مخکینۍ څپرکۍ

د کورنتيانو په نوم د پولوس رسول دوېم خط

اول باب

سلام

۱ د پولوس د طرفه چې د خُدائ پاک په مرضۍ د عيسىٰ مسيح رسول دے او زمونږ ورور تيموتيوس د طرفه د خُدائ پاک هغه جماعت په نوم کوم چې په کورنتوس کښې دے او ورسره د ټولو اخيه د مقدسينو په نوم، ۲ زمونږ د خُدائ پلار او د مالِک عيسىٰ مسيح د طرفه دې په تاسو فضل او سلامتى وى.

د پولوس د تکليف نه وروستو د خُدائ پاک شُکر ګزارى

۳ زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د خُدائ پاک او پلار ثنا دې وى چې د رحم نه ډک پلار او د هر قِسمه تسلۍ خُدائ پاک دے. ۴ هغه زمونږ په ټولو مصيبتونو کښې مونږ ته تسلى راکوى د دې دپاره چې مونږ نورو ته هم تسلى ورکولے شُو کله چې هغوئ په مصيبت کښې راګېر شوى وى نو مونږ هم هغه تسلى ورکولے شُو چې خُدائ پاک مونږ ته راکړې ده. ۵ د مسيح په وجه چې د څومره ډېرو تکليفونو سره مخامخ کيږُو نو ورسره خُدائ پاک په مسيح کښې زمونږ تسلى هم زياتوى. ۶ کۀ مونږ د څۀ قسم مصيبتونو سره مخامخ کيږُو نو دا ستاسو د تسلۍ او خلاصون دپاره او کۀ مونږ تسلى مومو نو دا ستاسو د تسلۍ دپاره دى چې تاسو هم هغه تکليفونه په صبر سره تېر کړئ کوم تکليفونه چې مونږه هم تېروو. ۷ او زمونږ اُميد ستاسو په حقله ډېر کلک دے ځکه چې مونږ په دې پوهه يُو چې څنګه چې تاسو زمونږ په تکليفونو کښې شريک يئ، نو هم دغه شان تاسو زمونږ په تسلۍ کښې هم شريک يئ. ۸ اے وروڼو او خوېندو، مونږ دا نۀ غواړو چې تاسو دې د هغه مصيبت نه ناخبره پاتې شئ کوم چې د آسيه په صوبه کښې په مونږ راغلو، ځکه چې په مونږ دومره سخت دباؤ وو چې د برداشت نه بهر وو او مونږ د ژوند نه نا اُميده شوى وُو. ۹ نو په حقيقت کښې مونږ خپل مرګ په خپلو سترګو وليدلو. خو مونږ بيا د خپل ځان په ځائ په هغه خُدائ پاک بهروسه وکړه څوک چې مړى راژوندى کوى. ۱۰ خُدائ پاک مونږ د داسې خطرناک مرګ نه بچ کړو، او بيا به مو هم بچ کوى. زمونږ په هغۀ ايمان دے چې بيا به مو هم بچ کوى. ۱۱ او تاسو د خپلو دُعاګانو په وسيله زمونږ مدد کوئ. او ډېر خلق به د خُدائ پاک شُکر ګزارى وکړى ځکه چې خُدائ پاک په خپل فضل و کرم سره د ډېرو خلقو دُعاګانې زمونږ دپاره قبولې کړې دى.

د پولوس د ملاقات اراده بدلول

۱۲ دا خبره مونږ ته د فخر کولو ده چې زمونږ ضمير صفا دے. ځکه چې د خُدائ پاک په وړاندې مونږ د خلوص نه ډک او د سادګۍ ژوند تير کړو. او مونږ په خپل انسانى حکمت بهروسه نۀ ده کړې. بلکې د خُدائ پاک په فضل مو په دُنيا کښې او خاص تاسو سره داسې رويه وکړه. ۱۳ مونږ تاسو ته صفا خبره ليکُو په هغې کښې څۀ داسې ليکل نشته چې تاسو يې لوستلے نۀ شئ او يا پرې نۀ پوهېږئ، او زما اُميد دے چې يوه ورځ به تاسو پرې پوره پوهه شئ. ۱۴ خو کۀ اوس تاسو زمونږ په خبرو نۀ پوهېږئ نو بيا کله چې مالِک عيسىٰ راشى، نو تاسو به په مونږ فخر کوئ او هم دغه شان به مونږ په تاسو فخر کوُو. ۱۵ د کله نه چې زۀ ستاسو د پوهې او ايمان نه مطمئن وم نو ما غوښتل چې اول تاسو سره ملاقات وکړم د دې دپاره چې زما په دوباره درتلو سره ستا يو په دوه فائده وشى. ۱۶ ما غوښتل چې د مِکدونيه په لار زۀ تاسو سره مِلاو شم او په واپسۍ کښې تاسو له راشم او تاسو به مې يهوديه ته رُخصت کړئ. ۱۷ تاسو ما ته دا ووايئ چې ګنې ما خپله منصوبه داسې جوړه کړې وه څۀ؟ لکه د دُنياوى خلقو په شان په يوه اراده نۀ وى چې په يوه لحظه کښې ”آو“ او په بله لحظه ”نه“ وائى؟ ۱۸ څنګه چې خُدائ پاک رښتينے دے دغه شان زمونږ خبره تاسو سره پخه ده، يعنې دا چې ”آو“ په ځائ ”آو“ او د ”نه“ په ځائ ”نه.“ ۱۹ ځکه چې د خُدائ پاک زوئ عيسىٰ مسيح د چا زيرے چې مونږ، يعنې ما او سيلوانوس او تيموتيوس، په تاسو کښې خور کړے دے، په هغۀ کښې داسې خبرې نشته چې ”آو“ وکړى او بيا وائى ”نه“ بلکې هغه په خپله خبره کلک ولاړ وى. ۲۰ ځکه چې په هغۀ کښې د خُدائ پاک ټولې وعدې ”آو“ دى، او هم دغه وجه ده چې د هغۀ په وسيله مونږ د خُدائ پاک جلال ته ”آمين“ وايو. ۲۱ خو دا خُدائ پاک دے چې مونږ يې تاسو سره په مسيح کښې مضبوط کړى يُو، او هغۀ مونږ مقرر کړى يُو. ۲۲ هغۀ په مونږ خپل مُهر ولګولو او زمونږ په زړونو کښې يې روحُ القُدس د ضمانت په طور واچولو. ۲۳ خُدائ پاک ګواه دے چې زۀ ستا د بچ کېدو دپاره کورنتوس ته واپس رانۀ غلم. ۲۴ زمونږ مقصد دا نۀ دے چې ستاسو په ايمان بادشاهى کوُو بلکې ستاسو د خوشحالۍ دپاره مونږ تاسو سره په شريکه خِدمت کوُو ځکه چې تاسو په ايمان کښې قائم يئ.

مخکینۍ څپرکۍ