۰:۰۰ / ۰:۰۰

تیموتاوس ته د پولوس رسول لومړی لیک

دوهم فصل

د عبادت په هکله لارښوونې

۱ نو د هرڅه نه مخکې زه په کلکه ستاسو نه غوښتنه کوم چې د ټولو خلکو دپاره زارۍ، دعاګانې، شفاعتونه او شکرګزاري وکړئ. ۲ د پاچاهانو او د واک د ټولو خاوندانو دپاره همداسې وکړئ، ترڅو مونږ په ټولو برخو کې د دیندارۍ او عزت سره یو سوله‌ییز او ارام ژوند وکړو. ۳ دا کار ښه دی او زمونږ خلاصوونکی خدای ورباندې خوشحالیږي. ۴ هغه غواړي چې ټول خلک خلاصون ومومي او حقیقت وپېژني. ۵ ځکه چې یو خدای دی او د خدای او انسانانو ترمنځ یو منځګړی دی او هغه عیسی مسیح دی چې په خپله انسان دی ۶ او خپل ځان یې د ټولو دپاره قربان کړ او دا په ټاکلی وخت کې ثابته شوه چې خدای غواړي ټول خلک خلاصون ومومي. ۷ له همدې امله زه وعظ کوونکی او رسول وټاکل شوم. زه خدای راولېږلم چې غیریهودیانو ته د ایمان او حقیقت په هکله تعلیم ورکړم. زه رښتیا وایم او دروغ نه وایم.

۸ نو زه غواړم چې د هر عبادت په وخت کې دې سړي بې له قهر او دعوې څخه خپل سپېڅلي لاسونه پورته کړي او دعا دې وکړي. ۹ همدارنګه ښځې دې هم د حیا او شرافت مناسب کالي واغوندي، نه دا چې خپلې کمڅۍ جوړې کړي او په سرو زرو، مرغلرو او قیمتي کالیو باندې خپل ځانونه سینګار کړي، ۱۰ بلکې خپل ځانونه دې په ښو عملونو چې د دیندارو ښځو سره ښه ښکاري، سینګار کړي. ۱۱ پرېږدئ چې ښځې په ارامۍ او تابعدارۍ سره زده کړه وکړي. ۱۲ زه اجازه نه ورکوم چې ښځې دې سړیو ته تعلیم ورکړي او یا دې په هغوی باندې واک او اختیار ولري، بلکې ښځه باید غلې اوسي، ۱۳ ځکه چې لومړی آدم پیدا شو او وروسته حوا ۱۴ او دا آدم نه ؤ چې وغولېده، بلکې ښځه وه چې وغولېدله او د خدای قانون یې مات کړ. ۱۵ خو ښځې به د اولاد په راوړلو سره خلاصون مومي، که چېرې هغوی په ایمان، مینه او پاکۍ کې ټینګې پاتې شي او په خپل ځان باندې واک ولري.