۰:۰۰ / ۰:۰۰
مخکینۍ څپرکۍ

د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت لوقا زېرے

اول باب

مقدمه

۱ ډېرو خلقو په دې لاس پورې کړے دے چې د هغه واقعاتو ترتيب وار بيان وکړى کوم چې زمونږ په مينځ کښې تير شوى دى. ۲ بلکې هغوئ مونږ ته خبرې حواله کړې دى او چا چې دا واقعات د سر نه په خپلو سترګو ليدلى وُو هغوئ د زيرى خادِمان وُو. ۳ نو زۀ هم په خپل وار، اے خوږه تيوفيلوسه، ستا دپاره د پوره تحقيق نه پس دا ټولې خبرې په ترتيب سره ليکم. ۴ دا د دې دپاره چې ستا په هغه خبرو پوره يقين وشى د کومو نه چې تۀ خبر کړے شوے يې.

د حضرت يحيىٰ د پېدايښت پېشګوئې

۵ د يهوديه د هيروديس بادشاه په زمانه کښې يو يهودى اِمام وو چې نوم يې زکرياه وو. دے د ابياه د خاندانه وو. د هغۀ ښځه د هارون د اولاده وه. د هغې نوم اليشبع وو. ۶ دوئ دواړه د خُدائ پاک په وړاندې رښتينى وُو او د مالِک خُدائ ټول حُکمونه او قانونونه يې بې‌عېبه منل. ۷ خو د هغوئ اولاد نۀ وو ځکه چې اليشبع شنډه وه او دوئ دواړه د ډېر عُمر وُو. ۸ يو ځلې چې د زکرياه د خاندان د خِدمت وار وو او هغۀ د اِمامت فرض پوره کولو، ۹ نو د اِمامت د طريقې په مطابق د هغۀ د نامى هسک راووتلو چې د مالِک خُدائ کور ته ننوځى او خوشبوئى وسيزى. ۱۰ دا د خوشبويۍ د سيزولو وخت وو او بهر ټوله جمع په عبادت کښې مشغوله وه، ۱۱ چې د مالِک خُدائ يوه فرښته د خوشبويۍ د قربان‌ګاه ښى طرف ته ولاړه ښکاره شوه. ۱۲ د دې په ليدلو زکرياه حېران شو او يرې واخستو. ۱۳ خو فرښتې هغۀ ته وفرمائيل، ”زکرياه. يرېږه مه. ستا دُعا قبوله شوه، ستا د ښځې اليشبع به يو زوئ وشى او تۀ به د هغۀ نوم يحيىٰ کېږدې. ۱۴ ستا زړۀ به د خوشحالۍ نه ټوپونه وهى او ډېر خلق به د هغۀ په پېدايښت خوشحاله شى، ۱۵ ځکه چې هغه به د مالِک خُدائ په نزد لوئ وى. هغه به مے او شراب کله هم نۀ څښى، د مور د ګېډې نه به هغه په روحُ القُدس معمور وى، ۱۶ او هغه به ډېر بنى اِسرائيل د مالِک خُدائ پاک لارې ته راواړوى. ۱۷ هغه به د الياس په روح او طاقت د مالِک نه وړاندې روان وى، چې د پلارانو په زړونو کښې خپلو بچو دپاره دوباره مينه واچوى او چې نافرمانه د صادقانو حکمت ته راوګرځوى او خلق د مالِک خُدائ د تابعدارۍ دپاره تيار کړى.“ ۱۸ زکرياه فرښتې ته وفرمائيل، ”زۀ څنګه په دې باور کولے شم؟ زۀ په خپله بوډا يم او زما ښځه هم بوډۍ ده.“ ۱۹ فرښتې جواب ورکړو چې، ”زۀ جبرائيل يم، زۀ د خُدائ پاک په حضور کښې ودرېږم او زۀ يې تا سره د خبرو کولو او د دې زېرى درکولو دپاره رالېږلے يم. ۲۰ خو اوس واوره چې تۀ به د خبرو طاقت بائيلې او د دې کار د کېدو پورې به ستا خولۀ بنده وى ځکه چې تا په ما باور ونۀ کړو، او په خپل مقرر وخت به زما خبره صحيح ثابته شى.“ ۲۱ په دې دوران کښې خلق د زکرياه په اِنتظار وُو او سوچ يې کولو چې هغه د خُدائ په کور کښې ولې دومره ايسار شو. ۲۲ کله چې هغه راووتو نو د هغوئ سره يې خبرې نۀ شوې کولے او هغوئ پوهه شُو چې هغۀ د خُدائ په کور کښې څۀ رويا وليده. او هغوئ ته يې اِشارې کولې خو ژبه يې نۀ چلېده. ۲۳ کله چې د هغۀ د خِدمت ورځې ختمې شوې نو زکرياه کور ته لاړو. ۲۴ د دې نه پس د زکرياه ښځه اليشبع اُميدواره شوه او پينځۀ مياشتې هغې خپل ځان پټ وساتلو. ۲۵ دا يې ووئيل چې، ”دا د مالِک خُدائ رضا ده چې اوس هغۀ زما سترګې اوچتې کړې او زۀ يې د بنى آدمو په وړاندې په خپل فضل سره د سپکاوى نه بچ کړم.“

د حضرت عيسىٰ د پېدايښت پېشګوئې

۲۶ بيا د هغې په شپږمه مياشت خُدائ پاک جبرائيل فرښته د ګليل ناصرت نومې ښار ته يوې پېغلې ته ورولېږله ۲۷ چې کوژدن يې د داؤد د خاندان يوسف نومې سړى سره شوې وه او د دې پېغلې نوم مريم وو. ۲۸ هغې ته فرښته ښکاره شوه او ورته يې وفرمائيل، ”مبارک شه. په تا ډېر فضل شوے دے، مالِک خُدائ ستا مل دے.“ ۲۹ هغې چې څۀ وفرمائيل مريم په هغې ډېره فکرمنده شوه او حېرانه وه چې د دې مبارکۍ څۀ مطلب دے. ۳۰ بيا فرښتې هغې ته وفرمائيل چې، ”مريمې. يرېږه مه. خُدائ پاک په تا مهربانه شوے دے. ۳۱ ګوره، تۀ به اُميدواره شې او يو زوئ به دې وشى او تۀ به د هغۀ نوم عيسىٰ کېږدې. ۳۲ هغه به لوئ وى او هغه به د خُدائ تعالىٰ زوئ وبللے شى. مالِک خُدائ پاک به هغۀ ته د خپل نيکۀ داؤد تخت ورکړى. ۳۳ هغه به د تل دپاره د يعقوب په خاندان بادشاهى کوى او بادشاهى به يې هيڅکله نۀ ختميږى.“ ۳۴ مريمې وفرمائيل چې، ”دا څنګه کېدے شى؟ زۀ خو لا وادۀ شوې هم نۀ يم.“ ۳۵ فرښتې جواب ورکړو، ”روحُ القُدس به په تا نازل شى او د خُدائ تعالىٰ قُدرت به په تا سورے وکړى او په دې وجه به هغه مقدس ماشوم د خُدائ پاک زوئ بللے شى. ۳۶ بله دا چې ستا خپلوانه اليشبع هم اُميدواره ده او په زوړ عُمر به زوئ راوړى او څوک چې په شنډه مشهوره وه، د هغې د اُميدوارۍ شپږمه مياشت ده. ۳۷ ځکه چې هيڅ يو کار د خُدائ پاک دپاره ناممکنه نۀ دے.“ ۳۸ مريم وفرمائيل چې، ”زۀ د مالِک خُدائ وينځه يم. تا چې څۀ فرمائيلى دى، هم داسې دې وشى.“ بيا فرښته د هغې نه لاړه.

د بى‌بى مريمې د اليشبع سره ملاقات

۳۹ په دغه وخت مريم نېغه راپاڅېدله او يو ښار ته لاړه کوم چې د يهوداه په غريزه علاقه کښې وو. ۴۰ هغه د زکرياه کره ورغله او په اليشبع يې سلام واچولو. ۴۱ کله چې اليشبع د مريمې سلام واورېدو نو ماشوم د هغې په ګېډه کښې په ټوپونو شو نو اليشبع د روحُ القُدس نه معموره شوه. ۴۲ او په زوره يې ووئيل، ”په ټولو ښځو کښې تۀ مبارکه يې او ستا د ګېډې مېوه مبارکه ده. ۴۳ زۀ څوک يم چې زما د مالِک مور دې زما تپوس له راشى؟ ۴۴ چې څنګه ستا سلام زما تر غوږو شو نو زما په ګېډه کښې زما بچى ټوپ ووهلو. ۴۵ څومره بختوره ده هغه چې په دې يې ايمان دے چې د مالِک خُدائ قول به پوره شى.“

د بى‌بى مريمې حمد و ثنا وئيل

۴۶ او مريمې وفرمائيل چې، ”اے زما زړۀ. د مالِک خُدائ لوئى بيان کړه. ۴۷ اے زما زړۀ. خوشحالى وکړه، خوشحالى وکړه. زما د خلاصوونکى خُدائ پاک په نوم، ۴۸ چې هغۀ د خپلې عاجزې وينځې په حال دومره لوئ نظر کړے دے. د نن ورځې نه پس به راتلونکى ټولې پيړۍ ما ته بختوره وائى. ۴۹ ځکه هغۀ زما دپاره دومره لوئ کارونه کړى دى. د هغۀ نوم پاک دے. ۵۰ او څوک چې د هغۀ نه يريږى، په هغوئ د هغۀ رحم پيړۍ په پيړۍ دے. ۵۱ او هغه کارونه چې د هغۀ لاس کړى دى، د هغۀ قوت څرګندوى. کبرژن او مغروره يې په خپلو خيالونو سره دانه وانه کړى دى. ۵۲ هغۀ حکمرانان د تختُونو نه راغورزولى دى خو غريبانان يې لويو مرتبو ته رسولى دى. ۵۳ اوږى يې په ښۀ څيزونو ماړۀ کړى دى او مالدار يې تش لاس شړلى دى. ۵۴ هغۀ د خپل خادِم بنى اِسرائيل مدد کړے دے، لکه چې زمونږ نيکونو ته هغۀ وئيلى وُو، ۵۵ هغۀ په اِبراهيم او د هغۀ په اولاد رحم کول چرې هېر نۀ کړل.“ ۵۶ مريم د اليشبع سره درې مياشتې پاتې شوه او بيا کور ته واپس راغله.

د حضرت يحيىٰ پېدايښت

۵۷ بيا د اليشبع د بچى پېدا کېدو وخت پوره شو او د هغې زوئ پېدا شو. ۵۸ هر کله چې د هغې ګاونډيانو او خپلوانو دا واورېدل نو ډېره زياته خوشحالى يې ورسره وکړه چې مالِک خُدائ پرې لوئ رحم وکړو. ۵۹ او هغوئ په اتمه ورځ بيا راغلل چې ماشوم سنت کړى او هغوئ دا غوښتل چې د هغۀ د پلار نوم زکرياه پرې کېږدى. ۶۰ خو د هغۀ مور ورته ووئيل چې، ”نه. دے به يحيىٰ بللے شى.“ ۶۱ خو هغوئ ووئيل چې، ”ستا په خاندان کښې خو د هيچا هم داسې نوم نشته.“ ۶۲ بيا هغوئ د هغۀ د پلار نه په اِشارو تپوس وکړو چې، ”د دۀ نوم څۀ اېښودل په کار دى؟“ ۶۳ هغۀ د ليکلو يوه تختۍ راوغوښته او په دې ټول حېران شول چې هغۀ دا وليکل چې، ”د دۀ نوم به يحيىٰ وى.“ ۶۴ سمدستى د هغۀ شونډې او ژبه آزاد شول او هغه ګويا شو او د خُدائ پاک ثنا يې ووئيله. ۶۵ ټول ګاونډيان په دې خبره هيبت واخستل او دا خبرې د يهوديه په غريزه علاقه کښې هرې خوا ته خورې شولې. ۶۶ چا چې دا واورېدل په هغوئ ډېر اثر وشو او وې وئيل چې، ”د دې ماشوم نه به څۀ جوړيږى؟“ ځکه چې د مالِک خُدائ لاس د دۀ په سر دے.

د حضرت زکرياه نبوت

۶۷ بيا د هغۀ پلار زکرياه د روحُ القُدس نه معمور شو او دا پېشګوئې يې وکړه، ۶۸ ”ثنا دې وى د بنى اِسرائيل په مالِک خُدائ پاک، ځکه چې هغۀ په خپلو بنديانو نظر وکړو، او هغوئ يې په بيعه واخستل او آزاد يې کړل. ۶۹ او د خپل خادِم داؤد په کور کښې يې يو زورَور خلاصونکے پېدا کړو. ۷۰ او لکه چې هغۀ د وړومبو مقدسو نبيانو په خولۀ څو پيړۍ وړاندې وعده کړې وه ۷۱ چې هغه به مونږ د خپلو دشمنانو نه خلاص کړى او د هغوئ ټولو د لاسونو نه څوک چې راسره کينه ساتى. ۷۲ او دا چې هغه به زمونږ په پلار نيکۀ رحم وکړى او خپله مقدسه وعده به ياده ساتى. ۷۳ هم دا قَسم هغۀ زمونږ د پلار اِبراهيم سره کړے وو، ۷۴ چې هغه به مونږ د دشمنانو د لاسه بچ ساتى، او د يرې نه به امان راکړى ۷۵ چې مونږ ټول عُمر په پاکۍ او په صداقت د هغۀ عبادت وکړُو. ۷۶ او اے زما وړوکيه، تۀ به د خُدائ تعالىٰ نبى بللے شې ځکه چې تۀ به د مالِک په وړاندې تير شې چې د هغۀ لارې تيارې کړې، ۷۷ او تۀ به د هغۀ خلق په دې پوهه کړې چې خلاصون د ګناهونو په معافۍ کښې دے. ۷۸ زمونږ د خُدائ پاک د خالص رحم په وجه به د سحر نمر په مونږ راوخېژى، ۷۹ او په هغوئ به وځليږى څوک چې په تيارۀ کښې او د مرګ په سورى کښې ناست وى او چې زمونږ قدمونه د خير او سلامتۍ په لاره سم کړى.“ ۸۰ څنګه چې دغه ماشوم لوئېدو نو روحانى قوت يې موندو او تر هغې ورځې پورې په بيابان کښې اوسېدو ترڅو چې هغه بنى اِسرائيلو ته ښکاره راڅرګند شو.

مخکینۍ څپرکۍ