۰:۰۰ / ۰:۰۰

فیلیپیانو ته د پولوس رسول لیک

دوهم فصل

د مسیح عاجزي او لویي

۱ که چېرې تاسو په مسیح کې ډاډه یئ، یا د هغه مینه تاسو ته تسلي درکوي، یا د خدای د روح سره شراکت لرئ، یا ستاسو ترمنځ مینه او خواخوږي وي، ۲ نو تاسو زما خوشحالي پوره کړئ او په یو فکر اوسئ، یو د بل سره مینه ولرئ، په روح کې سره یو اوسئ او یو مقصد ولرئ. ۳ د ځان خوښونې او غرور له مخې هېڅ کار مه کوئ، بلکې په عاجزۍ سره نور خلک د ځان نه لوړ ګڼئ. ۴ یوازې د خپل ځان په فکر کې مه اوسئ، بلکې د نورو ګټې هم په پام کې ونیسئ. ۵ هماغه ډول فکر ولرئ لکه څنګه چې عیسی مسیح درلود.

۶ که څه هم هغه الهي ذات ؤ، خو هغه د خدای سره د برابرۍ څخه د خپل ځان په ګټه کار وانخیست، ۷ بلکې هغه په خپله خوښه د هرڅه نه تېر شو او د یو غلام فطرت یې اختیار کړ. هغه د انسان په شکل پیدا شو او په انساني جسم کې راښکاره شو. ۸ هغه خپل ځان عاجز کړ او د تابعدارۍ له مخې مرګ ته حاضر شو او حتی په صلیب باندې مرګ ته. ۹ له همدې امله خدای هغه ته لوړ مقام ورکړ او هغه ته یې هغه نوم ورکړ چې د ټولو نومونو نه لوړ دی، ۱۰ ترڅو د عیسی په نوم ټول مخلوقات که په اسمان کې دي، که د ځمکې په مخ او که د ځمکې لاندې، هغه ته په ګونډو شي ۱۱ او ټول د پلار خدای د جلال دپاره په خپله خوله باندې اقرار وکړي چې عیسی مسیح څښتن دی.

په دې دنیا کې د ستورو په شان وځلېږئ

۱۲ له دې امله زما ګرانو دوستانو، لکه څنګه چې تاسو تل زما اطاعت کړی دی، نه یوازې زما په شتون کې، بلکې د هغې نه زیات یې اوس زما په نشتون کې هم وکړئ. نو په وېره او لړزېدلو سره هغه کارونه سرته ورسوئ چې ستاسو د خلاصون د ښکاره کولو سبب ګرځي. ۱۳ ځکه چې دا خدای دی چې په تاسو کې کار کوي او په تاسو کې اراده او قدرت پیدا کوي چې د هغه نېک مقصد پوره کړئ.

۱۴ هر کار پرته له ګورېدلو او بحث کولو سرته ورسوئ، ۱۵ ترڅو په دې زمانه کې چې ټول بې‌لارې او غلط خلک دي، تاسو د خدای بې‌عیبه، معصوم او لکه د خدای بې‌ګناه اولادونه اوسئ او د هغوی په منځ کې لکه د اسمان د ستورو په شان وځلېږئ. ۱۶ تاسو تل د ژوندون پیغام خلکو ته ورسوئ. که چېرې داسې وکړئ، نو زه به د مسیح د راتللو په وخت کې ویاړم چې نه زما منډې بې‌ګټې شوې او نه مې خواري بېځایه لاړه. ۱۷ حتی که چېرې لازمه وي چې زما وینه دې لکه د قربانۍ په شان ستاسو د ایمان د قربانۍ په خاطر تویه شي، نو زه به خوشحاله یم او ستاسو ټولو په خوشحالۍ کې به شریک شم. ۱۸ نو تاسو هم خوشحاله اوسئ او زما سره په خوشحالۍ کې شریک شئ.

تیموتاوس او اپافرودیتوس په هکله مثالونه

۱۹ زه څښتن عیسی ته هیله‌من یم چې ډېر زر به تیموتاوس درولېږم، ترڅو ستاسو د احوال نه خبر شم، نو خوشحاله به شم. ۲۰ ځکه چې دلته د هغه په شان زما سره بل څوک نشته چې په رښتیا ستاسو په فکر کې وي. ۲۱ ځکه چې نور ټول د خپلو ګټو پسې ګرځي، نه د عیسی مسیح پسې. ۲۲ خو تاسو پوهېږئ چې تیموتاوس خپل لیاقت ثابت کړ چې هغه لکه د یو زوی په شان چې د خپل پلار خدمت کوي، زما سره د زېري په خپرولو کې خدمت کړی دی. ۲۳ نو له دې امله زه هیله لرم چې څنګه زما حال معلوم شي، نو زه به هغه تاسو ته درولېږم ۲۴ او زه په څښتن باندې باور لرم چې په خپله به هم زر درشم.

۲۵ خو اوس ما دا ضروري وګڼله چې زمونږ ورور، د خدمت ملګری او همکار عسکر اپافرودیتوس تاسو ته درولېږم چې هغه ستاسو پیغام رسوونکی دی او تاسو هغه زما د اړتیاوو د پوره کولو دپاره لېږلی ؤ. ۲۶ ځکه چې هغه ډېر ارمان لري چې تاسو ټول وویني او هغه خفه دی، ځکه چې تاسو د هغه د ناروغۍ نه خبر شوي وئ. ۲۷ هغه په رښتیا ناروغه ؤ او مرګ ته نژدې ؤ، خو خدای په هغه باندې رحم وکړ او یوازې په هغه نه، بلکې په ما یې هم وکړ چې په ما باندې د غم دپاسه غم رانه شي. ۲۸ نو زه ډېر غواړم چې هغه تاسو ته درولېږم چې یوځل بیا د هغه په لیدلو خوشحاله شئ او زما غم هم کم شي. ۲۹ نو هغه ته د څښتن په نوم په ډېرې خوشحالۍ سره هرکلی ووایئ او د هغه په شان خلکو ته درناوی کوئ. ۳۰ ځکه چې هغه مسیح ته د خدمت په لاره کې مرګ ته نژدې شوی ؤ او هغه خپل ژوند د هغه خدمت دپاره په خطر کې واچاوه چې تاسو زما دپاره ونه کړای شو.