0:00 / 0:00

د تواريخ اول کِتاب

شلم باب

د حضرت داؤد ربه قبضه کول

۱ په ورپسې سپرلى کښې، د کال په هغه وخت کښې چې بادشاهان عموماً د جنګ دپاره ځى، يوآب لښکر روان کړو او د عمون مُلک يې تباه کړو، اګر چې داؤد بادشاه په يروشلم کښې ايسار وو. هغوئ د ربه ښار محاصره کړو او په دې يې حمله وکړه او تباه يې کړو. ۲ د عمونيانو د بُت مولک يو د سرو زرو تاج وو چې تقريباً څلور دېرش کلو وزن يې وو. په دې کښې يو قيمتى کاڼے وو، کوم چې داؤد يوړو او په خپل تاج کښې يې ولګولو. هغۀ د هغه ښار نه ډېر زيات مالِ غنيمت هم يوړو. ۳ هغۀ د ښار خلق بوتلل او په زور يې ترې نه د ارو، د اوسپنې کودالو او د تبرُونو کار اخستلو. هغۀ د عمون د نورو ټولو ښارونو په خلقو هم دغه شان وکړل. بيا هغه او د هغۀ سړى يروشلم ته را واپس شول.

د فلستيانو د دېوانو خِلاف جنګونه

۴ وروستو په جزر کښې د فلستيانو سره جنګ بيا شروع شو. د جنګ په دوران کښې د حوسه سِبکى يو دېو ووژلو چې د هغه دېو نوم سفى وو. او فلستيانو شکست وخوړو. ۵ د فلستيانو سره يو بل جنګ وشو او د يائير زوئ اِلحنان لحمى ووژلو، لحمى د جات د جوليت ورور وو، او د هغۀ د نېزې لاسکے د کوټې د تير هومره مضبوط وو. ۶ په جات کښې يو بل جنګ وشو، چې په دې جنګ کښې يو دېو وو چې د هر لاس يې شپږ ګوتې او د هرې پښې يې هم شپږ ګوتې وې. هغه د پخوانو دېوانو اولاد وو. ۷ کله چې هغۀ په بنى اِسرائيلو پورې ټوقې وکړې، نو يونتن هغه ووژلو، يونتن د داؤد د ورور د سِمعه زوئ وو. ۸ دا درې کوم چې داؤد او د هغۀ سړو وژلى وُو، هغوئ د جات د دېوانو اولاد وو.