د تواريخ اول کِتاب

دوېم باب

د يهوداه اولاد

۱د يعقوب دولس زامن وُو: روبين، شمعون، ليوى، يهوداه، يساکار، زبولون، ۲دان، يوسف، بنيامين، نفتالى، جاد او آشر. ۳د يهوداه ټول پينځۀ زامن وُو. د هغۀ د کنعانۍ ښځې بت‌سوع نه درې زامن وُو: عير، اونان او سيله. د هغۀ مشر زوئ عير دومره خراب وو چې مالِک خُدائ هغه ووژلو. ۴د يهوداه د خپلې اِنږور تامار نه دوه زامن فارص او زارح وُو. نو د يهوداه ټول پينځۀ زامن وُو. ۵د فارص دوه زامن حصرون او حمول وُو. ۶د هغۀ د ورور زارح پينځۀ زامن وُو: زِمرى، ايتان، هيمان، کل‌کُول او دردع. ۷د زارح د اولاد نه يو کس د کرمى زوئ عکن په بنى اِسرائيلو باندې ځکه افت راوستلو چې کوم مالِ غنيمت خُدائ پاک ته وقف شوے وو نو په هغې کښې يې خيانت وکړو. ۸د ايتان يو زوئ عزرياه وو.

د حضرت داؤد نسب‌نامه

۹د حصرون درې زامن يرحمئيل، رام او کلوبى وُو. ۱۰د رام نه تر يَسى پورې نسب‌نامه داسې ده: رام، عمى‌نداب، نحشون چې دا د يهوداه د قبيلې يو مشر سړے وو، ۱۱سلمون، بوعز، ۱۲عوبيد او يَسى. ۱۳د يَسى اووۀ زامن وُو، د عُمر په ترتيب باندې هغوئ داسې وُو: اِلياب، ابينداب، سِمعه، ۱۴نتنى‌ايل، ردى، ۱۵عوضم او داؤد. ۱۶د هغۀ دوه لوڼه ضروياه او ابى‌جيل هم وې. د يَسى د لور ضروياه درې زامن وُو: ابيشى، يوآب او عساهيل. ۱۷د هغۀ بلې لور ابى‌جيل د يتر سره وادۀ وکړو، چې د اِسمٰعيل د اولاد نه وو او د هغوئ يو زوئ پېدا شو چې نوم يې عماسا وو.

د حصرون نور اولاد

۱۸د حصرون زوئ کالب عزوبه وادۀ کړه او يوه لور يې ترې نه وشوله چې نوم يې يريعوت وو. د هغې درې زامن وُو: يشر، سوباب او اردون. ۱۹چې کله عزوبه مړه شوه نو کالب اِفراته وادۀ کړه او د هغوئ يو زوئ وشو چې نوم يې حُور وو. ۲۰د حُور زوئ اورى وو او د هغۀ نمسے بضلى‌اېل وو. ۲۱کله چې حصرون د شپېتو کالو وو، نو هغۀ د مکير د لور سره وادۀ وکړو، چې د جِلعاد خور وه. د هغوئ يو زوئ وشو چې نوم يې سجوب وو، ۲۲او د سجوب يو زوئ وو چې نوم يې يائير وو. يائير د جِلعاد په علاقه کښې په درويشتو ښارونو باندې حکومت کولو. ۲۳خو د جسور او شام حکومتونو هلته شپېتۀ ښارونه فتح کړل، چې په دې کښې د يائير او قنات کلى او د دې نزدې ښارونه شامل وُو. هلته چې څومره خلق اوسېدل هغوئ د مکير اولاد وو. مکير د جِلعاد پلار وو. ۲۴د حصرون د مرګ نه پس، د هغۀ زوئ کالب اِفرات وادۀ کړه، چې د هغۀ د پلار کونډه وه. د هغوئ يو زوئ وشو چې نوم يې اشور وو، چې دې د تقوع پلار وو.

د حصرون د زوئ يرحمئيل اولاد

۲۵د حصرون د مشر زوئ يرحمئيل پينځۀ زامن وُو: د ټولو نه مشر رام وو او ورپسې بونه، اورن، عوضم او اخياه وُو. ۲۶‏-۲۷د رام درې زامن وُو: معض، يمين او عيقر. د يرحمئيل يوه بله ښځه وه چې نوم يې عطاره وو او د هغوئ يو زوئ اونام وو. ۲۸د اونام دوه زامن سمى او يدع وُو، د سمى هم دوه زامن ندب او ابيسُور وُو. ۲۹ابيسُور يوه ښځه وکړه چې نوم يې ابى‌خېل وو، د هغوئ دوه زامن اخبان او مولِد وُو. ۳۰د ابيسُور د ورور ندب دوه زامن سلد او افائم وُو، خو د سلد اولاد نۀ وو او مړ شو. ۳۱افائم د يسعى پلار وو، يسعى د سيسان پلار وو او سيسان د اخلى پلار وو. ۳۲د سمى د ورور يدع دوه زامن يتر او يونتن وُو، خو يتر بغېر د زامنو نه مړ شو. ۳۳د يونتن دوه زامن پلت او زازا وُو. دا ټول د يرحمئيل اولاد وو. ۳۴د سيسان زامن نۀ وُو صِرف لوڼه يې وې. د هغۀ يو مِصرے نوکر وو چې نوم يې يرخع وو، ۳۵چې هغۀ له يې خپله يوه لور ورکړه چې وادۀ يې کړى. د هغوئ يو زوئ وو چې نوم يې عتى وو. ۳۶د عتى نه تر اليسمع پورې نسب‌نامه داسې ده: عتى، ناتن، زاباد، ۳۷افلال، عوبيد، ۳۸ياهُو، عزرياه، ۳۹خلص، اِلعاسه، ۴۰سِسمى، سلوم، ۴۱يقمياه او اليسمع.

د کالب نور اولاد

۴۲د يرحمئيل د ورور د کالب د مشر زوئ نوم ميسا وو. ميسا د زيف پلار وو، چې دې د مريسه پلار وو چې هغه د حبرون پلار وو. ۴۳د حبرون څلور زامن وُو: قورح، تفوح، رِقم او سمع. ۴۴سمى د رحم پلار او د يُرقعام نيکۀ وو. د سمع ورور رِقم د سمى پلار وو، ۴۵چې سمى د معون پلار وو، او معون د بيت‌صور پلار وو. ۴۶د کالب يوه وينځه وه چې نوم يې عيفه وو او د هغې نه يې درې نور زامن وُو: حاران، موضا او جازز. د حاران هم يو زوئ وو چې نوم يې جازز وو. ۴۷يهدى نومې يو سړے وو چې د هغۀ شپږ زامن وُو: رجم، يوتام، جسان، فِلِط، عيفه او شعف. ۴۸د کالب يوه وينځه معکه هم وه، چې د هغې نه يې دوه زامن وُو، شبر او تِرحنه. ۴۹وروستو يې دوه نور زامن پېدا شول: شعف، چا چې د مدمنه ښار جوړ کړے وو، او سِوا، چا چې د مکبينه او جبعه ښارونه جوړ کړى وُو. د دې نه علاوه د کالب يوه لور وه چې نوم يې عکسه وو. ۵۰دا هم د کالب اولاد وو. حُور د کالب او د هغۀ د ښځې اِفرات مشر زوئ وو. د حُور زوئ سوبل د قِريَت‌يعريم ښار جوړ کړے وو. ۵۱د هغۀ دوېم زوئ ساما چا چې د بيت‌لحم ښار جوړ کړے وو او د هغۀ درېم زوئ خارف چا چې د بيت‌جادر ښار جوړ کړے وو. ۵۲سوبل، چا چې د قِريَت‌يعريم ښار جوړ کړے وو، هغه د هرائى د خلقو او د هغه نيمو خلقو پلار نيکۀ وو چې څوک د منوخوت په ښار کښې اوسېدل، ۵۳او کومې قبيلې چې په قِريَت‌يعريم کښې وې دا دى: اِتريان، فُوتيان، سماتيان او مِسراعيان. د صُرعه او استاول ښارونو خلق د دې قبيلو کسان وُو. ۵۴سلما د بيت‌لحم، د نطوفاتى، عطرات‌بيت‌يوآب او صُرعى د خلقو پلار نيکۀ وو، چې صُرعى په مانحت کښې د دوو ډلو نه يوه وه، ۵۵او کومې قبيلې چې په ليکلو کښې ماهِران وُو هغوئ په يعبيض کښې اوسېدل: هغوئ تِرعايان، سِمعيان او سوکاتيان وُو. هغوئ د حمات د قينيانو اولاد وو. حمات د ريکاب د خاندان پلار نيکۀ وو.