۰:۰۰ / ۰:۰۰

تیتوس ته د پولوس رسول لیک

دوهم فصل

په کلیسا کې د سمې عقیدې په هکله تعلیم ورکول

۱ خو ته هغه تعلیم ورکوه چې د سمې عقیدې له مخې وي. ۲ سپین‌ږیرو ته ووایه چې هغوی دې هوښیار او عزتمن وي، په خپلو نفسونو باندې واک ولري، په ایمان، مینه، صبر او زغم کې ټینګ اوسي. ۳ همدارنګه سپین سرو ته ووایه چې په خپل چال چلند کې سپېڅلې اوسي، غیبت دې نه کوي او ډېر شراب دې نه څښي او نورو ته دې د نېکۍ کولو تعلیم ورکوي، ۴ ترڅو دوی وکولای شي هغو ځوانو ښځو ته داسې روزنه ورکړي چې د خپلو مېړونو او اولادونو سره مینه وکړي. ۵ همدارنګه هغوی دې په خپلو نفسونو باندې واک ولري، پاک لمنې، په خپلو کورونو کې ښې کارکوونکې وي، مهربانې او د خپلو مېړونو تابعدارې اوسي، ترڅو د خدای کلام بدنام نه شي.

۶ همدارنګه ځوانان وهڅوه چې اعتدال خوښوونکي اوسي. ۷ تل باید داسې نېک کارونه وکړې چې د نورو دپاره مثال وګرځي او په خپل تعلیم کې دې ایمانداري او درنښت ښکاره کړه. ۸ داسې سمې خبرې وکړه چې څوک درته ګوته ونه نیسي، ترڅو ستا مخالفین وشرمیږي او د هغوی سره به زمونږ په هکله د بدو ویلو دپاره کوم څه نه وي.

۹ غلامانو ته ووایه چې په هر کار کې دې د خپلو بادارانو تابع اوسي او هغوی دې راضي ساتې او د هغوی سره دې بحث نه کوي. ۱۰ د هغوی څخه دې پیسې نه غلا کوي، بلکې خپله ټوله وفاداري دې وښایي، ترڅو په هره طریقه چې هغوی زمونږ د خلاصوونکي خدای په هکله کوم تعلیم ورکوي هغه په زړه پورې وي.

۱۱ ځکه چې د خدای فضل د ټولو خلکو د خلاصون دپاره ښکاره شوی دی. ۱۲ دا فضل مونږ ته رازده کوي چې بې‌مذهبي او دنیاوي غوښتنې پرېږدو او په دې دنیا کې د پرهېزګارۍ، عدالت او دیندارۍ ژوند وکړو. ۱۳ نو مونږ د برکت نه ډکه هیله یعنې د خپل لوی خدای او خلاصوونکي عیسی مسیح د بېرته راتللو په انتظار یو. ۱۴ هغه خپل ځان زمونږ په خاطر قربان کړ، ترڅو مونږ د هر ډول بدیو نه خلاص کړي او زمونږ څخه د خپل ځان دپاره داسې پاک قوم جوړ کړي چې د نېکو کارونو شوقیان اوسو.

۱۵ د دې شیانو په هکله تعلیم ورکړه او په پوره واک سره هغوی وهڅوه او اصلاح یې کړه. هېچا ته اجازه مه ورکوه چې تاته په سپکه سترګه وګوري.