۰:۰۰ / ۰:۰۰

تیموتاوس ته د پولوس رسول دوهم لیک

دوهم فصل

د عیسی مسیح وفادار عسکر

۱ نو ای زما زویه، په هغه فضل سره چې په عیسی مسیح کې دی، قوي اوسه. ۲ کومې خبرې چې تا د ډېرو شاهدانو په مخکې زما څخه اورېدلي دي، هغه داسې وفادارو کسانو ته وسپاره چې نورو ته د تعلیم ورکولو وړ وي. ۳ لکه د عیسی مسیح د یو ښه عسکر په شان زما سره په کړاوونو کې شریک شه. ۴ هېڅ عسکر خپل ځان په ورځني شخصي کارونو کې نه راګېروي، ځکه چې د هغه مقصد د خپل قوماندان خوشحاله ساتل دي. ۵ همدارنګه هېڅ لوبغاړی نه شي کولای چې د لوبو په سیالۍ کې جایزه تر‌لاسه کړي، ترڅو د هغې لوبې قوانین مراعت نه کړي. ۶ کوم بزګر چې زحمت یې ویستلی وي، هغه باید لومړنی کس وي چې د خپلو حاصلاتو برخه واخلي. ۷ څه چې زه درته وایم د هغو په هکله فکر وکړه، نو بیا به څښتن درته پوهه درکړي چې په ټولو شیانو باندې پوه شې.

۸ یاد ساته عیسی مسیح چې د داود د نسل څخه دی او د مرګ نه بېرته راژوندی شوی دی. دا هغه زېری دی چې زه یې رسوم ۹ او د همدې زېري له امله دی چې زه کړاوونه وینم، تر دې چې د یو مجرم په شان په زنځیرونو تړل شوی یم. خو د خدای کلام په زنځیر تړل کېدای نه شي. ۱۰ نو زه دا هرڅه د خدای د غوره شویو په خاطر زغمم، ترڅو هغوی هم هغه خلاصون او تلپاتې جلال چې په عیسی مسیح کې دی، تر‌لاسه کړي. ۱۱ دا خبرې رښتیا دي:

که مونږ مړه شوي یو د هغه سره

نو د هغه سره به ژوند هم کوو

۱۲ که چېرې مونږ ولرو صبر او زغم

نو د هغه سره به کړو پاچاهي هم

که د هغه نه مونږه وکړو انکار

نو هغه به هم زمونږ نه وکړي انکار

۱۳ که چېرې مونږ شو بې‌وفا

نو هغه به وفادار پاتې شي

ځکه نه شي کولای هغه

چې انکار وکړي له خپله ځانه څخه

د خدای د خوښې خدمتګار

۱۴ دا شیان خلکو ته ور په یاد کړه او د خدای په حضور کې ورته حکم وکړه چې د لغتونو په سر شخړه ونه کړي، ځکه چې دا هېڅ ګټه نه لري، بلکې اورېدونکو ته زیات زیان رسوي. ۱۵ ډېر کوښښ وکړه ترڅو خپل ځان د خدای په نظر کې داسې وښایې چې هغه دې خوښ کړي، لکه د یو مزدور په شان چې په خپل کار نه شرمیږي او په سمه توګه د حقیقت د پیغام تعلیم ورکوي. ۱۶ خو د بې‌دینه او بېځایه خبرو نه ځان وساته، ځکه چې دا خلک نور هم د خدای نه لېرې ساتي. ۱۷ نو د هغوی خبرې لکه د ناسور زخم په شان دي چې ټول بدن ته خپریږي چې په دې ډله کې هیمناوس او فیلیتس شامل دي چې داسې خبرې کوي. ۱۸ دغو کسانو چې د حقیقت لاره پریښې ده، وایي چې د بیا راژوندي کېدلو ورځ لا پخوا رارسېدلې ده او په دې ډول هغوی ځینې خلک د خپل ایمان څخه اړوي. ۱۹ خو خدای چې کوم بنیاد ایښی دی، هغه ټینګ دی او په هغه باندې داسې لیکل شوي دي: «څښتن خپل خلک پېژني» او «څوک چې د هغه نوم په خوله یادوي، باید د بدۍ نه لاس واخلي.»

۲۰ په یو لوی کور کې یوازې د سرو زرو او سپینو زرو لوښي نه وي بلکې د لرګیو او خاورین لوښي هم وي. د هغو څخه ځینې یې د ځانګړو کارونو دپاره او ځینې یې د عادي کارونو دپاره وي. ۲۱ نو له دې امله که چېرې څوک خپل ځان د بدیو نه پاک کړي، نو هغه به داسې لوښی شي چې د ځانګړو کارونو دپاره به ورڅخه کار اخیستل کیږي، ځکه چې هغه وقف شوی دی او د خپل بادار دپاره ګټور دی او هر ډول نېک کار ته تیار دی.

۲۲ نو د ځوانۍ د وخت د نفساني غوښتنو څخه ځان وساته او د هغو کسانو سره چې په پاک زړه څښتن ته دعا کوي، د عدالت، ایمان، مینې او سلامتۍ دپاره هلې ځلې کوه. ۲۳ خو د کم‌عقلتوب او جهالت بحثونو نه ځان لېرې ساته، ځکه چې ته پوهېږې چې د هغو پای شخړه ده. ۲۴ د څښتن خدمتګار باید جګړه‌مار نه وي بلکې په ټولو باندې مهربانه وي، ښه ښوونکی وي او زیات صبر او زغم ولري. ۲۵ په نرمۍ سره دې خپل مخالفین اصلاح کړي. کېدای شي چې خدای هغوی ته موقعه ورکړي چې توبه وباسي، ترڅو حقیقت وپېژني. ۲۶ بیا کېدای شي چې د هغوی سره عقل پیدا شي او د شیطان د دام نه چې په کې راګېر شوي دي او مجبوره کړي یې دي چې د هغه اراده پوره کړي، خلاص شي.