0:00 / 0:00

د تواريخ اول کِتاب

درويشتم باب

۱ کله چې داؤد د ډېر عُمر شو، نو هغۀ خپل زوئ سليمان د بنى اِسرائيلو بادشاه جوړ کړو.

د ليويانو ذمه وارى

۲ داؤد بادشاه د بنى اِسرائيلو ټول مشران، ټول اِمامان او ليويان راغونډ کړل. ۳ هغۀ د هغه ټولو نرانو ليويانو مردم‌شمارى وکړه چې عُمر يې دېرش کاله يا د دې نه زيات وو. دا ټول شمېر اتۀ دېرش زره وو. ۴ بادشاه د دې ليويانو نه څليريشت زره کسان مقرر کړل چې د مالِک خُدائ د کور د کار اِنتظام وکړى، شپږ زره کسان چې اِنتظام چلوى او لانجې هواروى، ۵ څلور زره کسان د څوکيدارۍ دپاره او څلور زره کسان د مالِک خُدائ د حمد‌و‌ثناء وئيلو دپاره. هغوئ د موسيقۍ هغه څيزونه استعمالول چې بادشاه د دې دپاره ورکړى وُو. ۶ داؤد ليويان په درېو ډلو کښې د هغوئ د قبيلو په مطابق تقسيم کړل، جيرسون، قُهات او مرارى. ۷ د جيرسون دوه زامن وُو، لعدان او سِمعى. ۸ د لعدان درې زامن وُو، مشر يحى‌ايل، ورپسې زيتان او يوايل، ۹ چې هغوئ د هغه ډلو مشران وُو چې د لعدان اولاد وو. د سِمعى درې زامن وُو، سلوميت، حزى‌اېل او حاران. ۱۰‏-۱۱ د سِمعى څلور زامن د عُمر په ترتيب دا وُو، يحت، زينا، يعوس او بريعاه. د يعوس او بريعاه بچى ډېر نۀ وُو، نو په دې وجه هغوئ يوه ډله شمېرلے کېدل. ۱۲ د قُهات څلور زامن وُو، عُمرام، اِضهار، حبرون او عُزى‌اېل. ۱۳ د هغۀ مشر زوئ عُمرام د هارون او موسىٰ پلار وو. هارون او د هغۀ اولاد د دې دپاره مخصوص کړے شوى وُو چې د همېشه دپاره د مقدسو څيزونو مشران وى، چې د مالِک خُدائ په عبادت کښې خوشبوئى سوزوى، د هغۀ خِدمت کوى او د مالِک خُدائ په نوم باندې د خلقو دپاره برکت غواړى. ۱۴ خو د خُدائ پاک د خِدمتګار موسىٰ زامن په ليويانو کښې شامل وُو. ۱۵ د موسىٰ دوه زامن وُو، جيرسوم او اِلى‌عزر. ۱۶ د جيرسوم په زامنو کښې مشر سبو‌اېل وو. ۱۷ د اِلى‌عزر صِرف يو زوئ رحبياه وو، خو د رحبياه بچى ډېر وُو. ۱۸ د قُهات د دوېم زوئ اِضهار، زوئ سلوميت وو چې د قبيلې مشر وو. ۱۹ د قُهات درېم زوئ حبرون څلور زامن وُو، يرياه، امرياه، يحزى‌ايل او يقمعام. ۲۰ د قُهات د څلورم زوئ عُزى‌اېل دوه زامن ميکاه او يسياه وُو. ۲۱ د مرارى دوه زامن محلى او موشى وُو. د محلى هم دوه زامن اِلى‌عزر او قيس وو، ۲۲ خو د اِلى‌عزر زامن نۀ وُو، صِرف لوڼه يې وې او بې‌زامنو مړ شو. د هغۀ لوڼو د خپل ترۀ زامنو يعنې د قيس د زامنو سره ودونه وکړل. ۲۳ د مرارى دوېم زوئ موشى درې زامن وُو، محلى، عدر او يريموت. ۲۴ دا قبيله په قبيله او خاندان په خاندان د ليوى اولاد دے، چې د هغوئ هر يو نومونه ليکلے شوى وُو. د هغۀ د اولاد هر يو کس د مالِک خُدائ په کور کښې خِدمت کولو چې د هغوئ عُمر شل کاله يا د دې نه زيات وو. ۲۵ داؤد وفرمائيل، ”مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک خپل خلق په امن کړى دى او هغه به په خپله په يروشلم کښې د تل دپاره اوسيږى. ۲۶ نو ليويانو ته نور ضرورت نشته چې د مالِک خُدائ د حضور خېمه او هغه ټول سامان يوسى چې په عبادت کښې استعماليږى.“ ۲۷ د داؤد د آخرى وصيت په بنياد کله چې ليويان د شلو کالو عُمر ته رسېدل نو د هغوئ ټولو نومونه د خِدمت دپاره ليکلے شول، ۲۸ او هغوئ ته دا کارونه حواله شوى وُو: د مالِک خُدائ د کور په عبادت کښې د هارون د اولاد مدد کول، د کور د دربارونو او کوټو خيال ساتل، او چې کوم څيزونه مقدس وُو هغه هر څۀ د پليتېدو نه پاک ساتل، ۲۹ خُدائ پاک ته د پېش کړے شوې روټۍ او د هغه اوړو ذمه وارى اخستل چې په نذرانو کښې استعمالېدل، د خمبيرې نه بغېر نرۍ پخې شوې روټۍ، پخې شوې نذرانې او اوړۀ چې د زيتُونو تېل ورسره ګډ وى، د مالِک خُدائ د کور د نذرانو تَلل او مِقدار معلومول، ۳۰ او هر سحر او هر ماښام د مالِک خُدائ په وړاندې ودرېدل، د هغۀ ثناء صِفت کول او د هغۀ شُکر ادا کول، ۳۱ او هر کله چې د سبت په ورځ، د نوې مياشتې په اختر او نورو اخترونو باندې مالِک خُدائ ته نذرانې سوزولے شوې، نو هغوئ به مدد کولو. ليويانو به هر ځل د مالِک خُدائ په حضور کښې د سړو د شمېر په مطابق خِدمت کولو، هغوئ په هغه اصُولو باندې عمل کولو چې کوم ورته ښودلے شوى وُو. ۳۲ هغوئ له د مالِک خُدائ د حضور خېمې او کور د خيال ساتلو او د هغوئ د خپلوانو يعنې د هارون د اولاد اِمامانو د مدد کولو ذمه وارۍ ورکړے شوې وې، چې دا ذمه وارۍ د مالِک خُدائ د کور په خِدمت کښې ادا کېدې.