د لومړي تواریخ کتاب

شپاړسم فصل

په خېمه کې د لوظ د صندوق ایښودل

۱ هغوی د خدای د لوظ صندوق په هغې خېمې کې کېښود چې داود د هغه دپاره ودرولې وه، بیا یې سوځېدونکې نذرانې او د سولې نذرانې خدای ته وړاندې کړې. ۲ کله چې داود د نذرانو د وړاندې کولو څخه وزګار شو، هغه د خلکو دپاره د څښتن په نوم برکت وغوښت. ۳ هغه د اسراییلو ټولو خلکو، هم سړیو او هم ښځو، هر یو ته یوه ډوډۍ، یوه ټوټه غوښه او د ممیزو یوه کلچه ووېشله.

۴ داود ځینې لاویان د دې دپاره وټاکل چې د لوظ صندوق په مخکې خدمت وکړي. هغوی به د اسراییلو څښتن خدای یاداوه، د هغه شکر به یې ادا کاوه او ستاینه به یې کوله. ۵ اساف د هغوی مشر ؤ او زکریا د هغه مرستیال ؤ. یعییل، شمیراموت، یحییل، متتیا، الیاب، بنایاه، عوبید ادوم او یو بل سړی چې یعییل نومېده د دې دپاره ټاکل شوي وو چې چنګونه او ربابونه وغږوي. اساف په خپله تالونه غږول ۶ او دوو کاهنانو یعنې بنایاه او یحزییل به پرله پسې د لوظ د صندوق په مخکې سرني غږول.

د داود د ستاینې سندره

۷ داود په هغه ورځ د لومړي ځل دپاره اساف او د هغه ورونو ته وظیفه ورکړه چې د څښتن په حضور کې د هغه د ستاینې دا سندره ووایي:

۸ کوئ شکر د څښتن

او د هغه په نوم دعا کوئ!

نورو قومونو ته دا ووایئ

څه چې هغه کړي دي

۹ هغه ته حمد ووایئ

ووایئ هغه ته د ثنا او صفت سندره

هغه چې کړي عجیبه کارونه

کړئ یې بیان خلکو ته

۱۰ په پاک نوم د هغه وکړئ افتخار

وي دې خوشحاله څوک چې کاندي عبادت د هغه

۱۱ وغواړئ کومک له څښتنه

وکړئ عبادت یې تل

۱۲‏-۱۳ ای د یعقوب یعنې د خدای د خدمتګار اولادې

ای د یعقوب اولادې تاسو کړئ غوره څښتن

کړئ تاسې یادې معجزې لویې چې کړې هغه

هم کړئ رایاد قضاوتونه چې هغه کړي وو

۱۴ دی څښتن زمونږه خدای

راولي چې عدالت د ځمکې سر باندې هرځای

۱۵ تاسې هېر نه کړئ د خدای لوظ هېڅکله

نه کړئ وعده د هغه هېره تر زرو نسلونو پورې

۱۶ هغه لوظ چې هغه وکړ ابراهیم سره

هغه قسم چې هغه وکړ د اسحاق سره

۱۷ هغه یې ورکړلو یعقوب ته د یو حکم په شان

او اسراییلو ته د ابدي لوظ په توګه

۱۸ هغه وویل: «تاسو ته در به کړم وطن د کنعان

وي به هغه د ستاسو خپل ملکیت»

۱۹ کله چې شمېر د خدای د خلکو کم ؤ

وو پردي د کنعان خاوره کې دوی

۲۰ دوی سرګردانه ګرځېدل به یو بل وطن کې

تلل یو او بلې پاچاهۍ ته هغوی

۲۱ خو خدای پرېنښودل هېڅوک چې په دوی ظلم وکړي

د دوی دپاره یې شاهان ورټل:

۲۲ هغوی ته یې وویل:

«زما غوره شویو بنده ګانو ته به لاس نه وروړئ

ضرر به نه رسوئ زما پیغمبرانو ته»

۲۳ ای ټولې نړۍ، سندره ووایئ څښتن ته تاسې

اعلان کړئ هره ورځ دا زېری

چې نجات یې دی راکړی مونږ ته

۲۴ قومونو ته اعلان کړئ جلال د هغه

ټولو خلکو ته اعلان کړئ

د هغه ډېر عجیبه کارونه

۲۵ ځکه چې لوی دی څښتن

او ډېر لایق دی د ثنا او صفت

ټولو خدایانو نه دې زیاته وېره وشي د ده

۲۶ نورو قومونو ټول خدایان دي بې ګټې بتان

خو څښتن دي پیدا کړي اسمانونه

۲۷ دي راچاپېره جلال او لویي له هغه څخه

د اوسېدو ځای د هغه ډک دی د خوښۍ او قوت

۲۸ وکړئ ستاینه د څښتن په ځمکه ټولو خلکو

هم ستاینه وکړئ د هغه د جلال او قدرت

۲۹ د څښتن د جلالي نوم ستاینه وکړئ

راشئ حضور ته د هغه او نذرانه راوړئ

کړئ څښتن ته عبادت په سپېڅلې توګه

۳۰ ای ټولې ځمکې ولړزېږه د هغه په مخکې

نړۍ یې ټینګه درولې چې خوځیږي نه

۳۱ پرېږده خوشحاله اسمانونه شي او ځمکه وکړي خوښي

او هم قومونه کړئ خبر چې څښتن پاچا دی!

۳۲ شي دریاب په غړمبار دې خپلو ټولو مخلوقاتو سره

شي دې خوشحاله پټي هم ټولو فصلونو سره

۳۳ د خوښۍ چیغې به بیا ووهي ځنګل کې ونې

کله چې راشي د ځمکې قضاوت ته څښتن

۳۴ د څښتن شکر کوئ، ځکه چې نېک دی هغه

ده ابدي د هغه مینه

۳۵ هغه ته ووایئ: «وژغوره مونږ ای خدایه

ته زمونږ ژغورونکیه خدایه

مونږ یو ځای سره راغونډ کړه،

ومو ژغوره له قومونو

ترڅو ادا کړو مونږه شکر د ستا

ستا د سپېڅلي نوم ثنا مو ویاړ شي»

۳۶ ثنا او صفت دې وي د اسراییلو څښتن خدای ته

وکړئ ثنا او صفت یې د ازل نه تر ابده پورې

بیا ټولو خلکو وویل: «امین» او د څښتن ثنا او صفت یې وکړ.

په اورشلیم او په جبعون کې عبادت

۳۷ داود اساف او د هغه د طایفې لاویان د دې دپاره غوره کړل چې په هغه ځای کې د ورځني عبادت مسؤولان شي چېرته چې د لوظ صندوق ساتل کېده. ۳۸ عوبید ادوم او د هغه اته شپېته خپلوان د هغوی مرستیالان وو او حوسه او د یدوتون زوی عوبید ادوم ساتونکي وو.

۳۹ داود صادوق کاهن او د هغه خپلوان چې کاهنان وو، هم غوره کړل چې د جبعون د عبادت په ځای کې د څښتن په سپېڅلي خېمه کې خدمت وکړي. ۴۰ هغوی به هر سهار او ماښام د قربانۍ په ځای باندې سوځېدونکې نذرانې وړاندې کولې. دا د هغه شریعت سره سم ؤ چې څښتن اسراییلیانو ته ورکړی ؤ. ۴۱ هیمان او یدوتون د هغوی مرستیالان وو او همدارنګه هغه نور سړي چې په ځانګړې توګه د دې دپاره غوره شوي وو چې د څښتن د تلپاتې مینې دپاره د هغه شکر وکړي. ۴۲ هیمان او یدوتون د دې کار مسوولیت هم په غاړه درلود چې سرني، تالونه او نورې د موسیقۍ آلې د سندرو د ویلو په وخت کې وغږوي. هغه لاویان چې د یدوتون زامن وو، د دروازې د ساتلو مسؤولان وو.

۴۳ د مراسمو نه وروسته هر یو خپل کور ته لاړ او داود هم د دې دپاره کور ته راستون شو چې د خپلې کورنۍ دپاره برکت وغواړي.