0:00 / 0:00

د تواريخ اول کِتاب

نهم باب

د خلقو آزادېدل او واپس راتلل

۱ د ټولو بنى اِسرائيلو نسب‌نامه ليکلے شوې وه او دا معلومات د بنى اِسرائيلو د بادشاهانو د تاريخ په کِتاب کښې ليکلے شوى دى. د يهوداه خلق د خپلې نافرمانۍ په وجه بابل ته ويستلے شوى وُو. ۲ وړومبى کسان چې په خپلو پخوانو ښارونو کښې جائيدادونو ته راواپس شول نو په هغې کښې اِمامان، ليويان، د مالِک خُدائ د کور خِدمت کوونکى او نور بنى اِسرائيليان وُو. ۳ د يهوداه، بنيامين، اِفرائيم او منسى قبيلو خلق يروشلم ته د اوسېدو دپاره لاړل. ۴‏-۶ د يهوداه د قبيلې لس کم اووۀ سوه خاندان داسې وُو چې لاړل او په يروشلم کښې اوسېدل. په دې کښې د يهوداه د قبيلې د فارص اولاد د قبيلې مشر عوتى وو، چې د عميهود زوئ او د عُمرى نمسے وو. د هغۀ په پلار نيکۀ کښې اِمرى او بانى شامل وُو. د يهوداه زوئ سيله د قبيلې مشر عساياه وو، چې هغه د خپل خاندان مشر وو. د يهوداه زوئ زارح د قبيلې مشر يعى‌ايل وو. ۷‏-۸ د بنيامين قبيلې دا کسان لاړل او په يروشلم کښې اوسېدل: د مسلام زوئ سلو، چې مسلام د هُوداوياه زوئ وو، هُوداوياه د هسينوآه زوئ وو، او ورسره د يروحام زوئ اِبنياه وو، ايله چې د عُزى زوئ او د ميکرى نمسے وو، د سفطياه زوئ مسلام، سفطياه د رعواېل زوئ وو او رعواېل د اِبنياه زوئ وو. ۹ د دې قبيلې نهۀ سوه شپږ پنځوس خاندان لاړل او هلته اوسېدل. د دې ليکلے شوو نومونو ټول سړى د کورَنو مشران وُو.

هغه اِمامان چې يروشلم ته د اوسېدو دپاره لاړل

۱۰‏-۱۲ په واپس راغلو اِمامانو کښې دا کسان وُو: يدعياه، يهويريب او يکين. د خِلقياه زوئ عزرياه چې د مالِک خُدائ د کور مشر آفسر وو، چې د هغۀ په پلار نيکۀ کښې مسلام، صدوق، مرايوت او اخيطوب شامل وُو. د يروحام زوئ عداياه، چې د هغۀ په پلار نيکۀ کښې فشحور او مُلکياه شامل وُو، او ورسره د عدى‌ايل زوئ معسى، چې د هغۀ په پلار نيکۀ کښې يحزيراه، مسلام، مسلميت او اِمير شامل وُو. ۱۳ کوم اِمامان چې د ډلو مشران وُو هغه ټول يو زر اووۀ سوه او شپېتۀ وُو. هغوئ د خُدائ پاک د کور د خِدمت د کار دپاره ښۀ تکړه سړى وُو.

هغه ليويان چې واپس راغلل او په يروشلم کښې اوسېدل

۱۴‏-۱۶ دا ليويان يروشلم ته واپس راغلل: د حسوب زوئ سمعياه، چې د هغۀ په پلار نيکۀ کښې د مرارى د قبيلې عزريقام او حسبياه شامل وُو، بقبقر، حرس، جلال او د ميکا زوئ متنياه، چې د هغۀ په پلار نيکۀ کښې زِکرى او آسف شامل وُو، د سمعياه زوئ عبدياه، چې د هغۀ په پلار نيکۀ کښې جلال او يدوتون شامل وُو، برکياه، چې د آسا زوئ او القنه نمسے وو، چې هغه د نطوفاتى ښار په علاقه کښې اوسېدو.

د مالِک خُدائ د کور څوکيدارانو راواپس کېدل او په يروشلم کښې اوسېدل

۱۷ د مالِک خُدائ د کور څوکيداران په يروشلم کښې اوسېدل: سلوم، عقوب، طلمون او اخيمان. سلوم د هغوئ مشر وو. ۱۸ د دې نه مخکښې د هغو ډلو کسان د نمرخاتۀ طرف د بادشاه د دروازې سره ولاړ وُو. هغوئ به د ليويانو د خېمو په دروازو باندې څوکيدارى کوله. ۱۹ د قورې زوئ او د ابى‌آسف نمسے سلوم، سره د خپلو خلقو چې د قورح ډله وه د مالِک خُدائ د حضور د خېمې د ننوتلو ځائ حِفاظت ذمه وار وُو، لکه څنګه چې مخکښې د هغوئ پلار نيکۀ د مالِک خُدائ د اوسېدو د ځائ د حِفاظت ذمه وار وُو. ۲۰ د اِلى‌عزر زوئ فينحاس، په يو وخت کښې د هغوئ مشرى کړې وه او مالِک خُدائ د هغۀ مل وو. ۲۱ د مسلمياه زوئ زکرياه هم د مالِک خُدائ د حضور د خېمې د ننوتلو د ځائ څوکيدار وو. ۲۲ ټول دوه سوه او دولس سړى د دروازو دپاره څوکيداران خوښ کړے شوى وُو. د هغوئ نومونه د هغه کلو په مطابق ليکلے شوى وُو چې چرته هغوئ اوسېدل. داؤد او سموئيل پېغمبر د هغوئ پلار نيکۀ په دې اهم کار باندې مقرر کړى وُو. ۲۳ هغوئ او د هغوئ اولاد د مالِک خُدائ د خېمې د دروازو د حِفاظت ذمه وار وُو. ۲۴ په هر طرف باندې يوه يوه دروازه وه، شمالى، جنوبى، نمرخاتۀ او نمرپرېواتۀ ته او د هرې يوې دروازې يو يو مشر څوکيدار وو. ۲۵ د هغوئ هغه خپلوان کوم چې په کلو کښې اوسېدل نو هغوئ به وخت په وخت راتلل او د هغوئ سره به يې اووۀ ورځې خِدمت کولو. ۲۶ هغه څلور مشران څوکيداران ليويان وُو چې هغوئ له پوره ذمه وارى ورکړے شوې وه. هغوئ د مالِک خُدائ د کور د کوټو او د هغه قيمتى سامان هم خيال ساتلو چې کوم هلته کېښودے شو. ۲۷ هغوئ د مالِک خُدائ کور سره نزدې دېره وُو، ځکه چې د هغوئ کار د دې حِفاظت او په هر سحر کښې د دروازو کولاول وُو.

نور ليويان

۲۸ څۀ ليويان د عبادت د سامان ذمه وار وُو. چې کله به دا وړلے يا واپس راوړلے شو نو هغوئ به دا شمېرلو. ۲۹ نور د مقدس ځائ د سامان، د اوړو، د ميو، د زيتُونو تېلو، خوشبويۍ او مصالحو ذمه وار وُو. ۳۰ خو د مصالحو د ګډولو ذمه وارى د اِمامانو وه. ۳۱ د قورح د قبيلې د ليوى قبيلې د سلوم مشر زوئ چې نوم يې متتياه وو، هغه د هغه روټۍ پخولو ذمه وار وو چې په نذرانو کښې استعمالېدله. ۳۲ د قُهات د قبيلې څۀ کسان د هر سبت په ورځ د مالِک خُدائ کور دپاره د مقدسې روټۍ تيارولو ذمه وار وُو. ۳۳ د ليويانو څۀ خاندان د مالِک خُدائ د کور د سندرو ذمه وارې وې. د دې کورَنو مشران د مالِک خُدائ د کور په يو څو کوټو کښې اوسېدل او د نورو کارونو کولو نه آزاد وُو، ځکه چې هغوئ به شپه او ورځ کار کولو. ۳۴ دا ټول کسان د هغوئ د پلار نيکۀ د نسب‌نامې په مطابق د ليويانو د خاندان مشران وُو. هغوئ د يروشلم د اوسېدونکو خلقو مشران وُو.

د ساؤل بادشاه پلار نيکۀ او اولاد

۳۵ يعى‌ايل د جبعون ښار جوړ کړو او هلته دېره شو. د هغۀ د ښځې نوم معکه وو. ۳۶ د هغۀ مشر زوئ عبدون وو او د هغۀ نور زامن دا وُو: صور، قيس، بعل، نير، ندب، ۳۷ جدور، اخيو، زکرياه او مِقلوت ۳۸ چې د سِمعام پلار وو. د هغوئ اولاد د خپلې قبيلې د نورو کورَنو سره نزدې په يروشلم کښې اوسېدل. ۳۹ نير د قيس پلار وو او قيس د ساؤل پلار وو. د ساؤل څلور زامن وُو: يونتن، مُلکى‌شوَع، ابينداب او اشبعل. ۴۰ يونتن د مريب بعل پلار وو، چې هغه د ميکاه پلار وو. ۴۱ د ميکاه څلور زامن وُو: فيتون، مُلک، تاريع او احاز. ۴۲ احاز د يعراه پلار وو، چې هغه د درېو زامنو پلار وو: علمت، عزماوت او زِمرى. زِمرى د موضا پلار وو، ۴۳ موضا د بِنعه پلار وو، بِنعه د رفاياه، رفاياه د اِلعاسه او اِلعاسه د اصيل پلار وو. ۴۴ د اصيل شپږ زامن وُو: عزريقام، بوکرو، اِسمٰعيل، سعرياه، عبدياه او حنان.