0:00 / 0:00

د تواريخ اول کِتاب

اتلسم باب

د حضرت داؤد کاميابۍ

۱ څۀ موده وروستو داؤد بادشاه يو ځل بيا په فلستيانو حمله وکړه او شکست يې ورکړو. هغۀ د هغوئ د قبضې نه د جات ښار او ګېرچاپېره کلى واخستل. ۲ هغۀ موآبيانو له هم شکست ورکړو، او هغوئ د هغۀ د بادشاهۍ لاندې راغلل او هغۀ له يې محصُول ورکولو. ۳ بيا، داؤد د ضوباه بادشاه هدد‌عزر له شکست ورکړو او د حمات پورې لاړو، ځکه چې کله هددعزر مخ په وړاندې تلو نو د فرات سيند پورې علاقه يې قبضه کړه. ۴ داؤد د هغۀ يو زر جنګى ګاډۍ، اووۀ زره په آسونو سوارۀ سړى او شل زره پياده فوجيان ونيول. هغۀ دومره آسونه پرېښودل چې د سلو جنګى ګاډو دپاره کافى وُو او باقى چې کوم پاتې وُو نو هغه ټول يې ګوډ کړل. ۵ کله چې د دمشق شاميانو د هدد‌عزر بادشاه د مدد دپاره يو لښکر ولېږلو، نو داؤد ورباندې حمله وکړه او دوويشت زره سړى يې ترې نه ووژل. ۶ بيا هغۀ د هغوئ په علاقه کښې فوجى کېمپونه ولګول او هغوئ د هغۀ د بادشاهۍ لاندې راغلل او هغۀ له يې محصُول ورکولو. مالِک خُدائ داؤد له په هر ځائ کښې فتح ورکوله. ۷ داؤد د سرو زرو هغه ډالونه قبضه کړل چې کوم د هدد‌عزر آفسرانو وړل او دا يې يروشلم ته يوړل. ۸ هغۀ د طِبخت او قون ښارونو نه په لوئ مِقدار کښې زېړ هم يوړل، چې په دې ښارونو باندې هدد‌عزر بادشاهى کوله. وروستو سليمان دا د زېړو ډيګۍ، ستنو او د عبادتخانې د زېړو د لوښو جوړولو دپاره استعمال کړل. ۹ د حمات بادشاه توعو خبر شو چې داؤد د هدد‌عزر ټول لښکر له شکست ورکړے دے. ۱۰ نو هغۀ خپل زوئ هدورام ورولېږلو چې داؤد بادشاه ته ستړى مشى وکړى او په هدد‌عزر باندې د فتح موندلو مبارکى ورکړى، چې د هغۀ خِلاف توعو څو ځلې جنګېدلے وو. هدورام داؤد له تُحفې راوړې چې د سرو زرو، سپينو زرو او زېړو نه جوړې وې. ۱۱ داؤد بادشاه دا څيزونه وقف کړل چې په عبادت کښې استعمال شى، سره د هغه سپينو او سرو زرو چې د هغه قومونو نه يې اخستى وُو چې کوم يې فتح کړى وُو لکه چې ادوم، موآب، عمون، فلستيه او عماليق. ۱۲ ابيشى چې د هغۀ مور ضروياه وه، هغۀ د مالګې په مېدان کښې ادوميانو له شکست ورکړو او د هغوئ نه يې اتلس زره کسان ووژل. ۱۳ هغۀ په ټول ادوم کښې فوجى کېمپونه ولګول او د هغه ځائ خلق د داؤد د بادشاهۍ لاندې راغلل. مالِک خُدائ داؤد له په هر ځائ کښې فتح ورکوله. ۱۴ داؤد په ټولو بنى اِسرائيلو باندې حکومت کولو او دا خبره يې يقينى کړه چې د هغۀ د خلقو سره همېشه د حق او اِنصاف سلوک کيږى. ۱۵ د ابيشى ورور يوآب د فوج مشر وو، د اخيلود زوئ يهوسفط منشى وو، ۱۶ د اخيطوب زوئ صدوق او د ابياتار زوئ اخيمُلک اِمامان وُو، شَوشا د دربار منشى وو، ۱۷ د يهويدع زوئ بناياه د داؤد د محافظانو مشر وو، او د داؤد زامنو د هغۀ په خِدمت کښې لوئې عُهدې لرلې.