د قاضیانو کتاب

دوهم فصل

په بوکیم کې د څښتن فرښته

۱ د څښتن فرښته د جلجال څخه بوکیم ته لاړه او اسراییلیانو ته یې وویل: <ما تاسو د مصر څخه راوویستلئ او هغې خاورې ته مې راوستلئ چې ستاسو د نیکونو سره مې د هغې وعده کړې وه. ما وویل چې زه به هیڅکله ستاسو سره خپل لوظ مات نه کړم، ۲ نو تاسو د دغې خاورې د خلکو سره کوم لوظ ونه کړئ او د هغوی د قربانۍ ځایونه راوغورزوئ. خو څه چې ما درته ویلي وو تاسو هغه ونه کړل. ولې مو داسې وکړل؟ ۳ نو اوس تاسو ته وایم چې زه به دا خلک ستاسو له مخې څخه لېرې نه کړم. هغوی به ستاسو دښمنان وي او د هغوی د خدایانو په عبادت کولو سره به د هغوی په دام کې راګېر اوسئ.> ۴ کله چې د څښتن فرښتې دا خبرې وکړې، نو د اسراییلو ټول قوم په لوړ اواز سره وژړل، ۵ نو په دې خاطر دوی په هغه ځای باندې د بوکیم نوم کېښود او هلته یې څښتن ته قربانۍ وړاندې کړې.

د یوشع مړینه

۶ وروسته له هغې چې یوشع اسراییلیان رخصت کړل، دوی هر یو لاړ چې د خپلې برخې ځمکې ملکیت ترلاسه کړي. ۷ ترڅو پورې چې یوشع ژوندی ؤ، د اسراییلو خلک څښتن ته وفادار وو او حتیٰ د هغه د مړینې څخه وروسته هم ترڅو پورې چې د قوم هغه سپین ږیري ژوندي وو کومو چې د څښتن هغه لوی لوی کارونه په خپلو سترګو لیدلي وو چې د اسراییلو دپاره یې کړي وو، هغوی څښتن ته وفادار پاتې شول. ۸ د څښتن خدمتګار یوشع د نون زوی د یو سلو لسو کالو په عمر مړ شو. ۹ هغه یې په خپله ځمکه کې په تمنه حارس کې چې د افرایم په غرنۍ سیمه کې او د جاعش د غره په شمال کې وه، ښخ کړ.

د اسراییلیانو له خوا د څښتن د عبادت پرېښودل

۱۰ کله چې هغه ټول نسل مړ شو، نو راتلونکي نسل څښتن او د هغه کارونه چې د اسراییلو دپاره یې کړي وو هېر کړل.

۱۱ څه موده وروسته اسراییلیانو د څښتن په مقابل کې ګناه وکړه او د بعل د بتانو په عبادت یې پیل وکړ. ۱۲ هغوی د هغه څښتن عبادت کول پرېښودل چې د دوی د نیکونو خدای ؤ او دوی یې د مصر څخه راویستلي وو. دوی د خپل شاوخوا خلکو خدایانو ته عبادت کاوه. هغوی ته یې سجده کوله او څښتن یې په قهر کړ. ۱۳ هغوی څښتن پرېښود او د بعل او عشتاروت د بتانو عبادت یې غوره کړ. ۱۴ نو څښتن په اسراییلو باندې ډېر په قهر شو او هغوی یې یرغلګرو ته په لاس ورکړل او یرغلګرو هغوی لوټ کړل. څښتن دوی خپلو دښمنانو ته تسلیم کړل او اسراییلیانو نور نه شو کولی چې د هغوی په مقابل کې مقاومت وکړي. ۱۵ هر ځل چې اسراییلیان د جګړې دپاره وتل، څښتن د هغوی په ضد عمل کاوه چې ماتې وخوري ځکه چې هغه دوی ته قسم خوړلی ؤ چې دا کار به کوي. هغوی په لوی مصیبت اخته شوي وو.

۱۶ بیا څښتن اسراییلیانو ته خاص مشران چې د قاضیانو په نوم هم یادېدل ورکړل چې هغوی له یرغلګرو څخه وژغوري. ۱۷ خو اسراییلیانو خپلو مشرانو ته غوږ نه نیوه. اسراییلو د څښتن سره بې وفایي کوله او د نورو خدایانو عبادت به یې کاوه. د هغوی پلرونو به د څښتن امرونو ته غاړه ایښودله خو نوي نسل ژر دا کار پرېښود. ۱۸ هرکله چې څښتن اسراییلو ته یو مشر ورکاوه، څښتن به د هغه مشر سره مرسته کوله او ترڅو پورې به چې هغه مشر ژوندی ؤ خلک به یې د خپلو دښمنانو څخه ژغورل. څښتن په هغوی باندې رحم کاوه ځکه چې هغوی به د ظلم او کړېدلو له لاسه فریاد کاوه. ۱۹ خو کله به چې هغه مشر مړ شو، خلک به بېرته خپلو بدو لارو ته راګرځېدل او د خپلو نیکونو څخه به یې نور هم زیات فساد کاوه. د نورو خدایانو پیروي او عبادت به یې کاوه. دوی به خپل بد عملونه او سرزوري نه پرېښودله. ۲۰ نو بیا څښتن په اسراییلو باندې ډېر په قهر شو او ویې ویل: <په دې خاطر چې دې قوم هغه لوظ مات کړی دی چې د هغوی د نیکونو سره مې کړی ؤ او زما امر یې نه دی منلی، ۲۱ نو زه به نور هغه قومونه چې د یوشع د مړینې څخه وروسته پاتې شوي وو ونه شړم. ۲۲ زه به د هغوی څخه کار واخلم ترڅو دا معلومه شي چې دا اسراییلیان د خپلو پلرونو په شان زما په لاره باندې روان دي او که نه.> ۲۳ نو څښتن هغه قومونه پرېښودل چې په هغې خاوره کې پاتې شي. هغه یوشع ته په هغوی باندې بری ورنه کړ او نه یې د یوشع د مړینې څخه وروسته هغوی ژر وشړل.