0:00 / 0:00

دَ کورنتيانو په نُوم دَ پولوس رسُول اول خط

پنځلسم باب

دَ مسيح بيا ژوندے کيدل

۱نو اوس زما ورُوڼو، زَۀ به تاسو ته هغه زيرے دريادوم کُوم چه ما وړاندے درکړے وو، اَؤ تاسو قبول کړے وو اَؤ پرے قائم هم يئ. ۲اَؤ دَ دے زيرى په وسيله چه تاسو خلاصُون بيا مُومئ که تاسو زما په درکړى زيرى قائم يئ، که نۀ يئ نو ستاسو ايمان راؤړل عبث وو.

۳ما دَ ټولو نه وړُومبے هغه اهمه خبره در ورسوله کُومه چه ما ته رارسيدلے وه چه مسيح دَ کتابِ مُقدس په مُطابق زمونږ دَ ګُناهُونو دَ پاره مړ شو، ۴اَؤ ښخ شو اَؤ دَ کتاب مُقدس په مُطابق په دريمه ورځ بيا ژوندے پاڅيدلو. ۵اَؤ هغه پطروس ته ښکاره شو اَؤ دَ هغۀ نه پس هغه دولسو کسانو ته. ۶اَؤ بيا وروڼو ته چه دَ پنځو سوو نه زيات وُو يو ځل ښکاره شو چه په هغوئ کښے زيات کسان تر اوسه ژوندى دى اَؤ ځنے مړۀ دى. ۷بيا يعقُوب ته ښکاره شو اَؤ دَ دے نه پس ټولو رسُولانو ته.

۸اَؤ په آخر کښے ما ته ښکاره شو. دا داسے وه لکه چه بے نيټے زيږدلے، ۹اَؤ په رسُولانو کښے له ټولو نه ورکوټے يم تر دے چه دَ رسُول بللو لايق هم نۀ يم ځکه چه ما جماعت په عذاب کړے وو. ۱۰خو هر څۀ چه يم هغه دَ خُدائے په فضل يم، بلکه هغه فضل چه په ما وشو هغه بے فائدے ونۀ شو ځکه چه ما دَ هغوئ ټولو نه زياته خوارى وکړله. دا ما ونۀ کړله بلکه دَ خُدائے په هغه فضل وشوله چه په ما دے. ۱۱بيا دا هيڅ خبره نۀ ده که زَۀ وم که هغوئ، مُونږ دغه زيرے آؤروُو اَؤ په دے تاسو ايمان راوړو.

زمُونږ بيا ژوندى کيدل

۱۲نو اوس که هم دغه څۀ مُونږ زيرے آؤروُو چه مسيح له مړو نه بيا را ژوندے شو نو په تاسو کښے ځنے دا څنګه وئيلے شى چه دَ مړو قيامت نِشته؟ ۱۳که دَ مړو قيامت نِشته نو بيا خو مسيح هم نۀ وو بيا ژوندے شوے. ۱۴اَؤ که مسيح نۀ وو ژوندے شوے نو بيا زمُونږ پيغام بے فائدے اَؤ بے معنىٰ دے اَؤ هم دغه شان ستاسو ايمان راوړل. ۱۵بلکه مُونږ دَ خُدائے دروغژن ګواهان شُو ځکه چه مُونږ دَ خُدائے په بابت دا ګواهى ورکړے وه چه هغۀ مسيح راژوندے کړو. که چرے مړى نۀ راژوندى کوى نو بيا هغه ئے هم نۀ دے ژوندے کړے. ۱۶ځکه چه که مړى نۀ راژوندى کيږى نو مسيح هم نۀ وو راژوندے شوے. ۱۷اَؤ که چرے مسيح نۀ وو راژوندے شوے نو ستاسو ايمان بے فائدے دے اَؤ تاسو هم هغه شان په خپلو زړو ګناهُونو کښے راګير يئ. ۱۸اَؤ کُوم ايمانداران چه مړۀ شول هغوئ هم هلاک شول ۱۹که چرے مُونږ صرف دَ دے ژوند دَ پاره په مسيح اُميد کړے دے نو بيا مُونږ په ټولو بنى آدمو کښے زيات بدنصيب يُو.

۲۰خو په حقيقت کښے مسيح راژوندے شوے وو. داسے هغه په مړو کښے اولنے ژوندے شوے سړے دے. ۲۱ځکه چه دَ يو سړى په سبب په دُنيا کښے مرګ راغے اَؤ دَ يو سړى په سبب دَ مړو نه راژوندى کيدل راغلل. ۲۲لکه څنګه چه ټول خلق چه دَ آدم اَؤلاد دى، مرى، هغه شان څوک چه دَ مسيح دى ټول به ژوندى کړے شى. ۲۳خو هر يو به په خپل خپل وار، اول مسيح، بيا دَ مسيح په راتلو دَ هغۀ خلق. ۲۴بيا به آخرت راشى، اَؤ کله چه مسيح ټول حُکومتُونه اَؤ ټول اِختيارُونه اَؤ قُدرتُونه نِشت کړى نو بادشاهى به خُدائے، يعنے خُدائے پلار ته په حواله کړى. ۲۵ولے چه تر څو چه مسيح ټول دُښمنان تر پښو لاندے نۀ کړى هغۀ له بادشاهى کول ضرُورى ده. ۲۶اَؤ دَ ټولو نه وروستے دُښمن چه به نِشت کړى، هغه مرګ دے. ۲۷ځکه چه ”خُدائے ټول څيزُونه دَ هغۀ دَ پښو دَ لاندے کړى دى،“ خو دَ ټولو څيزُونو مطلب دا نۀ دے چه خُدائے په دے څيزُونو کښے شامل دے ځکه چه خُدائے دا ټول څيزُونه دَ مسيح دَ لاندے کړى دى. ۲۸اَؤ هر کله چه ټول څيزُونه ئے دَ هغۀ دَ لاندے کړى دى نو زوئے به هم دَ خُدائے دَ لاندے کړے شى چا چه ټول څيُزونه دَ هغۀ دَ لاندے کړل اَؤ دغه شان به خُدائے په ټولو کښے هر څۀ وى.

۲۹اوس داسے خلق چه دَ مړو دَ پاره بپتسمه آخلى نو هغوئ داسے ولے کوى؟ که چرے مړى بيخى راژوندى کيږى نه، نو بيا دَ هغوئ دَ پاره دَ بپتسمه آخستلو څۀ مطلب دے؟ ۳۰اَؤ بيا مُونږ په خپله ولے هر وخت په خطره کښے يُو؟ ۳۱زما ورُوڼو! تاسو زمُونږ په مالِک عيسىٰ مسيح کښے زما وياړ يئ، باور وکړئ چه زَۀ هره ورځ مرم. ۳۲که چرے زَۀ دَ بنى آدم په شان په اِفِسوس کښے دَ داړُونکو ځناورو سره وجنګيدلم نو ما ته څۀ فائده ده؟ که مړى به راژوندى نۀ شى نو ”راځئ چه خورُو څښُو ځکه چه صبا خو هسے هم مړۀ کيږُو.“

۳۳ګمراه کيږئ مه، دَ بدو ملګرتيا دَ سړى عادتُونه خرابوى. ۳۴اَؤ دَ رښتُونى اَؤ غوره ژوندُون دَ پاره په هوش کښے راشئ اَؤ ګُناه پريږدئ زَۀ تاسو ته دا دَ شرم راوستلو دَ پاره وايم، ځنے داسے دى چه دَ خُدائے نه بے خبره دى.

راژوندے شوے جسم

۳۵خو تاسو به تپوس کوئ چه مړى څنګه راژوندى شى اَؤ په څۀ قِسم جِسم کښے به راځى؟ ۳۶اَئے نادانه! کُوم تُخم چه تۀ په خپله کرے نو تر څو چه هغه مړ نۀ شى تر هغے ژوندے کيږى نه. ۳۷اَؤ څۀ چه تۀ کرے هغه دا وجُود نۀ دے چه دَ پيدا کيدُونکى دے بلکه صرف دانه ده که هغه دَ غنم وى يا دَ څۀ بل څيز. ۳۸خو خُدائے چه څنګه اِراده وکړى هم هغه شان هغۀ ته وجُود ورکوى اَؤ هر تُخم ته خپل خاص وجُود.

۳۹ټوله غوښه يو شان غوښه نۀ ده بلکه دَ انسان غوښه يو قِسم ده اَؤ دَ څاروو بل قِسم اَؤ دَ مرغانو بل قِسم اَؤ دَ کبانو غوښه بل قِسم ده.

۴۰آسمانى څيزُونه قِسما قِسم دى اَؤ دَ مزکے هم، خو آسمانى جلال يو څۀ دے اَؤ دَ مزکے بل څۀ. ۴۱دَ نمر جلال يو څۀ دے، دَ سپوږمئ جلال بل څۀ، دَ ستورو جلال بل څۀ، ځکه چه دَ ستورى ستورى په جلال کښے فرق دے.

۴۲دَ مړو راژوندى کيدل هم دغسے دى، دَ فنا په حالت کښے ښخولے شى اَؤ دَ بقا په حالت کښے راژوندى کيږى. ۴۳دَ بے عزتئ په حالت کښے ښخولے شى اَؤ دَ جلال په حالت کښے راژوندى کيږى، په کمزورتيا کښے ښخولے شى اَؤ په طاقت کښے راژوندى شى. ۴۴جسمانى وجُود ښخولے شى اَؤ رُوحانى وجُود راژوندے کيږى. هر کله چه نفسانى وجُود شته نو رُوحانى وجُود هم شته. ۴۵هم دغه شان ليکلى دى :  ”اول سړے، يعنے آدم ژوندے نفس جوړ شو، خو آخرى آدم ژوندُون ورکُوونکے رُوح جوړ شو.“ ۴۶خو رُوحانى اول نۀ وو بلکه نفسانى، اَؤ دَ دے نه پس رُوحانى شو. ۴۷اول سړے دَ مزکے نه، يعنے خاکى وو، اَؤ دويم سړے آسمانى وو. اَؤ څنګه چه هغه خاکى وو هغه شان به نور هم خاکى وى ۴۸اَؤ څنګه چه هغه آسمانى وو هغه شان به نور هم آسمانى وى، ۴۹اَؤ څنګه چه مُونږ دَ دے خاکى په صُورت جوړ شوى يُو دغه شان به په آسمانى صُورت کښے هم شُو.

۵۰زما ورُوڼو، زما مطلب دا دے چه دَ اِنسان جسم دَ خُدائے دَ بادشاهئ وارث نۀ شى کيدے اَؤ دا جِسم چه مړ کيدُونکے دے دَ بقا وارث کيدے نۀ شى.

۵۱ګورئ! زَۀ به درته يوه دَ راز خبره کوم چه مُونږ ټول خو به نۀ مرُو بلکه مُونږ ټول به بدل شُو، ۵۲دَ سترګے په يو رپ کښے چه ورستے بګل وغږيږى اؤ دَ بګل دَ آواز سره به مړى په غير فانى حالت کښے راژوندى شى، اَؤ مُونږ به بدل شُو. ۵۳ځکه چه ضرورى دى چه دا مړ کيدُونکے جِسم دِ غير فانى جامے واغوندى اَؤ دا مړ کيدُونکے جِسم دِ دَ آبدى ژوندُون جامے واچوى. ۵۴اَؤ هر کله چه دا فانى جِسم غير فانى، اَؤ دا مړ کيدونکے جِسم آبدى جامے واچوى، نو هغه قول به پُوره شى چه ليکلى شوى دى چه : 

”مرګ ختم کړے شو، فتح وکړے شوه!“

۵۵”اَئے مرګه! ستا هغه فتح څۀ شوه؟

اَئے مرګه! ستا دَ طاقت هغه لشه څۀ شوه؟“

۵۶دَ مرګ لشه ګُناه ده اَؤ ګُناه دَ شريعت نه خپل طاقت بيا مُومى. ۵۷خو دَ خُدائے شکر دے چه هغۀ مُونږ ته دَ مالِک عيسىٰ مسيح په وسيله فتح راکوى.

۵۸نو اَئے زما خوږو ورُوڼو! ټينګ اَؤ قائم اوسئ اَؤ هميشه دَ مالِک په کار کښے بوخت اوسئ ځکه چه تاسو خبر يئ چه په مالِک کښے ستاسو خوارى بے فائدے نۀ ده.