د فيليمون په نوم د پولوس رسول خط

اول باب

دُعا او سلام

۱ زۀ پولوس دا خط چې د عيسىٰ مسيح دپاره قېدى يم او زمونږ د ورور تيموتيوس د طرف نه خپل ګران د خدمت ملګرى فيليمون ۲ او ورسره خپلې خور افيه او ورور ارخيپوس ته چې زمونږ پرجوش کارکن دے او ستاسو د کور جماعت ته ليکم. ۳ زمونږ د خُدائ پلار او د مالِک عيسىٰ مسيح د طرف نه دې په تاسو فضل او سلامتى وى. ۴ زۀ چې کله تاسو په خپلو دُعاګانو کښې يادوم نو د خپل خُدائ پاک شُکر کوم، ۵ ځکه چې زۀ ستاسو د ټولو مقدسينو سره د مينې او په مالِک عيسىٰ مسيح د ايمان نه خبر يم. ۶ ستا دپاره زما دا دُعا ده چې کوم شراکت چې د ايمان په وسيله په تا کښې پېدا شوے دے هغه دې نور هم اثرناک شى او تۀ دې د ټولو هغه برکتونو چې په مسيح کښې دى په پوره توګه محسوس کړې. ۷ اے زما وروره، ما ته ستا په مينه ډېره خوشحالى او تسلى مِلاو شوې ده ځکه چې ستا په سبب د مقدسينو زړونه تازه شوى دى.

پولوس رسول د اونيسيموس دپاره سفارش کوى

۸ اګر کۀ زۀ په مسيح کښې دومره زړَور يم چې تا ته د خپل کار کولو حُکم درکړم، ۹ خو زۀ تا ته د مينې په بنياد مِنت کوم او زۀ پولوس دا د يو بوډا سړى په طور او هم د عيسىٰ مسيح د يو قېدى په حيثيت کوم. ۱۰ زۀ تا ته د خپل زوئ اونيسيموس دپاره مِنت کوم، د چا چې زۀ د قېد په دوران کښې روحانى پلار جوړ شوم. ۱۱ اول خو هغه ستا دپاره بې‌کاره وو، خو اوس هغه ستا او زما دواړو د کار دے. ۱۲ زۀ هغه تا ته واپس درلېږم هغه څوک چې زما د زړۀ سر دے. ۱۳ ما غوښتل چې هغه ځان سره پاتې کړم، چې د زيرى دپاره د قېد کېدلو په دوران کښې ستا په ځائ هغه زما خِدمت وکړى. ۱۴ خو ما ستا د مرضۍ نه بغېر داسې يو کار کول ونۀ غوښتل، ځکه چې ستا نېک کار ستا په مرضۍ دے او د زبردستۍ په وجه نۀ دے. ۱۵ شايد چې هم دا وجه وه چې هغه ستا نه د لږ وخت دپاره جدا شو، د دې دپاره چې هغه به بيا د تل دپاره تا سره وى. ۱۶ خو نور هغه د غلام په شان نه بلکې د غلام نه زيات دے، ځکه چې هغه ما ته يو ګران ورور دے. نو اوس به هغه تا ته د يو انسان او په مالِک کښې د ورور په شان وى. ۱۷ نو کۀ تۀ ما خپل شريک ګڼې نو دے داسې قبول کړه لکه څنګه چې تۀ ما قبلوې، ۱۸ او کۀ هغۀ چرې تا ته څۀ نقصان درکړے وى او يا پرې ستا څۀ قرض وى نو هغه ما پسې وليکه. ۱۹ زۀ پولوس درته په خپل لاس دا ليکم چې زۀ به يې په خپله درته واپس کړم، او دې وئيلو ته ضرورت نشته چې زما په تا کوم قرض دے نو هغه هم تۀ په خپله يې. ۲۰ اے وروره، زۀ په مالِک کښې تاسو نه د خير طمع کوم. هغه دا چې په مسيح کښې زما زړۀ تازه کړه. ۲۱ زما ستا په فرمانبردارۍ باور دے، زۀ درته دا ليکم او په دې پوهېږم چې تۀ به زما دا خواست پوره کړې، بلکې زما د وينا نه به زيات څۀ وکړې. ۲۲ او بله دا چې زما دپاره يوه کوټه تياره کړه، ځکه چې زما اُميد دے چې ستاسو د دُعاګانو په وسيله به زۀ بيا تاسو له درشم.

آخرى سلامونه

۲۳ اِپفراس چې د عيسىٰ مسيح په وجه ما سره قېدى دے تا ته سلامونه وائى، ۲۴ او هم دغه شان مرقوس، اريسترخوس، ديماس او لوقا هم چې په دې خدمت کښې زما ملګرى دى. ۲۵ د مالِک عيسىٰ مسيح فضل دې تاسو ټولو سره مل وى.