چاپرښته ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
۱ مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”بيا لاړ شه او خپلې ښځې سره مينه کوه اګر چې هغه د خپل عاشق سره زنا کوى. تۀ به د هغې سره هغه شان مينه کوې لکه څنګه مينه چې زۀ د بنى اِسرائيلو سره کوم، اګر چې هغوئ نورو معبودانو ته اوړېدلى دى او بُتانو ته د کشمشو نذرانې پېش کول خوښوى.“ ۲ نو ما د هغې د مهر دپاره پينځلس د سپينو زرو سيکې او يو نيم سل کلو اوربشې ورکړې. ۳ ما هغې ته ووئيل چې، ”تۀ به ډېره موده زما په کور کښې اوسېږې، او په دې دوران کښې به زنا نۀ کوې او هيچا سره به جنسى تعلق نۀ ساتې، ما سره هم نه.“ ۴ او د بنى اِسرائيلو به هم دغسې حال وى. تر ډېرې مودې به بادشاهان او آفسران نۀ لرى، نۀ به قربانۍ پېش کوى، نۀ به يې مقدسې ستنې وى او نۀ به يې اِمامان وى، او بُتان به هم ورسره نۀ وى. ۵ د هغې نه پس به بنى اِسرائيليان راواپس شى او د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک او د خپل بادشاه داؤد د اولاد لټون به کوى. په آخرى ورځو کښې به هغوئ ريږدېدو سره مالِک خُدائ ته راځى او د هغۀ برکتونه به حاصلوى.