د یونس نبي کتاب

دوهم فصل

د یونس دعا

۱ د ماهي د ګېډې څخه یونس خپل څښتن خدای ته دعا وکړه:

۲ په خپل تکلیف کې مې ای څښتنه

تاته غږ وکړ

او تا ځواب راکړ

د مړو د نړۍ د ډېر ژور ځای څخه

ما فریاد وکړ د مرستې په خاطر

او تا واورېده

۳ تا زه ژورو اوبو ته ورګوزار کړم

د بحیرې تل ته

او سیلاب راګېر کړم

او زما په سر تېرې شوې ستا زورورې څپې

۴ نو ما وویل چې زه شړل شوی یمه

ستا له نظره څخه

خو بیا به هم زه سترګې واړوم

ستا د سپېڅلي کور خواته

۵ اوبه راباندې راغلې او ساه اخیستی نه شم

او شوې راچاپېرې له ما د بحیرې اوبه

زما د سر څخه راتاو شول د بحیرې واښه

۶ ورسېدم زه دغرونو بېخ ته

لاندې ځمکې تل ترتله راګېر کړمه زه

خو تا راووېستم ژوندی د مرګ له کندې څخه

ای څښتنه زما خدایه

۷ کله چې وتله زما ساه

نو ته مې رایاد کړلې څښتنه

او زما دعا ورسېدله تاته

ستا سپېڅلي کور کې

۸ چې بې‌ارزښته بتانو ته کړي عبادت څوک

هغوی پریښی خپل امید دی د خدای د تلپاتې مینې

۹ خو د شکرګزارۍ په کولو سره

زه به وړاندې کړمه تاته قرباني

او ما چې منلی نذر، زه به یې ورکړمه

راځي خلاصون د څښتن له خوا نه

۱۰ بیا څښتن په ماهي باندې امر وکړ او ماهي یونس وچې ځمکې ته ورګوزار کړ.