، ځکه چې هغه مرګ وزغملو، ترڅو د خدای د فضل په وسیله د هر انسان په خاطر د مرګ خوند وڅکي.

۱۰ نو خدای دا مناسب وګڼل چې د خالق په توګه چې ټول شیان د هغه دي او د هغه دپاره دي، ډېر زامن جلال ته ورسوي. نو هغه عیسی چې د هغوی د خلاصون د لارې جوړوونکی دی، د کړاوونو په زغملو سره کامل کړي. ۱۱ ځکه څوک چې د خلکو ګناهونه پاکوي او هغه څوک چې ګناهونه یې پاکیږي، دواړه د یوې کورنۍ څخه دي. نو له دې امله عیسی په دې نه شرمیږي چې هغوی ته خپل خویندې او ورونه ووایي. ۱۲ هغه وایي:

زه به اعلان کړمه ستا نوم خپلو خلکو ته

د دوی غونډه کې به وکړم ستا ثنا او صفت

۱۳ همدارنګه هغه وایي:

زه به توکل وکړم په خدای باندې

بیا وایي:

زه دلته یمه د هغوی د اولادونو سره

چې خدای راکړي راته

۱۴ څرنګه چې د خدای اولادونه انسانان دي او د غوښې او وینې څخه جوړ شوي دي، نو عیسی هم د هغوی په شان انسان شو، ترڅو د خپل مرګ په وسیله هغه څوک له منځه یوسي چې په مرګ باندې یې واک درلود، یعنې شیطان ۱۵ او هغه خلک ازاد کړي چې د مرګ له وېرې یې خپل ټول ژوند په غلامۍ کې تېراوه. ۱۶ بې له شکه چې هغه د فرښتو سره د مرستې دپاره نه بلکې د ابراهیم د اولادې سره د مرستې په خاطر راغلی دی. ۱۷ له همدې امله د هغه دپاره په هر لحاظ لازم ؤ چې د خپلو ورونو په شان شي، ترڅو وکولای شي چې خدای ته په خدمت کولو کې یو رحم کوونکی او لوی وفادار کاهن شي او وکولای شي چې د خلکو د ګناهونو کفاره ورکړي. ۱۸ څرنګه چې عیسی خپله د ازمېښت په وخت کې کړاوونه وزغمل، نو هغه کولای شي چې د هغو خلکو سره مرسته وکړي چې د ازمېښت سره مخ دي.