قرنتیانو ته د پولوس رسول لومړی لیک

دوهم فصل

د صلیب شوي مسیح په هکله پیغام

۱ای خویندو او ورونو! کله چې زه تاسو ته د خدای د پټ راز د وعظ دپاره راغلم، نو تاسو ته زما وینا ډېره اوچته او د حکمت له مخې نه وه. ۲کله چې زه تاسو سره وم، نو دا پرېکړه مې وکړه چې تاسو ته به پرته د عیسی مسیح او په صلیب باندې د هغه د مړینې نه د بل هيڅ شي په هکله وعظ ونه کړم. ۳زه تاسو ته په کمزورۍ، وېرې او لړزېدلو سره راغلم ۴او زما وینا او پیغام د انساني حکمت او هڅوونکو خبرو له مخې نه، بلکې د روح القدس د قدرت د ښودلو له مخې ؤ. ۵ما داسې وکړل ترڅو ستاسو ایمان د انساني حکمت په بنیاد نه، بلکې د خدای په قدرت سره ټینګ وي.

د خدای حکمت

۶بیاهم مونږ د هغو خلکو په منځ کې د حکمت خبرې کوو چې په روحاني لحاظ بالغ دي، خو دا د دې نړۍ او یا د دې نړۍ د حاکمانو حکمت نه دی چې د تباهۍ خواته روان دي. ۷بلکې مونږ د خدای د هغه پټ حکمت د راز په هکله خبرې کوو چې خدای د نړۍ د جوړولو نه مخکې زمونږ د سرلوړۍ دپاره ټاکلی ؤ. ۸خو د دې دنیا د حاکمانو څخه هېڅ یو یې په دې حکمت باندې پوه نه شو، ځکه که چېرې هغوی پوهېدلی نو عیسی مسیح چې د جلال خاوند دی، په صلیب باندې ځوړند کړی نه وای. ۹خو لکه څنګه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي:

څه چې نه سترګو لیدلي، نه غوږونو اورېدلي او نه د انسان په زړه کې تېر شوي دي، خدای هغه د هغو خلکو دپاره تیار کړي دي چې د هغه سره مینه کوي.

۱۰خو خدای دا شیان مونږ ته د خپل روح په وسیله ښکاره کړي دي. ځکه چې د هغه روح د ټولو شیانو او حتی د خدای د ډېرو ژورو او پټو مقصدونو په لټه کې دی. ۱۱ځکه څوک کولای شي چې د بل انسان د خیالونو څخه خبر شي، پرته د هغه له روح نه چې په هغه کې دی؟ په همدې ډول پرته د خدای له روح څخه هېڅوک نه شي کولای چې د خدای په خیالونو باندې پوه شي. ۱۲خو مونږ دنیاوي روح نه دی تر‌لاسه کړی، بلکې هغه روح مو تر‌لاسه کړی دی چې د خدای له خوا دی، ترڅو هغه شیان وپېژنو چې خدای مونږ ته وړیا راکړي دي.

۱۳مونږ د هغو شیانو په هکله خبرې نه کوو چې انساني حکمت مونږ ته رازده کړي دي، بلکې په هغو خبرو کې یې بیانوو چې روح القدس راته زده کړي دي او په دې ډول روحاني حقیقتونه هغو خلکو ته بیانوو چې روحاني دي. ۱۴خو څوک چې روحاني نه دی، نو هغه د خدای د روح حقیقتونه نه مني، ځکه چې د هغه په نظر دا بې‌عقلي ده. هغه نه شي کولای چې په هغو باندې پوه شي، د دې دپاره چې په دې ډول تعلیم باندې د پوهېدلو په خاطر روحاني قضاوت ته اړتیا ده. ۱۵روحاني شخص کولای شي چې د ټولو شیانو په هکله قضاوت وکړي، خو هېڅوک نه شي کولای د هغه په هکله قضاوت وکړي. ۱۶ځکه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي:

څوک کولای شي چې د څښتن په فکرونو باندې پوه شي او څوک کولای شي چې هغه ته مشوره ورکړي؟

خو مونږ په دې شیانو باندې پوهیږو، ځکه چې د مسیح په شان فکر کوو.