د لومړي تواریخ کتاب

اتلسم فصل

د داود بریالیتوبونه

(دوهم سموییل ۸: ۱ - ۱۴)

۱ څه موده وروسته داود بیا فلسطینیانو ته ماتې ورکړه او هغوی یې کمزوري کړل. د هغوی څخه یې د جت ښار او د هغه د شاوخوا کلي ونیول.

۲ داود موآبیانو ته هم ماتې ورکړه، نو هغوی د هغه رعیت شول او باج به یې ورکاوه.

۳ په داسې حال کې چې د صوبې د پاچا هددعزر د فرات د سیند پورتنۍ سیمې ته روان ؤ چې د هغه ځای واکمن شي، داود د حمات په پوله هغه ته ماتې ورکړه. ۴ داود د هغه څخه زر جنګي ګاډۍ، اووه زره سپاره او شل زره پیاده عسکر ونیول. هغه د سلو جنګي ګاډیو دپاره اسونه وساتل او نور ټول یې ګوډ کړل.

۵ کله چې د دمشق سوریایانو د هددعزر پاچا د مرستې دپاره لښکر ورولېږه، داود په هغوی باندې حمله وکړه او دوه ویشت زره سوریایان یې ووژل. ۶ بیا هغه د دمشق د سوریې په پاچاهۍ کې عسکري قرارګاوې جوړې کړې او سوریایان د هغه رعیت شول او باج یې ورکاوه. هر چېرته چې به داود لاړ، څښتن هغه ته بری ورکاوه.

۷ داود د هددعزر د عسکري منصبدارانو د سرو زرو سپرونه واخیستل او هغه یې اورشلیم ته راوړل. ۸ داود د طبحت او کونه څخه چې د هددعزر ښارونه وو په زیاته اندازه برنجي فلز لاسته راوړل. وروسته سلیمان د دې برنجو څخه د خدای د کور د اوبو د ټانکۍ، ستنو او برنجي لوښو په جوړولو کې کار واخیست.

۹ د حمات پاچا توعو واورېدل چې داود د هددعزر ټول لښکر ته ماتې ورکړې ده. ۱۰ نو هغه خپل زوی هدورام، داود پاچا ته ورولېږه چې هغه ته سلام ووایي او په جګړه کې په هددعزر باندې د هغه د بریالیتوب مبارکي ووایي. هددعزر څو ځلې له توعو سره جنګېدلی ؤ. هدورام داود ته هر ډول سوغاتونه یعنې د سرو زرو، سپینو زرو او برنجي شیان له ځان سره راوړل. ۱۱ داود پاچا هغه سامان د هغو سپینو او سرو زرو سره یوځای څښتن ته وقف کړل چې د ادومیانو، موآبیانو، عمونیانو، فلسطینیانو او عمالیقیانو څخه یې د بري په وخت کې نیولي وو.

۱۲ د زرویه زوی ابیشای د مالګې په دره کې د ادومیانو لښکرو ته ماتې ورکړه او د هغوی د لښکرو اتلس زره تنه یې ووژل. ۱۳ هغه په ټول ادوم کې عسکري قرارګاوې جوړې کړې او ټول ادومیان د داود رعیت شول. داود به چې هر چېرته لاړ، څښتن به ورته بری ورکاوه.

د داود درباریان

(دوهم سموییل ۸: ۱۵ - ۱۸)

۱۴ داود په ټولو اسراییلو باندې پاچاهي کوله او د خپلو ټولو خلکو دپاره یې په عدل او انصاف سره کارونه کول.

۱۵ یوآب د زرویه زوی د لښکرو عمومي قوماندان ؤ. یهوشافاط د اخیلود زوی د پېښو د ثبتولو مسوول ؤ.

۱۶ صادوق د اخیطوب زوی او اخیملک د ابیاتار زوی کاهنان وو. شوشا د دربار منشي ؤ.

۱۷ بنایاه د یهویاداع زوی د داود د ساتونکو ګارډ یعنې د کریتیانو او د فلیتیانو قوماندان ؤ او د داود زامن د هغه لومړي مرستیالان وو.