0:00 / 0:00

قرنتیانو ته د پولوس رسول لومړی لیک

اووم فصل

د واده په هکله

۱ اوس زه غواړم د هغو موضوعګانو په هکله خبرې وکړم چې تاسو لیکلي دي: «د یو سړي دپاره دا ښه ده چې د ښځې سره جنسي اړیکه ونه لري.» ۲ خو د جنسي بد‌اخلاقۍ او زنا څخه د ځان ساتنې په خاطر به دا ښه وي چې هر سړی خپله ښځه ولري او هره ښځه خپل مېړه ولري. ۳ مېړه دې د خپلې ښځې په وړاندې او ښځه دې هم د خپل مېړه په وړاندې خپل د مېړه‌توب او ښځې‌توب حق ادا کړي. ۴ ځکه چې ښځه د خپل بدن اختیار نه لري، بلکې مېړه د هغې اختیار لري. همدارنګه مېړه د خپل بدن اختیار نه لري بلکې د هغه ښځه یې لري. ۵ یو د بل سره جنسي اړیکې مه پرېږدئ، خو دا چې دواړه په دې رضا وي چې د لږ وخت دپاره یې پرېږدئ، ترڅو د دعا کولو دپاره ځانګړی وخت ولرئ. خو وروسته بیا سره یوځای شئ. هسې نه چې په ځان باندې د واک له لاسه ورکولو له امله شیطان تاسې وسوسه کړي.

۶ زه تاسو ته دا لکه د یو حکم په شان نه وایم، بلکې دا یوازې یوه اجازه ده چې تاسو ته یې درکوم. ۷ خو کاشکې تاسو ټول زما په شان مجرد وای. خو خدای هر چاته خپل خپل روحاني نعمت ورکړی دی، یو ته یو ډول او بل ته بل ډول.

۸ اوس نو زه مجردانو او کونډو ته وایم چې ستاسو دپاره دا ښه ده چې زما په شان مجرد پاتې شئ. ۹ خو که چېرې هغوی په خپلو ځانونو باندې حاکمیت نه لري، نو واده دې وکړي، ځکه چې واده کول په شهوت کې د سوځېدلو نه ښه دی.

۱۰ خو واده شویو خلکو ته زه حکم کوم چې دا زما نه، بلکې د څښتن حکم دی چې ښځه دې د خپل مېړه څخه نه بېلیږي. ۱۱ خو که چېرې هغه د خپل مېړه نه بېله شي، نو مجرده دې پاتې شي او یا دې بېرته د خپل مېړه سره پخلا شي او مېړه دې خپلې ښځې ته طلاق نه ورکوي.

۱۲ نورو ته دا زه وایم، نه څښتن. که چېرې د یو ایماندار ښځه بې‌ایمانه وي، خو هغه په دې راضي وي چې د هغه سره ژوند وکړي، نو هغه دې ورته طلاق نه ورکوي. ۱۳ که چېرې د کومې ایماندارې ښځې مېړه بې‌ایمانه وي او هغه د هغې سره په اوسېدلو راضي وي، نو هغه دې د خپل مېړه نه طلاق نه اخلي. ۱۴ ځکه چې بې‌ایمانه مېړه د خپلې ښځې له امله خدای ته سپېڅلی دی او کومه ښځه چې بې‌ایمانه وي، هغه د خپل ایماندار مېړه په سبب خدای ته سپېڅلې ده. که نه، نو ستاسو اولادونه به ناپاک وای، خو اوس دوی هم خدای ته سپېڅلي دي. ۱۵ خو که چېرې بې‌ایمانه مېړه یا ښځه یو د بل نه بېلېدل غواړي، نو پرېږده چې بېل شي. په داسې حالت کې هغه ایماندار مېړه یا ښځه مجبوره نه دي چې د یو بل سره پاتې شي، ځکه چې خدای تاسو د سولې او سلامتۍ دپاره رابللي یئ. ۱۶ نو ای ښځې، ته څه پوهېږې چې ایا ته به خپل مېړه وژغورې؟ او ای مېړه، ته څه پوهېږې چې ایا خپله ښځه به وژغورې؟

په هر حالت کې د خدای سره پاتې شئ

۱۷ خو بیاهم هرڅوک دې داسې ژوند وکړي لکه څنګه چې خدای ورته ټاکلی دی او لکه څنګه چې څښتن ورته رابللی دی. ټولو کلیساګانو ته دا زما حکم دی. ۱۸ ایا یو سنت شوي سړي د خدای بلنه منلې ده؟ نو هغه دې کوښښ نه کوي چې د سنتېدلو نښې له منځه یوسي. ایا یو ناسنت شوي سړي د خدای بلنه منلې ده؟ نو هغه دې خپل ځان نه سنتوي. ۱۹ سنتېدل یا نه سنتېدل مهم نه دي. مهمه دا ده چې د خدای په حکمونو باندې عمل وکړو. ۲۰ تاسو هر یو چې په کوم حالت کې رابلل شوي یئ په هماغه حالت کې پاتې شئ. ۲۱ ایا کله چې ته راوبلل شوې، ته غلام وې؟ نو په دې باندې مه پرېشانه کېږه، خو که چېرې وکولای شې خپله ازادي لاسته راوړې، نو د موقعې نه ګټه واخله. ۲۲ ځکه که چېرې څوک د غلامۍ په حالت کې د څښتن له خوا رابلل شوی وي، هغه د څښتن یو ازاد شوی شخص دی. همدارنګه که چېرې څوک ازاد وي او د څښتن له خوا رابلل شوی وي، نو هغه د مسیح غلام دی. ۲۳ تاسو په بیه اخیستل شوي یئ، نو د انسانانو غلامان کېږئ مه. ۲۴ نو ای خویندو او ورونو! په هر حالت کې چې تاسو رابلل شوي یئ، نو په هماغه حالت کې د خدای سره پاتې شئ.

د مجردانو او کونډو په هکله

۲۵ او اوس د مجردانو د موضوع په هکله زما سره د څښتن له خوا کوم حکم نشته، خو د یو داسې کس په توګه چې د څښتن د رحم په وسیله د باور وړ یم، خپل نظر وایم. ۲۶ زه فکر کوم چې دې اوسني سخت حالت ته په کتلو سره به ښه وي چې یو کس لکه څنګه چې دی، هماغسې پاتې شي. ۲۷ که ته ښځه لرې، نو هغې ته طلاق مه ورکوه او که ته مجرد یې، نو د واده کولو کوښښ مه کوه. ۲۸ که چېرې یو سړی واده وکړي، نو هغه کومه ګناه نه ده کړې. که چېرې یوه پېغله واده وکړي، نو هغې کومه ګناه نه ده کړې. خو که څوک واده وکړي، نو په ژوند کې به ورباندې تکلیفونه راشي او زه غواړم چې تاسو د دې تکلیفونو څخه وساتم.

۲۹ ای خویندو او ورونو! زه دا وایم چې ډېر وخت نه دی پاتې. له همدا‌اوس نه څوک چې ښځه لري، نو یوازې دې د خپلې ښځې په فکر کې نه اوسي. ۳۰ څوک چې ژاړي، نو هغوی دې داسې وي چې ګوندې هېڅ خفه نه دي او څوک چې خوشحالي کوي، نو هغوی دې داسې وي چې ګوندې خوشحاله نه دي. څوک چې کوم څه اخلي، نو هغوی دې داسې وي لکه چې دا شیان د هغوی نه دي. ۳۱ او څوک چې د دې نړۍ سره معامله او کاروبار لري، نو یوازې دې کاروبار ته فکر نه کوي، ځکه چې دا نړۍ زر تېرېدونکې ده.

۳۲ زه غواړم چې تاسو د پرېشانۍ نه خلاص اوسئ. چا چې واده نه وي کړی، هغه د څښتن د کارونو په هکله فکر کوي چې څښتن څنګه خوشحاله کړي. ۳۳ خو څوک چې ښځه لري، هغه د دنیاوي شیانو په هکله فکر کوي چې څنګه خپله ښځه خوشحاله کړي، ۳۴ نو هغه په دوه لارو کې بند پاتې کیږي. یوه ناواده شوې ښځه یا یوه پېغله د څښتن په فکر کې وي چې څنګه د هغې بدن او روح سپېڅلی او پاک اوسي. خو واده شوې ښځه د دنیاوي شیانو په هکله فکر او اندېښنه کوي چې څنګه خپل مېړه خوشحاله کړي. ۳۵ زه دا ستاسو د ښېګڼې دپاره وایم، د دې دپاره نه چې ستاسو ازادي محدوده کړم، بلکې زه غواړم چې تاسو هغه کار وکړئ چې سم او مناسب وي او له سرګردانۍ پرته خپل ځانونه د څښتن خدمت ته وقف کړئ.

۳۶ که چېرې څوک په دې هکله اندېښنه کوي چې هغه د خپلې کوژدن شوې انجلۍ سره سم چلند نه کوي او د هغه جنسي شوق ډېر وي او احساس کوي چې خامخا باید واده وکړي، نو څرنګه چې هغه یې غواړي، هماغسې دې وکړي. نو په دې کې هغه کومه ګناه نه کوي. ۳۷ خو که چا په خپل زړه کې ټینګه اراده کړې وي او د هېڅ ډول جبر او فشار لاندې نه وي او په خپلو غوښتنو باندې واک ولري او د خپل ځان سره یې پرېکړه کړې وي چې هغه خپله کوژدن شوې پېغله وساتي، نو هغه ښه کار کوي. ۳۸ نو بیا څوک چې د خپلې کوژدن شوې نجلۍ سره واده کوي، نو هغه ښه کوي او هغه څوک چې واده نه کوي، نو هغه د دې نه هم ښه کوي.

۳۹ ترڅو پورې چې د یوې ښځې مېړه ژوندی وي، نو هغه ښځه د خپل مېړه پورې تړلې ده. خو که مېړه یې مړ شي، نو بیا هغه ازاده ده چې د هرچا سره وغواړي واده وکړي، خو هغه سړی باید په څښتن باندې ایمان ولري. ۴۰ خو زما په نظر که هغه ښځه بې‌واده پاتې شي، نو ډېره خوشحاله به وي. زما په خیال چې زه هم د خدای د روح په وسیله تاسو ته دا نصیحت کوم.