د لومړي تواریخ کتاب

پنځه ویشتم فصل

د خدای د کور سازغږوونکي او سندرغاړي

۱ داود او عسکري قوماندانانو د اساف، هیمان او د یدوتون ځینې اولاده غوره کړه چې د عبادت د چارو مشري په غاړه واخلي: هغوی به د خدای پیغامونه اعلانول او ربابونه، چنګونه او تالونه به یې غږول. دا د ساز غږوونکو او سندرغاړو او د هغوی د وظیفو لست دی:

۲ د اساف څلور زامن یعنې زکور، یوسف، نتنیا او اشرییله د خپل پلار تر لارښوونې لاندې کار کاوه. اساف د پاچا تر حکم لاندې د خدای پیغامونه اعلانول.

۳ یدوتون شپږ زامن درلودل چې جدلیا، صري، اشعیا، شمعي، حشبیا او متتیا نومېدل. هغوی د خپل پلار تر لارښودنې لاندې د خدای پیغامونه اعلانول. هغوی ربابونه غږول او څښتن ته یې د ستاینې او شکرګزارۍ سندرې ویلې.

۴ هیمان څوارلس زامن درلودل چې نومونه یې دا وو: بقیا، متنیا، عزییل، شبوییل، یریموت، حننیا، حناني، الیاته، جدلتي، روممتي عزر، یشبقاشه، ملوتي، هوتیر او محزیوت. ۵ خدای د خپلې وعدې سره سم د پاچا نبي هیمان ته څوارلس زامن او درې لوڼې ورکړې، د دې دپاره چې هغه ته ویاړ وروبخښي. ۶ د هغه ټولو زامنو د خپل پلار تر لارښودنې لاندې د څښتن په کور کې د عبادت دپاره تالونه، چنګونه او ربابونه غږول. اساف، یدوتون او هیمان د پاچا د حکم لاندې کار کاوه.

۷ دا پورته څلورویشت نوموړي کسان د هغوی د خپلوانو په شان روزل شوي وو او دې ټولو په هغې موسیقۍ کې مهارت درلود چې د څښتن دپاره وه. د هغوی شمېر ۲۸۸ تنو ته رسېده. ۸ ځوانانو او زړو، ښوونکو او زده کوونکو یو شان خپلې وظیفې د پچې له مخې وټاکلې.

۹ دا ۲۸۸ ساز غږوونکي او سندرغاړي د کورنیو له مخې په څلورویشت ډلو او دولس کسیزو ډلو باندې ووېشل شول او هرې ډلې یو مشر درلود چې د هماغې ډلې مسوول ؤ. څنګه چې د هغوی پچې وختلې، نو د هغوی وظیفې په دې ډول څرګندې شوې: لومړنۍ پچه د اساف د کورنۍ څخه د یوسف په نامه، دوهمه د جدلیا او د هغه د دولسو زامنو او ورونو په نامه، ۱۰ درېمه پچه د زکور او د هغه د دولسو زامنو او ورونو په نامه، ۱۱ څلورمه پچه د یزري او د هغه د دولسو زامنو او ورونو په نامه، ۱۲ پنځمه پچه د نتنیا او د هغه د دولسو زامنو او ورونو په نامه، ۱۳ شپږمه پچه د بقیا او د هغه د دولسو زامنو او ورونو په نامه، ۱۴ اوومه پچه د یشرییله او د هغه د دولسو زامنو او ورونو په نامه، ۱۵ اتمه پچه د اشعیا او د هغه د دولسو زامنو او ورونو په نامه، ۱۶ نهمه پچه د متنیا او د هغه د دولسو زامنو او ورونو په نامه، ۱۷ لسمه پچه د شمعي او د هغه د دولسو زامنو او ورونو په نامه، ۱۸ یوولسمه پچه د عزییل او د هغه د دولسو زامنو او ورونو په نامه، ۱۹ دولسمه پچه د حشبیا او د هغه د دولسو زامنو او ورونو په نامه، ۲۰ دیارلسمه پچه د شوباییل او د هغه د دولسو زامنو او ورونو په نامه، ۲۱ څوارلسمه پچه د متتیا او د هغه د دولسو زامنو او ورونو په نامه، ۲۲ پنځلسمه پچه د یریموت او د هغه د دولسو زامنو او ورونو په نامه، ۲۳ شپاړسمه پچه د حننیا او د هغه د دولسو زامنو او ورونو په نامه، ۲۴ اوولسمه پچه د یشبقاشه او د هغه د دولسو زامنو او ورونو په نامه، ۲۵ اتلسمه پچه د حناني او د هغه د دولسو زامنو او ورونو په نامه، ۲۶ نولسمه پچه د ملوتي او د هغه د دولسو زامنو او ورونو په نامه، ۲۷ شلمه پچه د الیاته او د هغه د دولسو زامنو او ورونو په نامه، ۲۸ یوویشتمه پچه د هوتیر او د هغه د دولسو زامنو او ورونو په نامه، ۲۹ دوه ویشتمه پچه د جدلتي او د هغه د دولسو زامنو او ورونو په نامه، ۳۰ درویشتمه پچه د محزیوت او د هغه د دولسو زامنو او ورونو په نامه ۳۱ او څلورویشتمه پچه د روممتي عزر او د هغه د دولسو زامنو او ورونو په نامه.